جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeټولنیزتاریخد بېلېدا هڅه/ لیکوال: ډاکتر مبارک علي

د بېلېدا هڅه/ لیکوال: ډاکتر مبارک علي

ژباړن: اسدالله غضنفر

د ډیلي د سلطنت په زمانه کې د هندوانو او مسلمانانو د اړیکو موضوع د مسلمانو علماوو او واکمنو تر منځ اختلاف راپیدا کړ.

 په سند کې د عربو د واکمنۍ په پیروي، د ډیلي د سلطنت هندي علماوو هندوان د اهل کتاب یعنې د یهودو او عیسویانو غوندې ګڼلي وو. هندوانو ته چې  د ذمي په سترګه کتل شوي وو، د مسلمانانو حکومت ته یې جزیه ورکوله.

خو کله چې چنګیزیانو په مرکزي اسیا حمله وکړه او د دې سیمې ځینې علما هند ته راغلل او دلته دېره شول، له هندوانو سره د رابطې پر دې پالیسي یې نیوکې وکړې. علما په خپلو منځو کې سره وغږېدل چې له هندوانو سره د مسلمانانو د حکومت اړیکې باید څنګه وي.

 یو مسلمان مورخ او سیاسي مفکر ضیا الدین برني ( ۱۲۸۵-۱۳۵۷) په خپل یوه کتاب ( ثنای محمدي) کې په دې باره کې د علماوو نظرونه په تفصیل سره بیان کړي دي. ده ویلي دي چې هندوان اهل کتاب نه بلکې مشرکان او بت پرستان دي، ځکه دوی نه الهي کتاب لري او نه پیغبر لري چې دوی یې هدایت کړي وي. برني له دې څرګندونو نتیجه اخلي چې له هندوانو سره د یهودو او عیسویانو په څېر نه بلکې بېل چلند پکار دی.

 علما د ډیلي سلطان ،شمس الدین التمش ( ۱۲۱۱-۱۲۳۶) ته ورغلل او ورته ویې ویل چې د هندوانو په وړاندې د ده د اسلامي حکومت پالیسي د شریعت خلاف ده. دوی پاچا ته وویل چې هندوان اهل کتاب نه دي نو یا دې مسلمان شي او که اسلام نه مني، ودې وژل شي. دوی استدلال وکړ چې بت پرستان باید په یوه مسلمان دولت کې د محترمانه ژوند اجازه ونه لري او بلکې توهین او سپکاوی یې پکار دی. علماوو له سطان څخه د هندوانو د ګواښلو او په هغوی باندې د قهرېدلو غوښتنه وکړه.

 د علماوو د خبرو له اورېدو وروسته سلطان خپل وزیر نظام الملک جنیدي ته مخ واړاوه چې د علماوو ځواب ووایي. وزیر وویل چې د هندوانو په باره کې د علماوو خبرې سمې دي ځکه له شریعت سره سم، هندوان باید یا مسلمان شي، یا د خدای له رسول سره د دښمنۍ په علت ووژل شي. خو جنیدي دا هم وویل چې په براعظمګي کې مسلمان کم او هندوان په اکثریت کې دي  او له ده سره ویره ده چې که په هندوانو فشار واچول شي، فشار به دوی سره متحد کړي او بغاوت به وکړي او بیا به مسلمانانو ته په هندوستان باندې حکومت کول سخته شي. نو تر هغو چې سلطنت مضبوط او پیاوړی شوی نه وي، له هندوانو سره سختي سمه نه ښکاري.

 علماوو د وزیر د خبرو له اورېدو وروسته له سلطان څخه ځينې نورې غوښتنې وکړې. دوی وویل چې هندوانو ته دې په حکومت کې لوړ مقامونه نه ورکول کېږي؛ هندوان دې  په هغو ځایونو کې نه اوسي چې هورې د مسلمانانو کورونه دي او بله دا چې د عبادت ازادي دې ورنه واخیستل شي.

 ضیا الدین برني په خپل یوه بل کتاب ( فتوای جهانداري ) کې دې پوښتنې ته بیا کتنه وکړه چې که یو مسلمان واکمن چې قدرت، ثروت او امکانات ورسره وي، د نامسلمانو عبادت وزغمي او د هغوی د نفوذ مخه ونه نیسی ، نو بت پرستي به څنګه ختمېږي او اسلامي تعلیمات به څنګه خپرېږي؟

 د التمش په زمانه کې یوه دیني عالم، نورالدین مبارک غزنوي په مسلمانو واکمنو باندې نیوکه وکړه چې د بت پرستانو په خلاف یې صرف په دې وجه چې هغوی اکثریت دي، هیڅ ګام نه دی اوچت کړی. دغه عالم ویلي دي چې د بت پرستانو سپکاوی پکار دی او دا  اجازه باید ونه لري چې په ښکاره د بوتانو عبادت وکړي. غزنوي سپارښتنه کوي چې سلطان باید د هندوانو روحاني طبقه یعنې برهمنان وځبي،  د اسلام د روح پالنه دې وکړي او په هندوانو دې هیڅ امتیاز نه لوروي. نورالدین مبارک غزنوي له سلطانه دا هم وغوښتل چې له دولتي ادارو څخه دې ټول فیلسوفان او مفکران وشړي او یوازې متقي او دینداره کسان دې په لوړو پوستونو مقرر کړي.

 واکمنو په پوره حوصله د علماوو نصیحتونه اوریدل خو په حکومتي چارو کې یې د لاسوهنې اجازه نه ورکوله. دوی د شریعت د نافذولو هڅه ونه کړه او هغه پالیسي یې جاري وساتله چې د خپلو حکومتونو  ګټه یې پکې لیدله.

1 COMMENT

  1. له دې معلومیږي چې ملا دتاریخ په اوږدو کې دشر کونه و تل یی غوښتي چی په یوشکل نه یوشکل سره دنورو مذهبونو پیروانوته خولې واچوي
    اوس هم دهمدې ملایانو یا په اصطلاح علماوو له لاسه زموږ وطن په سره اورکې سوزي خدای دی دا خنزیز نسل تباه او برباد کړي داسلام دین دهمدغه نجس قوم یا ملایانو دلاسه بدبخته او بدنامه شوی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب