Homeخبرونهکابل کې روغتیايي مرکزونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي

کابل کې روغتیايي مرکزونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۲) په کابل کې ډېری روغتیايي مرکزونه او کلنیکونه د اکسیجن له کمښت سره مخ دي.

د رسنیو د راپورونو له مخې د کابل په ډېری خصوصي روغتونونو او کلنیکونو کې د کرونا ناروغان ډېر شوي چې له امله یې د اکسیجن کمښت رامنځ ته شوی او په بازارونو کې هم د اکسیجن بیه لوړه شوې ده.

په کابل کې ځينو ناروغانو او د دوی د کورنیو غړو ویلي چې روغتونونه یې د اکسیجن د کمښت له امله ناروغان نه بستروي.

د کابل ښار ځينې اکسیجن پلورونکي هم وایي چې د اکسیجن بیه لوړه شوې ده.

ددوی په خبره دغه بیې له څلورو سوو افغانیو ۱۶ سوه افغانیو ته لوړې شوې دي.

افغان حکومت بیا تر دې وړاندې هم د اکسیجن د رسولو او ډېر تولید ژمنه کړې وه.

دا ستونزې داسې مهال رامنځ ته کېږي چې په وروستیو کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر مخ په لوړېدو دی.

په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې له کرونا وبا سره د مبارزې په موخه یې د چین تولید شوي واکسین د اضطراري وېش لپاره تایید کړي دي.

دغه واکسین سینووک نومېږي او روغتیا نړیوال سازمان وایي چې باوري دي او د کوواکس په پروګرام کې به د نړۍ پر هېوادونو ووېشل شي.

د روغتیا نړیوال سازمان د چین یو بل واکسین هم د وېش لپاره تائيد کړ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...