جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهامریکا وایي، له افغانستان نه د سرتېرو د ویستلو بهیر ۴۴ سلنه...

امریکا وایي، له افغانستان نه د سرتېرو د ویستلو بهیر ۴۴ سلنه بشپړ شوی

تاند ( چهارشنبه، د جوزا۱۲) د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې له افغانستان نه د سرتېرو د ویستلو بهیر په چټکۍ پر مخ روان دی.

کربي زیاته کړې، چې دمګړی له ۳۳ تر ۴۴ سلنې پورې دغه بهیر بشپړ شوی دی.

نوموړي ویلي، امریکایي ځواکونو په لسګونه پروازونو کې زرګونه قطعې نظامي تجهیزات ویستلي او دغه راز یې زرګونه قطعې تجهیزات یې په افغانستان کې له منځه وړې دي.

د جان کربي په خبره دوی د دې تر څنګ یې افغان پوځ ته هم ځینې توکي ورکړي دي.

 کربي همدا راز د بګرام هوایي اډې په اړه ویلي، چې ښایي تر راتلونکو شلو ورځو پورې دغه ستره نظامي اډه هم افغان پوځ ته وسپارل شي.

تېره ورځ هم داسې راپورونه خپاره شول، چې  امریکا پوځ به د بګرام هوايي اډه له یو شمېر هیلي کوپترو، زغرګاډو او ډېرو وسلو سره یوځای د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري.

له دې وړاندې بیا د افغانستان دفاع وزارت ویلي و چې امریکا به د یو ملیارد ډالرو په ارزښت وسلې ور وسپاري.

امریکا به ژر تر ټولو ستره اډه د افغانستان دفاع وزارت ته وسپاري

د یادونې ده، چې د امریکا پوځ د کندهار د هوايي ډګر او شوراب په شمول څو نورې مهمې اډې هم د افغانستان امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د اپریل په ۱۴ مه اعلان وکړ، چې درست امریکايي پوځیان به د سپټمبر تر یوولسمې پورې له افغانستانه وباسي، خو د دغه هیواد دفاع وزارت وايي، چې د ځواکونو د ویستلو بهیر یې تر دې چټک دی او ښايي ټول پوځیان د جولای تر نیمايي له افغانستانه وباسي.

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام د دوشنبې په ورځ ویلي و چې امریکا له افغانستانه د خپلو پاتې شاوخوا ۲۵۰۰ سرتېرو په سلو کې ۲۵ له افغانستانه ویستلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب