پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهیوناما: د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی کم شي

یوناما: د افغان سولې د پرمختګ لپاره باید تاوتریخوالی کم شي

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۱ مه ) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولي ( یوناما) وایي، د افغان سولې د پرمختګ په موخه اړینه ده چې تاوتریخوالی کم شي.

(یوناما) د خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په افغانستان کې د روانو جګړو او تاوتریخوالي له امله د ملکي وګړو ته تلفاتو اندېښمن کړې دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د روانې اوونۍ په تېرو درې ورځو کې په هلمند، کندهار، ارزګان، سرپل، پروان او کاپیسا ولایتونو کې د جګړو له امله ۲۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

راپور کې افغان امنیتي ځواکونه او طالبان دواړه د ملکي وګړو پر وژنه تورن شوي دي.

د یوناما راپور زیاتوي چې د سولې خبرو سره هم‌مهاله د تاوتریخوالي لوړه کچه د منلو نه ده او باید تاوترخوالی کم شي.

د یوناما په راپور کې له ښکېلو لوریو غوښتل شوي چې د ملکي وګړو خوندیتوب ته دې جدي پاملرنه وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې دې وروستیو کې وسلوالو طالبانو د افغان ځواکونو پر وړاندې جګړو ته زور ورکړی او له کبله یې د دواړو لوریو ترڅنګ د ملکي وګړو د مرګ ژوبلو راپورنه ورکول کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب