جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهبرېښنا شرکت: د کابل په قره باغ کې د برېښنا وېجاړه شوې...

برېښنا شرکت: د کابل په قره باغ کې د برېښنا وېجاړه شوې پایه به ژر ورغوي

تاند ( چهارشنبه، د جوزا ۱۲) د افغانستان د برېښنا شرکت مسوولان وایي،چې تېره شپه نا پېژاندو کسانو د کابل په قره باغ ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونولو الوزولې ده.

د برېښنا شرکت مسوولان زیاتوي، چې د دوی کاري ډله چمتو ده څو یاده پایه ژر بېرته ورغوي.

د سرچينې په خبره لا هم د دوی کاري ډلې ته د کاز زمینه نه ده برابره شوې، چې پرې شوې برېښنا وصل کړي.

د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، هڅه کوي ژر د زمینې له برابرېدو سره وارداتي برېښنا خلکو ته ورسوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په کابل کې د وارداتي برېښنا پایې په بمونو الوزول کېږي له دې وړاندې هم په دې ولایت کې د برېښنا پایې په بمونو وېجاړې شوې دي.

اوسمهال په کابل او یو شمېر ولایتونو برېښنا قطع شوې او اوسېدونکي یې له سختو ستونزو سره مخ دي.

3 COMMENTS

  1. دا کار یا ای اس ای د خپلو زامنو په وسیله او یا د شورای نظار مفسدو کړی دی! تر څو بیا د وندبازی او دریمی سقاوی ته لار جوړه کړی!۱۱۱۱

  2. کچیری افغان دولت لومړی ځل کی ماماتی او همدارنګه نسل وژنی مشران قیصاری او علی پور او همدارنګه هغه کسان چی جرم یی کړی د محکمه کولو لپاره مخکی لدی جدی اقدام کړی وای نو نن به بیاځلی لپاره دا ډول ګامونه نه اخیستل کیدل مګر همدا د دولت ضعف ښایی چی همدی لنډغرو ته وخت ورکوی مګر یو عادی کارمند لپاره بهانه ګیری کوی او له دندی یی ورکوی

  3. یو شمیر خارجي مزدورې کړۍ او جاسوسان غواړي د افغانستان پر ولس خپل شوم فشار زیات کړي او د تل لپاره یې په تیاره کې وساتي .
    د سیمې خلک باید له دولت او خصوصا د برښنا له شرکت سره صادقانه همکاري وکړي . تخریبي ډلې که په هره بڼه ، لباس او نوم وي د افغانستان ملت ته رسوا کړي.
    دولت له هوا او یا له کوم بل ځای نه ندی راغلی . دولت د افغانستان د خلکو د استازو مجموعه ده چې د خپل ولس په استازیتوب ملت ته خدمت کوي.
    د برښنا شرکت د افغانستان د خلکو لپاره خدمت کوي ، باید ټول ملت او ولس د دې شرکت ملاتړ وکړي . ګټه یې ټول ملت او تاوان یې هم ټول ولس ته رسیږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب