Homeخبرونهکابل : د تېر ماښام په چاودنو کې د مرګ ژوبلې ارقام...

کابل : د تېر ماښام په چاودنو کې د مرګ ژوبلې ارقام ۲۲ لوړ شو

تاند ( چهارشنبه، د  جوزا ۱۲) په کابل ښار کې د تېر ماښام په دوو پرلپسې چاودنو کې د مرګ ژوبلې ارقام ۲۲ ته لوړ شو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، لومړنۍ چاودنه په شاوخوا ۷ بجې د ولسمشر د سلاکار محمدمحقق کور ته نژدې د اهل بیت جومات مخته وشوه او دوهمه چاودنه بیا  په دوهمه امنیتي حوزه کې په درملتون ګولايي کې د شپې په ۸ بجې وشوه او بیا هم یو کاسټر لایني موټر پکې په نښه شو.

د امنیتي چارواکو د وروستیو معلوماتو پر اساس په یادو دواړو چاودنو کې ۱۰تنه وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

 د کورنیو چارو وزارت وایي چې وژل شوي او ټپیان ټول ملکي وګړي دي.

د دواړو چاودنو مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

دغه راز  یوه بله چاودنه د کابل په شمال کې شوې، چې د برېښنا یوه پایه یې نړیولې او له همدې امله د کابل برېښنا پرې شوې ده.

په یو ساعت کې ۲ چاودنو په کابل کې مرګ ژوبلې واړولې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...