جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+امریکايي، مخترع؛ اتناسوف، جان وینسنټ

امریکايي، مخترع؛ اتناسوف، جان وینسنټ

ژباړه: رحمت شاه فراز

(Atanasoff, John Vincent)

(۱۹۰۳ –  ۱۹۹۵)

دا به ډېره ستونزمنه وي چې د لومړني ډیجیټل کمپیوټر د اختراع لپاره تنها یو نفر ځانګړی کړو او د دې اختراع امتیاز ورکړو. که د ۱۹۴۴ کال ENIAC کمپیوټر ته وګورو، نو دغه کمپیوټر پرېسپر اېکرټ او جان ماوکلې ډیزاین کړی او د دې کمپيوټر په هکله عمومي تصور دا دی چې همدا کمپيوټر لومړنی او په بشپړه توګه الکترونیک او ډیجیټل کمپیوټر دی، خو جان وینسنټ اټناسوف او د هغه د ماسټرۍ دورې مرستیال کلیفورډ بېري پنځه کاله دمخه یو داسې ماشین جوړ کړی وو چې د اوسني کمپیوټر ګڼ مشخصات او فیچرونه یې درلودل او واقعیت هم دا دی چې یوې محکمې هم دا په ډاګه کړه چې اټناسوف-بېري کمپیوټر یا ABC تر ټولو اولنی رښتینی الکترونیک کمپیوټر دی.

د فدرالي محکمې له مخې، لومړنی ډیجیټل کمپیوټر جان اټناساف جوړ کړی، نه جان ماوکلې او پرېسپر ایکرټ. که په هر اندازه وي، ABC یا اټناسوف بېري کمپیوټر د محاسبې یا کمپیوټرۍ لپاره د باینري منطقي سرکټونو د استعمال په ډګر کې یوه مخکښه او سرلاري لاسته راوړنه وه. (انځور له آیوا ایالتي پوهنتون څخه اخیستل شوی)

اټناسوف په ۱۹۰۳ کال د اکتوبر په څلورمه نېټه د نیویارک ایالت په همیلټن ښار کې نړۍ ته راغلی. د هغه پلار برقي انجینر وو، مور يې ښوونکې وه او مور او پلار دواړو یې، اټناسوف د هغه د ساینسي لېوالتیاوو په لور تشویق کړ. په تېره، دې زلمي د خپل پلار له سلایډ قانون سره ډېره زیاته دلچسپي لرله. اټناسوف الګوریتمونه هم زده کړل، څو په دې پوه شي چې سلایډ قانون په څه ډول کار کوي. دغه راز خپل پلار ته یې د الکتریکي مسایلو لپاره هم خپله لېوالتیا او تمایل وښود. کله چې دی نهه کلن وو، نو پام یې شول چې د کور په برقي سیم غځونه او تارونو کې يې مشکلات دي او دغه مشکلات یې هم پخپله حل کړل.

جان په دوو کلونو کې د لیسې دوره پای ته ورسوله او په هر ټولګي کې به یې اول مقام ترلاسه کاوه. تر دې دمه نوموړي تصمیم نیولی وو چې دی به یو تیوریکي فزیک پوه له ځانه جوړوي. خو کله چې اټناسوف د فلوریډا پوهنتون ته لاره وموندله، نو هلته مجبوره شو چې د انجینرۍ او ریاضیاتو په څانګه کې لیسانس واخلي، ځکه چې یاد پوهنتون د فزیک په څانګه کې لیسانس نه درلود. د لیسانس تر بشپړولو وروسته، اټناسوف ته د ماسټرۍ لپاره ګڼ سکالرشیپونه وړاندې شول، خو اټناسوف د آیو ایالتي پوهنتون ته سترګې پټې کړې وې، ځکه چې د فزیک او انجینرۍ په برخه کې يې د دې پوهنتون پروګرامونه ډېر زیات خوښېدل. هغه په دې پوهنتون کې په ۱۹۲۶ کال کې د ریاضیاتو په څانګه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.

له دې ځایه اټناسوف د وسکونسین پوهنتون ته مخه کړه، او دلته يې په ۱۹۳۰ کال کې د فزیک په څانګه کې دوکتورا واخیسته او تر راتلونکو لسو کلونو پورې په همدې پوهنتون کې د پروفیسور په حیث پاتې شو.

د هووارډ اېکن په څېر، اټناسوف هم وموندله چې اوسنی یا ماډرن فزیک ورځ تر بله د محاسبو تر بوج لاندې را روان دی، او د لاسي میتودونو، سلایډ قانون او حتی هغو الکترو-میخانیکي ماشین حسابونو په مرسته د دې مسایلو حل کول د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې سخت او پېچلی صورت خپلوي. د تولید او جوړونې په ډګر کې د دې ماشینونو یو بل بدیل انالوګ کمپیوټرونه وو. په انالوګ کمپیوټرونو کې د ګیرونو، جعبو او نورو میخانیکي پرزو له متغیرو رابطو څخه استفاده کېده، او په معادلاتو کې به د همدې اجزاوو په مرسته په مقدارونو کې تغیر او بدلون راوستل کېده او یا به پرې محاسبه ترسره کېده. که یو خوا انالوګ کمپیوټرونو لکه ډیفرانشیال تحلیلګر ماشین چې ((وانیور بوش)) جوړ کړی وو، د یو شمېر پرابلمونو (ربړو) په حل کولو کې بریالیتوب لاسته راوړی وو، خو بیا هم دغه کمپیوټرونه به ډېر ژر خرابېدل او بله دا چې په محاسبو کې به یې غلطۍ راتللې، او د دې علت دا وو چې ډېره زیاته میخانیکي حوصله او تنظیم به يې غوښتل. بله خبره دا وه، چې دې ماشینونو تخصصي بڼه درلوده او د مختلف ډوله پرابلمونو سره د دې ماشینونو توافق سخت وو.

دې ټول شالید ته په پام سره، اټناسوف یو ستر تصمیم ونیو، چې دی به یو اتومات، ډیجیټل او الکترونیک ماشین حساب جوړوي. په عادي ماشین حسابونو کې له اعشاري اعدادو څخه کار اخیستل کېده، خو نوموړي پرېکړه وکړه چې په دې ماشین حسابونو کې به له باینري اعدادو څخه ګټه اخلي، چې دغه اعداد د برېښنايي کرنټ یا چارج د مختلفو مقدارونو په واسطه ښودل کېدای شي. دغه راز، باینري منطق هم په مستقیم ډول د حسابي عملیو د ترسره کولو لپاره کارول کېدای شي چې تر ټولو ړومبی د جورج بول له خوا ایجاد شوی وو.

بل اړخ چې له پورتنیو موضوعاتو سره يې اهمیت په یوه کرښه کې راته ، هغه دا وو چې اټناسوف په داسې وخت کې د یوه الکترونیک ماشین د جوړولو خبره وکړه، چې میخانیکي ماشین حسابونه د موټورونو او سویچونو په مټ ځغلېدل. او اټناسوف پرېکړه کړې وه چې د ده ماشین به یوازې برېښنايي ماشین نه وي، بلکې الکترونیک ماشین به وي. په دې ماشین کې به په واکیوم ټیوبونو کې الکترونونه په مستقیم ډول عملیات سرته رسوي، او دغه روش د الکترو-میخانیکي سویچینګ په پرتله زرګونه ځله ډېر چټک وو.

اټناسوف له آیوا ایالتي پوهنتون څخه د ۶۵۰ ډالرو یو معمولي مبلغ ترلاسه کړ او کلیفورډ بېري يې ورسره وګماره. بېري د ماسټرۍ دورې محصل وو او د دې لپاره ګمارل شوی وو چې له اټناسوف سره د دې ماشین په جوړولو کې مرسته وکړي. د ۱۹۳۹ کال ډسمبر په میاشت کې دوی دواړو د اټناسوف-بېري کمپیوټر یا ABC اولنی فعال او ځغلنده موډل چمتو کړ. په ماشین کې د ټولو منطقي او ریاضیکي عملیو لپاره له واکیوم ټیوبونو څخه استفاده شوې وه. اعداد به له پنچ کارتونو څخه کمپیوټر ته ورکول کېدل، او حافظې يې دوه دانې تاوېدونکي ډرمونه درلودل چې اعداد به يې پر وړو کاپسیټرونو د برېښنايي چارجونو په بڼه ذخیره کول. دغه حافظه يې د نن ورځې له RAM یا رېنډوم اکسس مېموري سره معادله وه. خو له دې ټولو مشخصاتو سربېره، ABC یو رښتینی عام موخیز کمپیوټر نه وو، او په ټوله کې د دې لپاره ډیزاین شوی وو چې یو ډله معادلات حل کړي او په سیسټماټیک ډول د هغو معادلاتو مجهول مقدارونه له منځه یوسي. د کاپسیټر-چارج حافظې په سیسټم کې د ګڼو ستونزو یا پرابلمونو له کبله، اټناسوف او بېري هېڅ کله ونه شو کړای چې په یوه وخت کې تر پنځو زیاتې معادلې حل کړي.

کله چې د امریکې متحده ایالتونو دوهم نړیوال جنګ ته ور ودانګل، اټناسوف خپل وخت په دوو برخو ووېشه. په یوه برخه کې به یې په ABC کمپیوټر کار کاوه او په دوهمه برخه کې به يې په واشنګټن ډي سي کې د ملي وسلو په لابراتوار کې کار کاوه. په نوموړي لابراتوار کې اټناسوف د غږیز وېش د پروژې رهبري کوله او د بحري پوځ د استعمال لپاره یې د یوه کمپیوټر په ډیزاینولو هم کار کاوه. د وخت په تېرېدو د ABC پروژه له صحنې ووتله او نوموړی ماشین هېڅ کله په بشپړ ډول د عملیاتو لپاره چمتو نه شو.

تر جنګ وروسته، اټناسوف په تدریجي ډول له کمپیوټرپوهنې نه زړه توری شوی. د دې نوي ډګر اصلي تګلوری په بله خوا، یعنې د عام موخیزو ماشینونو په لور روان وو، چې یوه ښه بېلګه یې ENIAC کمپیوټر وو. ENIAC یو ستر او د واکیوم ټیوب په ټکنالوژۍ رغېدلی کمپیوټر وو او په ۱۹۵۰ کال کې اټناسوف خبر شو چې آیوا ایالتي پوهنتون ABC کمپیوټر پرزې-پرزې کړی او ایسته یې غورځولی. له دې وروسته، نوموړي خپل ټول ژوند د یوه مشاور او سوداګر په حیث تېر کړ. په ۱۹۵۲ کې هغه او یوه پخواني زده کوونکي، ډېویډ بیچر، د دفاعي کمپنۍ بنیاد کېښود، چې د وسلو جوړونې شرکت نومېده او په ۱۹۶۱ کال کې يې د صنعتي اټومېشن (خپلچلۍ) په برخه کې د مشاور په توګه دنده واخیسته او له خپل زوی سره يې د سایبرنېټکس شرکت بنسټ کېښود.

په ۱۹۷۱ کال کې اټناسوف او ABC کمپیوټر د یوې تاریخي شخړې برخه وګرځېدل. ماوکلې او ایکرټ د ۱۹۴۴  کال د ENIAC ماشین په زور د ډیجیټل کمپیوټر ګڼ بنسټي میکانیزمونه په خپل نوم ثبت کړي وو. سپري یونیواک چې دا مهال يې د حق الاختراعاتو کنټرول په لاس کې وو، نورو کمپیوټري شرکتونو ته د جواز ورکولو په بدل کې ډېر لوړ مبلغونه غوښتل. د مقابل لوري د شرکتونو یو وکیل چې هني وېل نومېده، د اټناسوف د لاسته راوړنو په باره کې اورېدلي وو او پرېکړه یې وکړه چې د ماوکلې-اېکرټ حق الاختراع به له همدې لارې چېلنج کوي. د نوموړي د قضیې اساسي برخه دا وه چې د ۱۹۴۱ کال د جون په میاشت کې ماوکلې د اټناسوف په کور کې مېلمه وو او اټناسوف، ماوکلې ته د ABC کمپیوټر په هکله مفصل معلومات ورکړي وو او ماوکلې له دې کمپیوټر نه لیدنه کړې وه. هني وېل ادعا لرله چې ماوکلې د واکیوم ټیوبونو او الکترونیکي سرکټونو د استعمالولو کلیدي نظریه له اټناسوف څخه اخیستې وه. نو که چېرته داسې وي، نو د اټناسوف ماشین باید لومړی مقام ولري او د ماوکلې-ایکرټ حق الاختراعات یا پاټنټس باید غلط اعلان شي. په ۱۹۷۳ کال کې، فدارل محکمې له دې خبرې سره موافقه وښودله، او بیانیه یې ورکړه چې ((ماوکلې او ایکرټ اتومات الکترونیکي-ډیجیټل کمپیوټر پخپله نه دی اختراع کړی، بلکې پر ځای يې اصلي او غوښنه برخه له دوکتور جان وینسنټ اټناسوف څخه را پور کړې.))

دغه پرېکړه هېڅ کله چیلنج نه شوه. د دې ټاکونکې قانوني حکم سربېره، د کمپیوټرپوهانو او مؤرخینو ترمنځ اختلاف او جنجال لا زیاته وده وکړه. کله چې د لومړي ځل لپاره اټناسوف د عام ولس په وړاندې د خپل ځان دفاع کوله، نو د هغو نظریاتو پر اهمیت يې تاکید وکړ چې ماوکلې او ایکرټ له ده نه اخیستي وو، چې په دې کې د واکیوم ټیوبونو او باینري منطق سرکټونو استعمال د کتار په سر کې راتلل. د ENIAC کمپیوټر مدافعین بیا دې ته نغوته کوي چې ABC  یو تخصصي ماشین وو او هېڅ کله د ENIAC غوندې یو عام موخیز او په بشپړ ډول فعال او کار کوونکی ماشین نه شو.

شاید دغه لانجه هېڅ کله هواره نه شي، خو دې لانجې اټناسوف ته د خپلو لاسته راوړنو لپاره لوړ نوم او شهرت ور په برخه کړ. د ۱۹۸۳ کال د اکتوبر په ۲۱، آیوا پوهنتون یو ځانګړی سیمینار جوړ کړ او د اټناسوف کارونه او لاسته راوړنې يې ونمانځلې، او وروسته يې د ABC یوه فعاله او کار کوونکې نسخه جوړه کړه. تر دې له مخه چې اټناسوف په ۱۹۹۵ کې د ۹۱ کلونو په عمر کې له دې نړۍ سره د تل لپاره مخه ښه وکړي، نوموړی په ګڼو جایزو وستایل شو، چې په دې کې په ۱۹۸۴ کال د الکتریکي او الکترونکي انجینرانو د مؤسسې له خوا د مخکښ میډال (Pioneer Medal) جایزه او په ۱۹۹۰ کال کې د ټکنالوژۍ ملي میډال جایزه په خاصه توګه یادولی شو.

اضافي لوستونه:

1- Burks, A. R., and A. W. Burks. The First Electronic Computer: The Atanasoff Story. Ann Arbor: University of Michigan Press, 1988.

2- Mollenhoff, Clark. Atanasoff: Forgotten Father of the Computer. Ames: Iowa State University Press, 1988.

3- “Reconstruction of the Atanasoff-Berry Computer (ABC).” Available on-line. URL: http://www.scl. ameslab.gov/ABC/ABC.html. Updated on July 18, 2002.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب