تاند(سې شنبه، د جوزا۱۱) نن ماښام په پلازمېنه کابل کې دوې چاودنې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړنۍ چاودنه په شاوخوا ۷ بجې د ولسمشر د سلاکار محمدمحقق کور ته نژدې د اهل بیت جومات مخته وشوه چې له کبله یې ۶ ملکي وګړي وژل شوي او ۷ نور ژوبل دي.
د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس، د دې چاودنې هدف ظاهراً یو کاستر لایني موټر و.
د کورنیو چارو وزارت په وینا دوهمه چاودنه په دوهمه امنیتي حوزه کې په درملتون ګولايي کې د شپې په ۸ بجې وشوه او بیا هم یو کاسټر لایني موټر پکې په نښه شو.
د کورنیو چارو وزارت پر اساس، په دوهمه چاودنه کې هم مرګ ژوبلې پېښې شوي خو د دغه خبر د خپرېدو تر شېبې پورې یې شمېر څرګند نه دی.
د دواړو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
تمه وه چې د بهرنیو پوځیانو د وتلو له اعلان سره به په افغانستان کې تاوتریخوالی کم شي خو د دې اپوټه تشدد زیات شوی او ورځ په ورځ زیاتېږي.
مير رحمان رحيمي دې که افغان وي او جاسوس نه وي بايد بيرته کابل ته راګرځيدلی وی
د کابل غلامان او طالبان خپلو مینځو کښی هیڅکله نه سره وژنی بلکه دوی دواړه خواوی د افغان ملت قتل باندی لګیا دی او دوی دومره ظالمان دی چی د قدرت ساتلو او قدرت اخستلو لپاره د افغانانو وژلو باندی زور ازماینی سره کوی او دا د امریکا ، انګلیس ، پاکستان او ایران په رضایت سره!!!! ددی خرڅ شوو غلامانو سرکوب سربیره ددوی بادارانو په ملاتړ حتمی راتلوونکۍ دی !!!!