جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد روغتیا نړیوال سازمان د چین یو بل واکسین هم د وېش...

د روغتیا نړیوال سازمان د چین یو بل واکسین هم د وېش لپاره تائيد کړ

تاند (چهارشنبه، د جوزا ۱۲) د روغتیا نړیوال سازمان وایي، چې له کورونا وبا سره  د مبارزې په موخه یې د چین تولید شوی یو بل واکسین هم د وېش لپاره تائید کړ.

یاد سازمان وایي، چې دغه واکسین سینووک نومېږي.

د روغتیا نړیوال سازمان وایي دا واکسین هم باوري دي او د کو واکس په پروګرام کې به د نړۍ پر هېوادونو ووېشل شي.

د چین لومړنی تایید شوی واکسین سینوفارم نومېږي، چې هغه هم د روغتیا نړیوال سازمان په کو واکس پروګرام کې شامل شوي دي.

د معلوماتو له مخې کو واکس پروګرام د روغتیا نړیوال سازمان له لوري د کورونا ضد واکسینو د وېش په موخه جوړ شوی، چې موخه یې په عادلانه توګه د نړۍ هېوادونو ته د دغه واکسینو رسول ښودل شوي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان داسې مهال دا واکسین د وېش لپاره تائیدوي، چې په دې وروستیو کې په ګڼو هېوادونو کې د کورونا وبا درېیمې څپې زور اخیستی او په چټکۍ د خپرېدو په حال کې ده.

هند بیا یو له هغو هېوادونو دی، چې د کورونا درېیمې څپې تر بل هر هېواده زیات ځپلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب