جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزارواپوهنهد جذب لارې / ليکوال :بريان تريسي

د جذب لارې / ليکوال :بريان تريسي

ژباړن :رحيم الله احساس

د ملګرو پيدا کول يا د خلکو په ځان راټولولو لپاره پر نفس باور کول يا ځان ته ارزښت ورکول، يا ښه اېسول شرط دي.

همدارنګه د شخصيت هسته پر نفس باور کول دي، هر انسان اړ دی چې نور يې ارزښتمند وبولي،نو هرچاچې ستا پر وړاندې ځان مهم احساس کړ يايې ځان ته اهميت ور کړ هغه ستا دوست دی او ته يو جذاب کس يې.

د جذابيت له پاره پنځه اسانه  لارې :-

۱.منل: – يوچاته تر ټولو ښه ډالۍ دا ده چې کارونه،عادتونه….يې وستايې، انتقاد پرې ونه کړې او هغه ته پاملرنه وکړې، او د مخ کيدو پر وخت دې پر شونډو موسکاوي .چې  همداموسکا پرنفس دباور او ښو انساني اړيکو نښه ده. يا ده  دې وي چې رټل شوي خلک ډېر نه خاندي.

کله چې له يو چاسره په موسکا مخ شې  هغه هم پر تاسو باوري کيږي او تاسو نږدې ملګری بولي.

۲.هڅونه : – هرڅوک د لوی او واړه کار په کولو وهڅوئ،چې ځان يې ښه و ايسي او په ځان کې د وړتيا انرژي ويني .

د ځان په اړه  هم همداسې ده ،کله چې خپل ځان وستايو ددې لامل کيږي چې پر نفس د باور قوه غښتلې شوې او له ځان سره مو مينه پیدا کيږي .که د بل چا سره داسې کړنه وکړې نو باوري شه چې هغه به دې ملګری شي .

۳. تائيد:- هر انسان په لاشعوري ډول تمه لري چې کړنې يې  تاييد شي که څه هم سړی د خپلو کړنو تاييدول په بشپړه توګه نشي کولی،هغه دې ته هيله لري چې ته يې تاييد کړې. ستا تاييد هغه ته د وړتيا حس ورکوي  چې په پايله کې  تاسو ته هر کلی وایي او ملګری کيږي  مو .

۴.ستاينه:-  ابراهام لنکن وايي: هر سړی ستايل خوښوي،که  په رښتيا ديوچا د يوې ځانګړنې ستاينه وشي،د ساري په توګه د هغه د پاکوالي ،ښه کار….نو په باور سره ويلی شو چې نوموړی کس به پرته له قضاوته ځانته خوشاله شي . په ځان يې مينه راځي، همدا به وايي چې تر ټولو زه پرې ګران يم له همدې ځاي يه انډيوالي پيليږي.

۵.ځيرنه:- دبل چا سره داسې چلند وکړه لکه له خپل تصوير سره چې يې کوې .کار ،خبرې،حرکاتو ته يې پوره پاملرنه وکړئ. خبروته يې ارزښت ورکړئ.د خبرو په وخت کې ورته غوږ کيږدي د سر په ښورولو سره يې د خبرو تاييد وکړئ. په دې  سره مو انډيوالي  کلکيږي . شايد پر نفس د باور کولو ښې لارې همدا وي  .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب