Homeخبرونهامریکا به ژر تر ټولو ستره اډه د افغانستان دفاع وزارت ته...

امریکا به ژر تر ټولو ستره اډه د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري

تاند(سې شنبه، د جوزا۱۱) راپورونه وايي چې د امریکا متحد ایالتونه به ژر په افغانستان کې خپله تر ټولو ستره اډه افغان امنیتي ځواکونو ته وسپاري.

د راپورونو له مخې، د امریکا پوځ به د بګرام هوايي اډه له یو شمېر هیلي کوپترو، زغرګاډو او ډېرو وسلو سره یوځای د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري.

مخکې د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې امریکا به د یو ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې وروسپاري.

امریکا خپل یو شمېر تجهیزات ویجاړ کړي او یو شمېر نور یې له افغانستانه ایستلي دي.

د امریکا پوځ د کندهار د هوايي ډګر او شوراب په شمول څو نورې مهمې اډې د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ مه اعلان وکړ چې درست امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه وباسي خو د دغه هیواد دفاع وزارت وايي چې د ځواکونو د ایستلو بهیر یې تر دې چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي له افغانستانه وباسي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د دوشنبې په ورځ ویلي و چې امریکا له افغانستانه د خپلو پاتې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېرو په سلو کې ۲۵ له افغانستانه ایستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...