شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهصالح: په پنځه میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی شوی

صالح: په پنځه میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی شوی

تاند(چهارشنبه، د جوزا ۱۲) د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي، امنیتي ځواکونو په تېرو پنځو میاشتو کې د ۸۵۰ خونړیو چاودونو مخنیوی کړی.

نوموړي پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، چې طالبان او حقاني ډله د داعش له نوم په استفادې په ښارونو کې د ملکي خلکو په موټرو او ټکسیو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

صالح زیاته کړې، چې د یادو بریدونو د مخنیوي په برخه کې باید خلک له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي، هغه ویلي:”په ښاري موټرو او ټکسیو کې چې کله مو له څنګ څخه څوک ښکته کېږي، پام وکړئ چې کوم شی په موټر کې ځای پر ځای نه کړي.”

نوموړی همدا راز زیاتوي، چې طالب او داعش اوس له دې تخنیک په استفادې په موټرو کې ماینونه ځای پر ځای کوي.

د یادونې ده چې پرون ماښام د کابل ښار درېیمې حوزې اړوند سیمه کې د ملکي خلکو پر موټرو چاودونو کې ۱۰ ملکیان ووژل شول او ۱۲ نور ټپیان شول.

بل‌خوا یونما هم په دې وروستیو کې د ملکیانو په مرګ ژوبلې اندېښنه ښودلې او د جګړې له دواړو خواوو یې غوښتي، چې د ملکي وګړو خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب