جمعه, اپریل 26, 2024
Home+د خروټو د لهجې ګړنې او څرګندنې" محاورې او اصطلاحات"

د خروټو د لهجې ګړنې او څرګندنې” محاورې او اصطلاحات”

ليکوال: پوهنيار ميوند بختيار

د هرات پوهنتون استاد

لنډيز

ګړنې او څرګندنې” محاورې او اصطلاحات” له مانيز او نحوي پلوه هغه ناشننوړ ثابت غونډونه يا عبارتونه دي، چې له لرغونو زمانو څخه راپاتې دي او د خبرو کولو په جريان کې نوې نه جوړېږي، بلکې له پخوا څخه جوړې شوې او په ذهن کې ثبت وي. ګړنې او څرګندنې پخپل منځ کې توپير سره لري، که د يوې ګړنې له متشکله اجزاوو څخه د مشترکې مانا څرک و درک څه ناڅه لګېده، څرګنده او که نه ګړنه يې بولو. ګړنې او څرګندنې هغه ثابت غونډونه دي چې ظاهري مانا ورڅخه مراد نه وي، بلکې دويمه مانا ورڅخه اخيستل پکار دي، د لوستونکي ذهن له ظاهري مانا څخه مقصودې مانا ته بغير له کومې لفظي قرينې و صارفې انتقال مومي. ګړنې او څرګندنې د ژبې د ويونکيو ادبي ژبې يا ادبي سبک ته د تمايل لومړنۍ بېلګې دي چې د متل غوندې د خبرو په جريان کې کارېږي خو نوې نه وي جوړه شوې، بلکې لکه خښته پخوا جوړه شوې وي او د خبرو په ديوال کې کارېږي. همدا ګړنې، چې ډېری يې کنايي ماناوې لري، په شعر و نثر کې خوند پيدا کوي او د ولس له ژبې ادبي ژبې ته سفر کوي. ګړنې او څرګندنې له متل سره دا توپير لري چې يو څوک متل په دې موخه کاروي، چې خپله خبره پر مقابل کس ومني او يا يې د خپلې خبرې د تضمين لپاره کاروي. متلونه د مثال په راوړلو سره يوه مفکوره توضيح کوي خو ګړنه د خبرې د تضمين لپاره نه، بلکې مرکزي هسته پخپله ګړنه وي. ګړني او څرګندنې  دا وروسته خصوصيات لرلی شي: ثابت ترکيبونه دي، لکه متل د بنيادم په حافظه کې ثبت وي، له يوې ژبې څخه بلې ته ټکي پر ټکي نه ژباړل کېږي، له نحوي ترکيبونو، متلونو او کنايو سره توپير لري، په شعر او نثر کې کارېږي، پرته له قرينې دويمه مانا ورڅخه اخيستل کېږي او که تجزيه شي خپله مانا له لاسه ورکوي.

آر وييونه: ګړنه، څرګندنه، متل، کنايه.

سريزه

هره ژبه لکه څنګه چې خپل ګرامر، خپله معاني، خپل فولکلور او خپله وزنپوهنه لري، همداسې خپلې ګړنې او اصطلاحات هم لري، چې په هماغې ژبې پسې تړلي، نه ژباړل کېدونکي ثابت ترکيبونه وي. ګړنې او څرګندنې ټکي پر ټکي نه ژباړل کېدونکې نحوي جوړښتونه دي، که ټکي پر ټکي له لومړۍ ژبې دويمې ژبې ته وژباړل شي، مانا يې مسخ کېږي. کله چې په جمله کې استعمال شي، دويمه يا مجازي مانا ورڅخه مراد وي، نه لومړي او ظاهري مانا. ګړنې او څرګندنې ولسي پانګه ده او د ژبې په مجازي حوزې پورې تړلې مقولې دي. په دې مقاله کې به د ګړنو پر تعريف، له څرګندونو او متلونو سره پر توپير او له کنايې سره به يې پر اړيکو بحث وشي. ګړنې او څرګندنې په نحوې، لغت‌پوهنې او معاني کې د مطالعې موارد لري. په دې ليکنه کې مو د غزني ولايت د قره باغ ولسوالي کې د مېشته خروټو له لهجې څخه شاوخوا سل ګړنې او څرګندنې راټولې کړي دي چې وروسته به يې راوړو.

ګړنې او څرګندنې د ګرامر او معاني له پلوه ډېرې مهمې دي، که له بېلابېلو ګړدودونو راغونډې، ثبتې او کتابي بڼه ورکړل شي، دا به له هغه چا سره ډېره مرسته وکړي، چې د پښتو ژبې د زدکړې مينه‌وال دي، د اصطلاحاتو د فرهنګ د نه شتون تشه د پښتو ژبې متخصصين هم احساسوي. د هرې ژوندۍ ژبې د ښې زدکړې په موخه د هماغې ژبې د اصطلاحاتو فرهنګونه شته دي، د ژبې ښوونکي ورنه په کورسونو او پوهنتونو کې ګټه اخلي او هغو محصلينو ته چې دويمه ژبه زده کوي، دا قاموسونه ډېر مرستندوی واقع کېدای شي، د بېلګې په توګه په فارسي ژبه کې د امير قلي اميني اثر ” فرهنګ عوام يا تفسير المثال و اصطلاحات زبان پارسی” چې په سلګونو اصطلاحات پکې راټول شوي دي. که د پښتو ژبې له بېلابېلو ګړدونو څخه ګړنې او څرګندنې راټولې شي، کتابي بڼه ورکړل شي، لوی کار به وي، بيا هغه څوک چې پښتو ژبه زده کوي يا يې نورو ته ور ښيي، د دغو نحوي جوړښتونو چې مجازي مانا لري، په زده کړه او پوهېدو کې به له خرخشې سره مخ نه وي. که څوک غواړي دويمه ژبه سمه زده کړي، افهام او تفهيم پرې وکړي، نو پر ګرامر سربېره د همدغه ډول مجازي جوړښتونو پوهه او زدکړه هم ورته لازمي اېسي، د ګړنو او څرګندنو پر ماناوو هغه څوک ژر پوهېدای نه شي، چې د دويمې ژبې له همدغو مجازي جوړښتونو سره مخ شي، ځکه ټکي پر ټکي مانا کېدای نه شي، د متن يا خبرو اترو له قرينې هم پرې پوهېدا ورته ستونزمنه ده. دا ستونزه جامع فرهنګونه حل کولای شي.

د موضوع ارزښت او مخينه

ګړنې او څرګندنې پر ليکلي ادب سربېره لکه فولکلور او ګړويزونه په ولس کې په شفاهي توګه موجودې دي، د ولس د شفاهي توکيو خوندي کول د فرهنګ، ژبې او ادب له غوړېدا او بډايينې سره مرسته کولای شي؛ نو دې ارزښت ته په کتو سره ما هم د خروټو له لهجې څخه تر شپېتو پورې ګړنې او څرګندنې راغونډې کړې چې يو به له مرګه وژغورل شي او بل همدا ګړنې او څرګندنې په شعر و نثر کې هم کارېدنګ لري. د موضوع ارزښت دا هم کېدای شي، چې د دغسې هڅو ګټه به دا وي چې تر څو د پښتو ژبې د محاوراتو پانګه لا غني شي، له مرګه وژغورل شي او لويه ګټه يې دا چې په قاموس ليکنه کې به ترې کار واخيستل شي.

تر ختیځپوه ګلبرتسون او محمد ګل نوري را وروسته خیرالحکم حکیمزی درېیم لیکوال دی چې د خپلې سوات سیمې ښایسته ډېرې ګړنې یې راټولې کړې او پر ۱۹۹۶ ز کال یې چاپ ته سپارلي دي (زیار، ۱۳۸۴: ۱۴۵) .

د پښتو گړنو او څرگندنو تشه ټولونه له پښتو سيندکښنې سره هم‌مهاله له شپېتو اويا کلو راهيسې پيلېږي.که څه هم کېدای شي، د ختيځ‌پوهانو دخورو ورو څېړنو پلټنو او وييزېرمو په ترڅ کې يې هم لږ و ډېر څرک ولگي. هرگوره پخپله د پښتنو ليکوالو او سيندکښونکيو په لړ کې يې جوته پيلامه له محمد گل نوري سره رانښلي. دغه ليکوال هم د پښتو دوه ټوکيز او دوه ژبيز”پښتو-پار سي”، په نورو ټکو، پښتو قاموس”۱۳۳۰–۱۳۳۷” په ترڅ کې او هم په يوه سيندگي وزمه کوشنوټې ټولگه “پښتو محاورې اواصطلاحات”کې يو شمېر بېلگې له ابېڅې اوډ”الفبايي رديف” سره راخوندي کړې دي(زيار، ۱۳۹۸: ).

د ګړنو او څرګندنو په اړه ډېرو ښاغليو تيوريک بحثونه کړي دي، خو پوهاند مجاور احمد زيار هغه څوک دی، چې هم يې ګړنې او څرګندنې راپېژندلې او هم يې له ولس او وګړني ادب څخه راټولې کړې او ثبت کړې دي. پوهاند زيار پخپل اثر ” ګړنې او څرګندنې یا محاورې او اصطلاح‌ګانې” په نامه، چې په دعوت سايټ کې يې خپور کړی دی، هم تيورک بحثونه لري او هم د ګړنو او څرګندنو سيندګی. همدا راز پوهاند مجاور احمد زيار په “پښتو پښويه” او “د خوشال ادبي پښتو” په کتابونو کې ګړنې او څرګندنې راپېژندلې دي. استاد محمد آصف صميم “د لرغونې شاعرۍ ګړنې” تر سرليک لاندې کتاب کښلی دی، د پښتو د لرغونې شاعرۍ ګړنې يې پکې راټولې کړې او تشريح کړې دي خو عبدالکريم عامر بيا د خوشال بابا په نثر و نظم کې اصطلاحات او محاورې د “محاورات خوشال” تر نامه لاندې راټولې کړې، تشريح کړې او مانا کړې دي او نوموړي د “پښتو محاورې” په نامه بېل کتاب د محاورو پېژندنې ته ځانګړی کړی دی. همدا ډول ډاکټرې زرغونې زېور په “پښتو نحو” کې، پوهاند شېرزاد په “پښتو غونډله‌پوهه” کې او پوهنيار شاه محمود کډوال هم د “گړني، څرګندنې او نومونې” په نامه په اثر کې د ګړنو او څرګندنو په اړه بحث کړی دی. دوی ته ورته هڅې پير محمد باوري او خيرالحکيم حکيمزي  هم کړې دي. ما هم د ګړنو او څرګندونو ارزښت ته په کتو سره د غزني د قره‌باغ د خروټو له ګړدود څخه ځينې ګړنې او څرګندنې راغونډې کړې، تر کومه چې ماته معلومه ده، د خروټو د لهجې ګړنې او څرګندنې چا را ټولې کړې نه دي يا به ماته په نظر راغلې نه وي.

د څېړنې موخې

اصلي موخې

له دې څېړنې زما آره موخه دا ده، چې د خروټو د ګړدود ګړنې او څرګندنې راغونډې شي، له مرګه وژغورل شي او څه ناڅه تشريح شي، تر څو چې دا او دې ته ورته ګړنې او څرګندنې کله په شعر و نثر کې راغبرګې شي؛ نو لوستونکي به يې د مفهوم په اخيستلو کې له خرخشې سره مخ نه وي.

فرعي موخې

يوه موخه مې دا وه چې د ګړنو او څرګندنو توپير روښانه شي، بله موخه مې دا وه چې له متلونو سره دا برخه ګډه وډه نه شي، بله موخه مې دا وه چې د ژبې د ويونکيو د هماغو لومړنيو هڅو بېلګې کتار کړم چې عادي ژبه پرې هنري کوله، يانې ګړني او څرګندنې د ژبي د ادبي کولو لومړني تمايلات دي. بله موخه دا کېدای شي، چې دا او دې ته ورته هڅې د سيند کښونکيو ” قاموس ليکونکيو” لپاره خام مواد برابرولای شي.

د څېړنې پوښتنې

اصلي پوښتنې

– ګړنې او څرګندنې څه ډول غونډونه دي؟

– ګړنې او څرګندنې ګرامري موضوعات دي که په معاني پسې اړوند؟

– ګړنې او څرګندنې پخپل منځ کې توپير سره لري؟

فرعي پوښتنې

– څرنګه يو متل پر څرګندنه او څرګندنه بيا پر ګړنه بدلېدای شي؟

– ګړنې او څرګندنې له متل، کنايې او نحوي ترکيبونو سره توپير لري؟

– ګړنې او څرګندنې کوم وخت هنري خوند پيدا کوي؟

– ګړنې او څرګندنې څومره لرغونتيا لري؟

د څېړنې فرضيه

ګړنې او څرګندنې د ژبې د ويونکيو ادبي ژبې ته د تمايل لومړنۍ هڅې دي، چې د خبرو په جريان کې لکه متل کارول کېږي خو په دويمه او مجازي مانا او پرته له کومې لفظي قرينې و صارفې. ګړنې او څرګندنې د خبرو په بهير کې نوې نه جوړېږي، بلکې پخوا جوړې شوې وي او د متکلم په حافظه کې ثبت وي. ګړنې او څرګندنې د ګرامر، بيان او معاني تر منځ مشترک پټی دی.

د څېړنې ډول او ميتود

په دې څېړنه کې له سروې ميتود څخه کار اخيستل شوی دی او د څېړنې ډول ساحوي دی. په څنګ څنګ کې له تشريحي ميتود څخه هم استفاده شوې ده چې لته بيا د څېړنې ډول کتابتوني دی.

اصلي متن

ګړنې او څرګندنې” محاورې او اصطلاحات” څه شي دي؟

پوهاند دوکتور زيار ګړنه ” آيډيم” داسې راپېژني:

يوه ګړنه له مانيز او نحوي پلوه يو داسې ناشننوړ ويی‌غوند دی چې له راز راز مانا لرونکو وييونو او وييکو څخه منځته راغلی وي او په ژبه کې زياتره لکه متل يو نا اټکل کېدونکی لرغونتوب لري ( زيار، ۱۳۸۴: ۳۲۵). خو وروسته بيا لږ په مشرح ډول ګړنې او څرګندنې داسې راپېژني:

دگړنې عربي انډول”محاوره” او د څرگندنې”اصطلاح” ده؛ انگرېزي” Idiom”  له يوناني Idios “خپل،ځانتنی، شخصي” څخه سرچينه اخلي؛ الماني يې په يوناني” Idioma” پسې وړي چې مانا يې”ځانگړتيا” راځي او هغه په idios “خپل، ځا نتنی، شخصي” پسې، چې دIdiom  ترڅنگ خپل انډول Redewendung  “وينا اړونه” او Redensart “ځانگړی ويناتوگه”را دود کړی دی  زموږ “څرگندنه” د انگرېزي  idio- matic expression  او يا تش expression انډول ده او  په دې ډول د “Expression  ” پښتو انډول هم”څرگندونه” ده او هم “څرگندنه”؛ همداراز(. Wahrig, De.Wb). په دې توگه موږ دنورو دوديزو پښتو- عربي ترمونو په لړ کې ورسره “محاورې او اصطلاحات” نه جوليز اړخ لگولای شي او نه منځپانگيز، نو دې‌ته اړوتو چې د جاج، مانا او موخې له مخې” آيډيم ” پر گړنه او”اېکسپرېشن” پر څرگند نه را واړوو(زيار، ۱۳۹۸:). ګړنه “idiom” د دوو یا زیاتو ژبنیو توکیو غونډ “فقره یا عبارت” دی چې په غونډله “جمله” کې د یوه نه شنل کېدونکي یوون “واحد” په توګه جولیزه او مانیزه خپلواکي لري او کومه ګډه څرګندونه او مانا چې رامنځته کوي، د بېلابېلو رغندو ټوکونو له ماناوو او څرګندونو سره اړخ نه لګوي. کټ مټ لکه د اوبو یو مالیکول چې د اکسیجنو او هایدروجنو یو تړنګ دی او که وشنل شي، خپله ګډه ځانګړتیا او رغښت له لاسه ورکوي (زیار، ۱۳۸۴: ۱۴۶).

ګړنې او څرګندنې لکه څنګه چې له انګلېسي انډول څخه يې معلومېږي، توپير سره لري، زموږ ډېری څېړنکيو او ګرامرليکونکيو دا دواړه ډولونه سره ګډ کړي دي او توپير يې نه کوي، ګړنه د څرګندنې پر ځای او څرګندنه  کړنې پر ځای څېړي. دوکتور زيار يې توپير دا رنګه راښيي:

څرګندنه يا اصطلاح ” Expression” له ګړنې سره همدومره توپير لري چې د ګډې ښندونکې مانا څرک يې له رغنده ټوکونو” متشکله اجزاوو” څخه لږ و ډېر لګېدای شي، لکه برخه اخيستل، لاس اخيستل، ترلاسه کول، لاس‌ته راوړل، خوله پر خوله کېدل، مخ پر مخ کېدل، موخې ته رسېدل، وروسته پاتېدل، پر مخ وړل، پر مخ تلل، له منځه وړل، له منځه تلل، تر کار، څېړنې… لاندې نيول، پر ښه راتلل، لاس لګول( زيار، ۱۳۸۴: ۳۲۴).

گړنې او څرګندنې ممکن له متلونو څخه زېږېدلې وي، د وخت په تېرېدو سره متلونه تراشل شوي او ګړنې څرګندنې به ترې جوړې شوې وي، ګړنې او څرګندنې توپير سره لري، ممکن په يوه محيط کې يوه غونډ ته موږ څرګندنه ووايو، خو همدا څرګندنه د يوه بل چاپېريال کس ته ممکن پر ګړنه واوړي. د څرګندنې پر مانا او موخه بنيادم ژر پوهېدی شي، خو د ګړنې پر مانا له لږ ځند او سوچ کولو څخه وروسته. دلته به د استاد زیار له اثره د ګړنې او څرګندې د توپير په پار يو مثال را واخلو: که ووايو: گاډی پر هوا ځي او موخه مو د ” ارابو-ټايرو هوا” وي، نو يوه څرگندنه شوه، او که موخه مو” چټکتيا ياد چلوونکي ناپامي، مستي، بېباکي…”. وي، نو يوه گړنه بلل کېږي.

دلته به لومړی پينځه ګړني او بيا پينځه څرګندنې راوړو چې د دواړو توپير لا ښه ترا جوت شي:

لاس تر زنې کېناستل: حيرانېدل. اريان دريان کېناستل.

لور په لوټه تېرول: تنبلي کول، زړه نازړه کار کول، د کار حوصله نه لرل.

په سترګو ” را، در، ور” ننوتل: بې شرمي کول.

غاښ چيچل: صبر کول.

نوک نيول: صبر کول، پښه نيول.

څرګندنې:

وخت ګوډول: بې ځايه وخت تېرول.

ور برګېدل: غوسه کول. سترګې برګول.

پر يو چا يې ګرانه خرڅول: ناز کول، مثلا: څومره يې ګرانه خرڅوې.

پخپله خپله لمن پر سر اړول: بې شرمي اچول.

سترګې ډومارل: هاخوا دېخوا کتل، چشم چراني.

ګړنې او څرګندنې” محاورې او اصطلاحات” د مانا او جوړښت له مخې دغه لاندې نخښې لري:

۱- ثابت داخلي ترکيب چې ګډه يوه عمومي مانا او مفهوم څرګندوي، په اسمي او فعلي ترکيبونو کې يې اهميت يو شان دی.

۲- اصطلاحات د هغو توکونو څخه جوړېږي چې په دغه ثابت ترکيب کې خپله لغوي مانا له لاسه ورکوي، که چېرې د دغه ثابت ترکيب واحدونه بېل بېل مانا شي نو خپله ټاکلې فرازيالوژيکي” اصطلاحي” مانا له لاسه ورکوي.

 ۳- د ترکيبونو د عناصرو څخه عمومي مانا لاس‌ته راځي يعني ټول ترکيب د يوه واحد مفهوم په توګه مانا ورکوي.

۴- په فرازيالوژيکي واحدونو کې ځينې محاورې او متلونه هم راتلای شي او همدارنګه د ليکوالو او پوهانو غوړه ويناوې هم شاملي دي.

۵- دغه ډول اصطلاحات ” ترکيبونه” ټکي په ټکي نه ترجمه کېږي.

۶- هره ژبه خاص او جلا اصطلاحات لري( زېور، ۱۳۸۹: ۷۳).

خو پوهاند مجاور احمد زيار د ګړنو، څرګندنو درې‌ګونې پېژندنښې دا وړ راپېژني:

۱- غونډيزوالی: داسې چې يو غونډ”عبارت” وي، نه يوستوي، بېلښتي يا تړښتي وييونه، که څه هم بدله يا مجازي مانا ولري.

 ۲- جوتوالی: داسې چې له جوليز-پښوييز او مانا پلوه ناشننوړ وي؛ هرگوره، ←نوموالې هغه د دغو درو واړو اړخو له مخې جوتې وي، خو ←کړوالې د نوموالو په پرتله له ډېرو ارتو برتو اوړوني “گرداني”  بڼوسره  له پوښتنې سره مخامخېږي او په ښکاره يوازې د پښوييز چار “نقش”  له پلوه د جوتوالي آر و آړ “اصل و شرط” را خپلولای شي؛ خو که ورته ښه ځير شو، د يوه يوازېني کړ بېلابېلې گرداني بڼې د هماغه يواز ېني کړن  ښکارندويي کوي او په دې توگه يې د جاج و مانا له پلوه  د مانيز جوتوالي دفاع هم کېدای شي. دويمه پېږندنښه يې د مرکزی يا چورليزو”محوري” توکو”نوم او کړ” جوتوالی او نه ځايناستوالی دی، يانې، بل ناهممانيز نوم ياکړ يې ځايناستی کېدای نه شي. د ساري په توگه،که “سرغړو” پر”سرخوړل، سرټکول، سرټيټول” واړول شي او يا يې د “سر” پر ځای يو بل نوم “لاس، غوږ، خوله،.زړه…” ځايناستی کړو، ښايي، گړنيزه يا څرگنديزه ځانگړتيا له لاسه ورکړي  او ياهم بېلابېلې گړنې اوڅرگندنې را منځته کاندې.

۳- بدلمانيزوالی: د گړنې- څرگندنې درېيمه پېژندنښه بلل کېږي، داسې چې اړوند غونډ” عبارت” بايد د سيده وييزې “لغوي” مانا پرځای يوه ناسيده يا بدله مانا وښندي، لکه مجازي،  تشبيهي، استعاري،کنايي، تشخيصي (Personi-ficational)،انطاقي (Animational)او سېمبوليکه مانا ولري(زيار، ۱۳۹۸:).

ګړنې او څرګندنې چې محاورې يې هم بولي، په شعر و نثر کې د نوښتګرو شاعرانو او ليکوالو له خوا کارېږي، کله چې کومه ګړنه يا څرګندنه په شعر کې راغبرګه شي، د کلام خوند يو په دوه شي. په شعر و نثر کې د محاورو او اصطلاحاتو کارونه د شاعر و ليکوال له ولس سره پر نژدې‌والي دلالت کوي، مخاطبين بيا همداسې آثار ژر قبلوي، ځکه پردي نه ورته اېسي.

ګړنې او څرګندنې له نحوي و صرفي ترکيبونو، عبارتونو او فقرو سره توپير لري، دا ټول ياد شوي توکي د خبرو په جريان يا ليکنه کې چې کله وکارول شي، لومړنۍ او ظاهري مانا ورڅخه اخيستل پکار دي خو ګړنې او څرګندنې چې کله په خبرو يا ليکنه کې وکارول شي، مخاطب بايد دويمه يا مقصوده مانا ورڅخه واخلي، نه ظاهري او لومړنۍ مانا. په پښتو غونډله‌پوهه کې لولو: په ژبه کې دغه ډول ترکيبونه ځانته جلا او بېل خصوصيات او ځانګړتياوې لري او پر همدې اساس دا اصطلاحات له نحوي ترکيبونو څخه بېلېږي او فرازيولوژيکي ترکيبونو او اصطلاحاتو په نامه يادېږي(الکوزی او شېرزاد، ۱۳۸۹: ۹۹).

گړنې او څرګندنې د عام ولس په ژبه کې ډېرې کارېږي، هغوی ته عادي شوې وي، د څرګندنو مجازي مانا ته لوستونکی او اورېدونکی ژر رسېدی شي خو د ګړنو هغې ته بيا له لږ مکث وروسته. ګړنې او څرګندنې چې په شعر و هنري نثر کې راغبرګې شي، د شعر و نثر خوند ورسره اضافه کېږي، د ځينو ليکوالو او شاعرانو خو همدا د سبک ځانګړنه وي چې ګړنې او څرګندنې ډېرې کاروي. عام ولس يې ګومان نه کوم چې د کلام د ښکلا په پار کاروي، ممکن د وخت د سپما لپاره ګړنو او څرګندنو ته پناه يوسي.

ګړنه او څرګندنه له متل سره توپير لري، متل ډېری وخت يوه پوره جمله وي، خو ګړنه او څرګندنه د څو مانيزو لغتونو ټولګه يا يو غونډ وي، ګړنې او څرګندنې له متل سره دا توپير لري چې يو څوک متل په دې موخه کاروي، چې خپله خبره پر مقابل کس ومني او د خپلې خبرې د تضمين لپاره يې هم کاروي. ممکن ګړنې او څرګندنې د پخوانيو متلونو او وراشو نچوړلې بڼې وي.

متلونه د مثال په راوړو سره يوه مفکوره توضيح کوي خو ګړنه د خبرې د تضمين لپاره نه، بلکې مرکزي هسته او محوري برخه پخپله ګړنه وي، د جملې مانا د ګړنې پر محور راڅرخي، له متله لومړنۍ خو له ګړنې دويمه مانا اخيستل پکار دي. متلونه معمولا يو هدف يا مفکوره د مثال په راولو سره توضيح کوي او عمده وضيفه يې “توضيحي” ده، نه علمي استدلال( روهي، ۱۳۸۶: ۱۱۹).

دوکتور زيار د متل او ګړنې په هکله وايي:

له ژبرغاونیز (پښوییز یا ګرامري) پلوه یې له ګړنو سره توپیر دادی چې ګړنې له غونډله‌ییزو “جملوي” ټوکونو څخه ګڼل کېږي او متلونه له سیده وینا ټوکونو “اجزاوو” څخه. مانا دا چې یو متل د یوې ساده یووستوې او یا هم دوو غبرګړ غونډلو بڼه لري (زیار، ۱۳۸۴: ۴۳۶).

ګړنې او څرګندنې لکه څنګه چې مو مخکې وويل په لرغونو وختونو کې د ولس د افرادو ادبي او مجازي ژبې ته د تمايل نخښې دي، چې په ډېر تکرار سره عادي شوې دي، د خبرو په جريان کې د مخاطب پاملرنه دېره نه را جلبوي خو کله چې تر شعر و هنري نثره را ورسېږي، بيا نو لکه يو شعري تصوير هومره خوند لرلای شي. دوکتور ښکلی ګړنې مړې استعارې نوموي، نوموړی ليکي: ګړنې، متلونه او کليشه شوي عبارتونه چې د ډېرې کارونې له امله د عادي کلمو غوندې شوي، چې مانا يې په قاموسونو کې هم موندلاى شو، په مړو استعارو کې شمېرل کېږي، چې د نورو استعارو غوندې د انساني ادراک مهمې وسيلې دي. دا استعارې د سيستم برخه نه دي، بلکې په مجرده توګه کارېږي( ښکلی، ۱۳۹۸: ۵۴).

ټول علوم له يو بل سره اړيکي لري، هيڅ کومه پديده په مجرده او مطلقه توګه د څېړنې وړ نه ده، ګرامر له بلاغي علومو او بلاغي علوم له نورو ټولنيزو علومو سره راکړه ورکړه لري، ادبيات بيا د مجازي ماناوو ميدان دی،  ګړنې او څرګندنې د ګرامر له رويه په فرازيولوژي کې د مطالعې وړ دي، ګړنې او څرګندنې د معاني له اړخه هم د څېړنې وړ دي، د استاد سيروس شميسا په وينا معاني د ګرامري قواعدو معنوي بحث دی، په معاني کې د هغو جملو په باره کې بحث کېږي، چې پرته له لفظي قرينې څخه  پخپله ظاهري مانا کې کار شوې نه وي. ګړنې او څرګندنې هم هغه غونډونه او فقرې دي چې ظاهري مانا ورڅخه مراد نه وي، بلکې دويمه مانا ورڅخه اخيستل پکار دي، په ګړنو او څرګندنو کې هم کومه لفظي قرينه شتون نه لري چې د مخاطب ذهن له ظاهري مانا څخه ثانوي” دويمې” مانا ته منصرف کړي.

ګړنې او څرګندنې چې ډېری يې د ولس تر منځ د کنايو په شکل کارېږي، د ولس په ژبه کې شته وي، د ولس په مزاج پوه شاعران و ليکوال همدغه ګړنې او څرګندنې تر شعر و نثره پورې راولي، کلام پرې مخيل، تصويري او ښايسته کېږي. کله چې همدغه ګړني او څرګندنې د جملو برخه ګرځي، زياتره وخت کنايې رغوي، لکه: تلې شنې کېدل:  له مړه کېدلو څخه کنايه ده، مثلاً:  تلې دې شنې شه!. د تلو شين‌والی د مړي له لوازمو څخه دي او مراد ورڅخه مړه کېدل دي، دې ډول کنايې ته له موصوف څخه کنايه ويلی شو.

آيا ګړنې او څرګندنې له کنايو سره توپير لري که نه؟

کنايه څه ده؟ کنايه له لغوي پلوه له “کنی” څخه رغېدلې چې له ګرامري پلوه يو مصدر دی، په لغت کې د ” پوښلي او پټ” مانا ورکوي، کنيت او کنوت په ډاګه د يوه مطلب بيانول دي. کنايه په اصطلاح کې د خبرو کولو هغه ډول دی چې اورېدونکی مستقيما له مانا سره مخامخ نه شي، بلکې لومړی يوه مانا او ورپسې د هغه کلام دويمه مانا او هغه مقصوده مانا ورڅخه تر لاسه شي چې د ويناوال هدف وي( يون، ۱۳۹۴: ۹۰). د کنايې دوه اړخونه ” مکنيه‌به” او ” مکنيه‌عنه” بلل کېږي، مکنيه‌به د کنايې ظاهر ته وايي، يعني له کومو کليماتو چې کنايه جوړه شوې ده او مکنيه‌عنه د کنايې باطن ته وايي، يعني له کوم څه څخه چې کنايه کېږي( درمل، ۱۳۹۷: ۱۳۲).

کله چې دوه تنه سره بحث کوي، هغه يو ووايی: “دوه کميسه مې تر تا ډېر زاړه کړي دي” که د دې عبارت ظاهر ته وګورو يو مفهوم او که د دې عبارت لوازمو ته دقت وکړو، بل مفهوم افاده کوي. په دې عبارت کې لازم دا دی چې دوه کميسه مې تر تا ډېر زاړه کړي دي، نو تر تا مشر يم، چې تر تا مشر يم، ډېره تجربه هم لرم؛ نو تر تا زيات فهم او درک هم لرم، نو د بحث په موضوع کې پر حقه يم( کدکني، ۱۳۵۸: ۲۲).

کنايه هغه ترکيب يا جمله ده، چې د ويونکي موخه ترې د هغې ظاهري مانا نه وي، بلکې باطني مانا ترې مراد وي، خو بغير له کومې ښکاره قرينې و صارفې څخه؛ نو کنايه د يوه مطلب ذکر کول او بل مطلب و مانا اخيستل دي چې دا د مانا انتقال يا بل مطلب اخيستل د لازم و ملزوم له طريقه يا برعکس صورت نيسي. لکه څنګه چې د کنايې په تعريف کې ويلی شو چې د يوې جملې يا ترکيب راوړل دي چې د ظاهري مانا پر ځای مراد يو له لوازمو د هغې مانا وي. الفاظو او ظاهري مانا ته مکني‌به او مقصودې مانا ته مکنيه‌عنه وايي. مثلاً په دې جمله کې: د پلانکي د کور ور تل خلاص وي. مراد ترې دا دی چې هغه شخص سخي او مېلمه‌پال دی، ځکه د مېلمه‌پالنې له لوازمو څخه يو دا دی چې د سخي سړي ور تل د مېلمنو او خلکو پر مخ خلاص وي، د وره خلاص‌والی مکنيه‌به او مېلمه‌پالنه مکنيه‌عنه بلل کېږي( شميسا،۱۳۸۳: ۹۳).

کنايه د مکنه‌عنه له مخې پر درېيو ډولونو وېشلی شو:

۱- له موصوف څخه کنايه

۲- له صفت څخه کنايه.

۳- له فعل يا مصدر څخه کنايه.

کنايه به يا بعيده” لرې” وي يا قريبه “نژدې”، قريبه هغه ده، چې د لازم و ملزوم تر منځ اړيکه ژر ذهن ته راشي خو که دا اړيکي ژر ذهن ته را نه‌شي، بعيده کنايه بلل کېږي.

د ښکاره‌والي او پټ‌والي له مخې کنايه پر څلور ډوله ده:

۱- ايماء: هغه کنايه ده چې د ظاهري او مقصودې مانا تر منځ اړيکه ښکاره او واسطې لږې وي.

۲- تلويح: هغه کنايه ده چې د لازم و ملزوم تر منځ واسطې ډېرې وي. لکه: کثير الرماد.

۳- رمز: په دې ډول کنايه کې هغه واسطې چې زموږ ذهن له ظاهري مانا مقصودي او پټې مانا ته لېږدوي، پټې وي يا نه شو کولای هماغې واسطې ومومو؛ نو ځکه له ظاهري مانا پټې مقصودې مانا ته سفر سخت او کله نا کله ناممکن وي.

۴- تعريض: تعريض هغې کنايې ته ويل کېږي چې د دوو کسو تر منځ کارېږي، ممکن د نورو لپاره کنايه حساب نه شي. تعريضي کنايې ته په پښتو کې “غوږوهلې خبرې” هم ويل شو، مثلاً: پلانکي په غوږ ووهلم، يعني داسې خبرې يې راته وکړې چې زما لپاره تعريضي کنايه وه.

ځينې ګړنې او څرګندنې په يوه ځانګړې جغرافيه پسې مربوطې وي، که يې د بلې سيمې کوم څوک واوري، په مانا به يې پوه نه شي، د داسې ګړنو تر شا لکه متل يوه کيسه پرته وي، چا ته چې هماغې کيسه معلومه نه وي، نو طبعا پر ګړنه به پوه نه شي. زموږ د سيمې يوه ګړنه ده: شپېلکې يې سر ته وختل. دا ګړنه هغه وخت کارېږي چې کوم څوک له چا پوښتنه وکړي، چې څنګه سږ کال دې په مالونو ” څلوربولو” کې ګټه وکړه؟

هغه کس چې ډېره ګټه يې نه وي کړې، ممکن ورته ووايي: يه! شپېلکي يې سرته وختل.

د دې ګړنې تر شا يوه کيسه پرته ده، زموږ په سيمه کې يو څوک و، مږان يې د ګټې لپاره کړي وو، کله چې منی شو، پسونه ارزانه شول او ده چې خرڅول ګټه يې پکې ونه کړه، تقريبا پخپل سر يې خرڅ کړل. چا پوښتنه ځنې کړې وه، چې کاکا څنګه په مالونو کې دې وګټلې؟

ده د زړه له درده ورته ويلي و، چې هو! شپېلکي يې سر ته وختل. يانې پيسې خو مې پکې ونه ګټلې، يوازې هغه وخت چې به مې اوبول او شپېلک به مې ورته واهه، هماغه يې ګټه شوه، نور سر پر سر خرڅ شول. همدې ته ورته ګړنه استاد زيار هم پخپل کتاب ” ګړنې او څرګندنې” کې راخيستې ده، چې غالبا د تګاب په سيمه پورې به مربوطه وي: داسې بېلگې چې متلونه پر لنډکيو يا مونډيو غونډلو اوړي او هغه بيا له لا زيا تې نچوړتيا سره پر گړنو يا څرگندنو، ښايسته ډېرې نومېرلای او موندلای شو: “دايې هم په انارو” متل چې د بې‌‌دانه اناروله پلوه يې له نوموړې سيمې”تگاوه”  سر چينه اخېستې ده: يوچا پر انارو باندې په سود سلم پيسې اخېستې او نورې هم ترې غواړي، نو لنډ گنډ ورته وايي” دايې هم پر انارو” او په دې ډول يو متل او هممهاله يوه څرگندنه را منځته کوي او راروسته د نورو ويونکيو لپاره پر بشپړه گړنه اوړي. “سل پر لالي پور، دايې هم پر بنگړو” هم همداسې درواخله  (زيار، ۱۳۹۸:).

اوس به دلته ځينې ګړنې او څرګندنې راوړو چې ډېری يې کنايي ماناوې لري او زياتره يې له فعل يا مصدر څخه کنايې او يا هم ايما‌ء کنايې دي:

۱ ـ په مردارو اوبو کې درېدل: بانې لټول، مثلاً: خیبر په مردارو اوبو کې ولاړ دی، پرېږده یې، خبره مه ورسره شاربه.

۲- ښه خوله نه وهل: د چا بدي بیانول، مثلاً: اڅک ښه خوله نه ځنې وهله.

۳- په سړو اوبو کې خولې کېدل: له غوسې کنایه ده. مثلاً: اجمل ته په سړو اوبو کې خولې شوم.

۴- په هګۍ کې چوڼېدل: له هوښیاري کنایه ده. مثلاً: ځیرک په هګۍ کې چوڼېدلی دی.

۵- په پخو وریجو کې د اوبو تویېدل: د توقع خلاف کار رامنځته کېدل، غیر مترقبه پېښه منځته راتلل. مثلاً: ستا په راتګ د زمرک په پخو وريجو کې اوبه توی شوې.

۶- مږ مږ کېدل: خوټېدل، جوش خوړل، ژړا ته بانه لټول، مثلاً: څه مږ مږ کېږې؟

۷- شا پر شمزۍ کېدل: دوه‌زړي‌توب، زړه نازړه کېدل، وړاندې وروسته کېدل، مثلاً: شا پر شمزۍ مه کېږه.

۸- شا سپېرېدل: له ناکامېدلو څخه کنايه ده، مثلاً چاته دعا کوو:  شا دې مه شه سپېره! د غېږې نيونې دود پخوانی دی، کله چې به کوم پهلوان د بل ملا ځمکې ته ورسوله؛ نو لوبه به يې وګټله او د چا چې به ملا سپېره شوه، لوبه به يې بايللې وه. دې ډول کنايې ته هم تلويح ويلی شو.

۹- پردۍ ښوروا ته مړۍ وړول:  لکه د سوال اوبو ته د ژرندې ایښوول: څه پردۍ ښوروا ته دې وړه کړې ده.

۱۰- بوت منګی کېناستل:  چوپ او حیران دریان کېناستل. مثلاً: بوت منګی مه کښېنه.

۱۱ـ غوږ جنګول: له چا خبرې را ایستل. مثلاً، ته یو ځل غوږ ورسره وجنګوه.

۱۲ـ وړه وړه تويېدل: بې سېکه بې شیمې کېدل، خوب غالبېدل. مثلاً، ملالۍ وړه وړه تویه شوه.

۱۳ـ په پردي واده کې سپي په ډانګونو وهل: د هغه کار کول چې” را، در، ور” پسې مربوط نه وي، د شړمبو مچ کېدل.

۱۴ـ یو شي او یا کار ته غلی کېدل: فرصت ته په تمه کېدل، مثلاً: خيبر پلانکي کار ته غلی دی.

۱۵ـ پر کارغانو کوترې نیول: يو چاته داسې دنده ورسپارل چې وړ يې نه وي. مثلاً: خواځک پر کارغانو کوترې نيسي. کارغان کوترې نه شي نيولای، بلکې دا بازان دي چې کوترې ښکار کوي، نو خواځک دې پر خپل انتخاب، چې کوم کس يې د کوم کار د سرته رسولو لپاره ګومارلی دی، بيا ځلې غور وکړي.

۱۶ـ تر ډاله “ǝLāḍ” سوک ایستل: د راز په خبره خلک خبرول، پټه خبره ښکارول. مثلاً: تا نو تر ډاله سوک وايست. څوک چې راز نه شي ساتلی، زموږ خلک ورته بزه ډول “پرې، شکېدلی، سوری ډول” وايي.

۱۷ـ پر سر د غنمو نینې کېدل:  چاته غوسه راتلل .لکه: پر سر مې غنم ورته نینې شول. دلته د غوسې شدت ښوول شوی، يعني سر مې له ډېره کاوړه” غوسې” لکه توده تبۍ داسې سور شو، که د غنمو دانې پرې وپاشئ نو نينې به شي. په دې کنايې کې هم واسطې ګڼې دي، نو تلويح ورته ويلی شو.

۱۸ـ نر مچ پر پوزه نه پرېښوول: غرور لرل، د چا خبره پر سر نه اخیستل. مثلاً: امين پر پوزه نر مچ نه پرېږدي.

۱۹ـ ورږ مړه کېدل: سپینې تښتېدل، مثلاً: د محمود ورږ مړه دي، کار ته يې ګوتې نه ورځي.

۲۰ـ سترګې “را، ور، در” پټول: له دوکې ورکولو څخه کنايه ده. مثلاً: زما يې سترګې راپټې کړې او سودا مو وکړه.

۲۱ـ لویه لوټه ایښودل: ځان ته مغروره کېدل، لکه: پلانکي ځان ته لویه لوټه ایښې ده.

۲۲ـ سترګه نه ډکېدل: پر خپل مټ باور او تر نورو نظر‌تېري، مثلاً: د غیرت پر چا سترګه نه ډکېږي.

۲۳ـ سترګه سوځېدل: له وېرېدلو څخه کنايه ده، مثلاً: د پلانکي له موږ سترګه سوځي.

۲۴ـ تر خولې خوړېدل: له ډېر شتمن کېدلو څخه کنايه ده، مثلاً: غني تر خولې خوړېږي. هر لوښی چې تر مورګو پورې ډک شي، نور محتويات پکې نه ځايېږي، نو طبعا پر مورګو يې اوړي.

۲۵ـ پیلغو کېدل: ملګري کېدل، مثلاً:  دوی دواړه اوس سره پولغو دي. پولغو کېدل شراکت ته وايي، په پخوا وختونو کې به خلک پر غويو سره پولغو کېدل، دوه بزګران به وو، يو يو غويی به يې درلود نو سره پولغو به شول، يوه اونۍ به يوه کروندګر هغه بل ته خپل غوايی امانت ورکړل، يوه اونۍ به هغه بل بيا لومړنۍ بزګر ته يوه اونۍ خپل غوايی امانت ورکړ، په دې شکل به د دواړو ځمکې يوې شوې.

۲۶ـ تر یوې کونې خړل: د راز ملګري کېدل، مثلاً: دوی اوس تر یوه کونه سره خړي.

۲۷ـ پر ځان ګوته وهل: ځان جوړول، ځان ته توجه کول، مثلاً: حببب اوس پر ځان ګوته وهي.

۲۸ـ پر جېب لاس “را، در، ور” تېرول: له چا غلا کول، په دوکه له چا څخه ډېرې پیسې لاس ته راوړل، مثلاً: حشمت یې پر جېب لاس ور تېر کړ.

۲۹ـ پر سر لاس ور تېرول: پر چا رحم او شفقت کول، مهرباني کول.

۳۰ـ لمر ته په اوبو لیکل: یعني یو جنس له چا مفت وړل، مثلاً: څوک له چا یو شی په قرض وړي او ورته وایي: د لمر مخ ته یې پر سپین کاغذ پر اوبو ولیکه. يعني د اوبو رنګ سپين وي، نو چې پر سپين کاغذ څه پرې وليکې، نه مالومېږي نو چې ژر يې د لمر وړانګې هماغه ليک وچ کړي، بيا نو بېخي نه ښکارېږي. مطلب هيڅ ثبوت هم نه وي چې د قرض معامله شوې ده، يعني جنس مفت وړل شوی دی. دا ګړنه د تلويح کنايې ښه بېلګه ده.

۳۱ـ څوس کښل: آخوا دېخوا کتل، ځان ته د هر شي مالومات کول، مثلاً: څه څوس کاږې؟

۳۲ـ پر غولي کېدل/کول: د چا کور ته د ورتګ قانوني اجازه. مثلاً: نسيم يې په غولي کړ. يعني نسيم ته يې وروسته تر واده خسر دا اجازه د يو لړ مراسمو پر ترڅ کې ورکړه چې نور يې لکه د کورنۍ غړی داسې دی او اجازه لري چې پر غولي يې کښېني. د پر غولي کېدلو دود د قره باغ په خروټو کې شته.

۳۳ـ د یوبل سیوري په لوټو ویشتل: له بېزارۍ او نفرت څخه کنایه ده، لکه: احمد او محمود یو د بل سیوری په لوټو ولي. يعني دومره له يو او بل څخه بېزاره دي، چې حتی د يوه بل سيوري يې لا بد اېسي يا له سيورو سره لا د دښمنانو غوندې چلن کوي.

۳۴ـ پر اومو شیدو سوځېدل: د طبعې له نازکوالي څخه کنایه ده، لکه: ته بېخي پر اومو شیدو سوځې. يعني اومې شيدې تړمې غوندې وي، نو څنګه به د چا خوله پرې سوځي؟ هغه څوک چې پر اومو شيدو سوځي څومره به يې طبعه نازکه وي؟ دا نو د مبالغې وروستی حد دی.

۳۵ـ اسمان ته کتل: غرور کول، کبر کول، مثلاً: حمید بېخي اسمان ته ګوري. څوک چې اسمان ته ګوري، طبعاً لاندې کسان نه ويني، دا برخه مکنيه‌به او غرور کول او لاندې کسانو ته التفات نه کول مکنيه‌عنه بلل کېږي. له ظاهري مانا مقصودې هغې ته واسطې کمې دي نو ايماء يې بللی شو.

۳۶ـ تلې شنې کېدل:  له مړه کېدلو څخه کنايه ده، مثلاً: تلې دې شنې شه!. د تلو شين‌والی د مړي له لوازمو څخه دي او مراد ورڅخه مړه کېدل دي، دې ډول کنايې ته له موصوف څخه کنايه هم ويلی شو.

۳۷ـ تر پزې ډکېدل: له مړښته کنایه ده. غني ځان تر پزې ډک کړ.

۳۸ـ تر پزې رسېدل:  له بېزارۍ کنایه ده.  مثلاً: افغان کډوال د پولیسو له بد چلنده تر پزې را رسېدلي دي.

۳۹- تر سترګو الونيا کول: يو کار په سهي طريقه نه کولو ته وايي، مثلاً: څانګې! سم کار وکړه، تر سترګو يې مه الونيا کوه.

۴۰- د سوی سترګه خوړل. د خوب له تښتېدو کنایه ده. مثلاً: هوسۍ نن بیا د سوی سترګه خوړلې ده. د سوی” خرګوش” په اړه مشهوره ده، چې کم خوب کوي او په رڼو سترګو ويده وي، نو فرضا څوک چې د سوی سترګه وخوري، هماغه د کم‌خوبي خاصيت ورته را نقلېږي او خوب يې تښتي. دې ډول کنايې ته تلويح ويلی شو، ځکه چې له ظاهري مانا دويمې مانا ته د انتقال واسطې ګڼې دي.

دوو سترګو مې د سوی سترګه خوړلې

چربانګ شو دنياګۍ ټوله ويده ده

۴۱- له کاسې لاس ختل. له بېلېدو کنایه ده. مثلاً: د وروڼو چې له کاسې لاس سره وخېژي، لکه پردي داسې شي. په کومو ټولنو کې چې د کورنۍ سيستم موجود وي، د پلار و مور تر ژونده وروڼه سره ګډ ژوند کوي او ټول يو ځای ډوډۍ سره خوري.

۴۲- پړي شکول: له حماقت څخه کنایه ده، مثلاً: زرګل بیا پړی شکولی دی. پر پړي باندې حيوانات تړي او شوخ حيوانات پړي شلوي.

۴۳- لاس پر نامه درېدل: له احترام څخه کنایه ده، مثلاً: د کور لوی واړه لاس پر نامه ورته ولاړ دي.

۴۴-  لاس وینځل: له تمې شکېدلو کنایه ده. مثلاً: له جباره مو لاس وینځلي دي.

۴۵- تر خوږ ګوته نیول: د ضعف نقطه کښېکاږل، مثلاً: افغان کډوال د ولسمشر خوږ ګوته ده.

۴۶- سپوره خوړل: د مصارفو له کمولو يا شومتيا څخه کنایه ده، مثلاً: هیواد یې اوس سپوره خوري. سپور خوراک هغه وي چې غوړي کم پکې مصرف شي، نو چې تر ضرورت کم غوړي مصرف شي، غوړي وسپمېدل.

۴۷-  د خلکو پر خولو د پاستو هوارول: د خلکو د خولو بندول، مثلاً، پرېږده یې! د چا پر خولو به پاستي هوار کړې؟

۴۸- ګل کرل: بده خبره یا کار کول، مثلاً، سلیم بیا څه ګلان کرلي دي؟

۴۹- سخوندر پر بام تړل: خوار پر مراد کېدل، له ناديده‌توب څخه کنایه ده، مثلاً، جلیل دوی سخوندر پر بام تړي.

۵۰- بسیا کېدل: له واده کولو څخه کنایه ده. مثلاً، ښه شو، اباسين دې بسیا کړ. بسيا مېشتېدلو ته وايي، واده کول د مېشتېدلو له لوازمو څخه دي، دې ډول کنايې ته هم له موصوف څخه کنايه ويلی شو.

۵۱ ـ خاورې په خوله کېدل: په یو څه کې د ګټې پر ځای تاوان کول، لکه: د نسیم خاورې په خوله شوې.

۵۲ـ خوله بویول: له چا خبره را ایستل، پر مسئله د ځان پوهول، مثلاً: ته یې یو ځل خوله بوی کړه چې دی لا څه وایي؟

۵۳ـ جوړنګان ایستل: کله چې کوم کوچني  يا لوی ته د شوخۍ کولو اجازه ورکړل شي او هماغه کس افراط پکې وکړي؛ نو ورته وايي چې پلانکی بېخي جوړنګان باسي. خټکی، هندواڼه او بادرنګ جوړنګانو پسې راشنه کېږي، يو څوک چې له مېوو سره جوړنګ هم پرې کړي، د هوښيار کار به يې نه وي کړی، پالېزوان يوازې د مېوې د پرې کولو ورته ويلي وي او دی جوړنګان له بېخه ورسره وکاږي.

۵۴ـ له شګو د غوړیو ایستل: له خسيس‌والي څخه کنايه ده. مثلاً: پلانکی له شګو غوړي باسي. شګې سپورې وي، غوړي ترې ايستل محال کار دی، نو څوک چې له شګو غوړ باسي څومره به خسيس وي؟

۵۵ـ د لښتي دواړې “خواوې، غاړې” خوړل: له داسې پاليسي څخه کنايه ده، چې يو څوک غله ته وايي غلا کوه او څښتن ته وايي بيدار اوسه. مثلاً: محمود د لښتي دواړه خواوې خوري. يعني له دوو متخاصمو خواوو سره صميمي دی، خو چې هرې خواته ور شي، ځان دوست ورښيي او ځان د هغه بل طرف دښمن ور معرفي کوي.

۵۶ـ ترخې کښل: باټي ويشتل، لاپي وهل. مثلاً: پلانکي نن راته ډېرې ترخې وکښې.

۵۷ـ پښې اسمان ته نیول: کبر کول، غرور لرل، پلانکي پښې اسمان ته نيولې دي. اسمان د خلکو په عقيده کې مقدس دی، لوړ دی، نو څوک چې کبر و غرور لري، لکه د اسمان بې احترامي چې کوي.

۵۸ـ د دوو کسو تر منځ د تور سپي تېرېدل: له دښمنۍ، له بد اېسېدلو او تربګنۍ کولو څخه کنايه ده. د دې کنايې بنسټ پر دې کږنې ولاړ دی: تور سپی د ډېری پښتنو په نظر کې بد شګوم لري، د بدبختي لامل يې بولي؛ نو د چا تر منځ چې تور سپی تېر شي بد شګوم بلل کېږي.

۵۹ـ چاړه غوښه کېدل: له دښمن کېدلو څخه کنايه ده، مثلاً: جبار او ګلاب سره چاړه او غوښه دي. پر چاړه باندې غوښه ټوټه کېږي، لکه سره دښمنان چې وي. دې ډول کنايې ته ايما‌ء ويلی شو.

۶۰ـ پر نوکانو خېژول: د يو چا ډېر نازول، يو چا ته ډېر ناز ورکول. مثلاً: زرغونه خپله خواښې پر نوکانو خېژوي.

۶۱- پيڅې “را، در، ور” ټولول: له چا څخه کناره نيول، ځان ځنې راټولول. مثلاً: له اڅکه نورې پېڅي راټولې کړه، خلک ښه خوله نه ځنې وهي.

۶۲- خوله تلل: وارخطا کېدل، حيراندېدل. محمود چې ستا خبره واورېده، خوله يې ولاړه.

۶۳: د ژبې پر سر د وېښتو شنه کېدل: له ډېرو خبرو کولو څخه کنايه ده، چاته چې تل نصيحتونه کوې او تاثير نه پرې کوي، هماغه خرک وي او هماغه درک، مثلاً: پر ژبه مې وېښتان ورته راشنه شول، دی کله د چا خبره مني.

۶۴- خوله اسمان ته نيول: له ژړلو څخه کنايه ده، ځينې کوچنيان چې ژاړي، خوله اسمان ته نيسي. مثلاً: ده بيا خوله اسمان ته نيولې ده، يعني بيا ژاړي.

۶۵- سره يوه خوله کېدل: د دوو کسو پر يوه خبره اتفاق سره راتلل، مثلاً: دوی اوس سره يوه خوله دي.

۶۶- په سترګو کې “را، در، ور” ختل: يو څوک د چا د سترګو پر وړاندې کومه ګناه کوي، کله چې يې څوک رټي، دی منکر کېږي، وايي دا کار يا ګناه ما نه ده کړې نو مقابل کس ورته وايي: څومره بې‌شرمه يې په سترګو کې راخېژې.

۶۷- ځان له خپل ځان سره ږدول: له شومتيا څخه کنايه ده، مثلاً: عزيز ځان له ځان سره ايښی دی.

۶۸- د سترګو اوبه وتل: بې حيايي، بې‌شرمي. مثلاً: د پلانکي د سترګو اوبه وتلې دي، ډېر سپين‌سترګی دی.

۶۹- سترګې تورېدل: سر ګرځېدل، مثلاً: پر دېواله نه شم تلای، سترګې مې تورېږي.

۷۰- باران ورېدل او چاکونه پټېدل: يو چاته د هغه د تورې ماضي پيغور ورکول او وريادول. مثلاً: ده خو بيا اشامۍ تړلې ده، بارانونه وشول چاکونه پټ شول، دا دی د مرکې په سر کې ناست دی.

۷۱- نوک نيول: درېدل، توقف کول. مثلاً: لږ ورته نوک نيولی شوم، خو هغه رانغی. دا ګړنه بيا خوشال بابا په بل ډول يعني د “پښه نيول” په بڼه خوندي کړې ده. پښه نيول: درېدل، تګ نه کول.

په هيڅ رنګ به پرېښوه نه شي

چې ترې پښه مې ده نيولې

                           ( عامر، ۲۰۱۲: ۱۸)

۷۱- غوږ جنګول: حال معلومول، له چا څخه د خبرو او معلوماتو اخيستل. د بېلګې په توګه: ته يو ځل غوږ ورسره وجنګوه، چې دی لا څه وايي.

۷۲- سترګې ختل: انتظار کول. مثلاً: سترګې مې وختې، ته پسې څه شوې؟

۷۳- خوي”xawi” لګول: زيار ايستل، کوښښ کول. مثلا: شين‌ګل په ژوندوني خپل اولاد ته ډېرې خوي ولګولې، حتی خپل ايمان يې ورته ګرو کړ.

۷۴- تر ګوتو کول: لاسته راوړل.

۷۵- سترګې سره ورتلل: خوب راتلل. مثلاً: زما چې کله سترګې سره ورتلې، راويښ يې کړم.

۷۶- سرتوره کېدل: بې عزته کېدل. مثلا: ښځې چې بلې ښځې ته دعا کوي نو وايي: سرتوره مه شې!

۷۷- د بمبرو ځالې ته ګوتې وروړل: يو داسې څوک چېړل چې بدژبی وي، سپکې سپورې وايي يا ژر کاوړ ” غوسه” ورځي. اروا ښاد درد هم وايي:

مه چېړه بمبرې درده مه چېړه!

وينه ګوره هر څه خو غږېږه مه

۷۸- ګوتې څټل: ډوډۍ خوړل پای ته رسول. مثلا: ګوتې مو لا نه وې څټلې چې چای يې راووړ.

۷۹- شولې کرل: يو ځای يا يو ښار کې ډېر وخت تېرول، مثلا: تا هلته څه شولې کرلې دي چې نه راځې؟

۸۰- پل پونده نه ټينګېدل: يوه نه دوه کېدل، مثلا: د پلانکي پل پونده نه ټينګېږي.

۸۱- خری ” خيري” نيول: سرمايه پيدا کول، مثلا: ته ودر لږ خری ونيسم بيا به زوی بسيا کړم.

۸۲- خوله ښورول: له چا سره ژبه وهل، خوله وهل.

۸۳- پښې نه پرې ورتلل: د يو چا کور ته چې دې زړه نه ځي.

۸۴- زړه ږغول: متردد کېدل، مثلا: زړه ورته ږغوم چې ورشم که يه؟

۸۵- خپله کول: د خپلې خوښې کار يا خبره عملي کول، مثلا: پلانکی تل خپله کوي، د بل واله نه اوري.

۸۶- ورځ خطا کېدل: په غلطو لارو تلل، خپل ژوند بربادول، مثلا: د پلانکی خدای ورځ خطا کړه، کنه ښه سړی و.

۸۷- مچان شړل: بېکاره، مثلا: د پلانکي سودا نه کېږي، ټوله ورځ له ځانه مچان شړي.

۸۸- ساړه خوړل: صبر کول، مثلا: لږ يې ساړه خوره، خدای به هرڅه سم کړي.

۸۹- سره خوړل: جنګ او دعوای سره کول: دوی بيا سره خوړلي دي، نن يې مرکه وه.

۹۰- برېت تاوول: فخر کول. مثلا: پلانکي په زړه کلا کې د شپې اوبه لګولې دي، تر اوسه برېت تاووي.

۹۱- غوړ لستوڼی لرل: سرمايه او شتمني لرل، مثلا: د غني لستوڼی غوړ دی، په جومات کې يې ملا لا لياز ” لحاظ” کوي.

۹۲- تر ټولې دنيا ناړي راګرځول: د بل حق خوړل، حلاله او مرداره خوندي کول، مثلا: پلانکی تر ټولې دنيا ناړي راګرځوي.

۹۳- د پلار نيکه هډوکي خوړل: له پلار و نيکه څخه د ورپاتې شوې ځمکې له حاصلاتو استفاده کول.

۹۴- تر زړه لوېدل: په يو چا پسې زړه تړل، له ډېر ګرانښت څخه کنايه ده. مثلا: لمسی يې تر زړه لوېدلی دی، خپله د خولې ګوله ور نيموي.

۹۵- د خولې ګوله نيمول: له زړه سواندي څخه کنايه ده، مثلا: پلانکي د خولې ګوله ورسره نيموله خو ده پر ريڼه ډاګ پرېښود.

۹۶- خاورې ور په خوله کول: دوکه ورکول، له چا سره غلطي کول.

۹۷- مرداري هګي جنګول: په معاملاتو کې دوکه کول، مثلا: پلانکی مرداري هګۍ جنګوي، پام ورسره کوه هسې نه خاورې در په خوله کړي.

۹۸- ترنګ خوږېدل: سات تېرېدل، مثلا: د پلانکي د خسر کره ښه ترنګ خوږ دی.

۹۹- تر وېش په تالا خوشاله کېدل: بدي په روپو غوښتل، جنګ ته غيران ښورول، د اړ و دوړ غوښتل. د بېلګې په توګه: د پلانکي خبره مه منه، هغه خو تر وېش په تالا خوشاله دی.

۱۰۰- لاس سوری کېدل: تر اندازې زيات سخاوت، مثلا: غني بېخي لاس سوری دی، په لاس کې يې غيران نه ټينګېږي.

۱۰۱- الالا جوړول: بیړه کول. بیړې ته تشویقول، لکه: څه الالا دې راپسې جوړه ده.

۱۰۲- لاس نیول: خوراک بس کول، لکه: ولې دې لاس ونیو، دا تالۍ به خلاصوې.

۱۰۳- د بلا خولې ته ورکول: په غم اخته کول، لکه: د بلا خولې ته یې ورکړم او ده خپلې پیڅې ور ټولې کړې.

۱۰۴- پیڅي راټولول: له کوم چا یا کار څخه ځان کناره کول.

۱۰۵- پیڅي ټکوهل: ځان راټولول، لکه: پیڅې یې ټکوهلې ولاړ.

۱۰۶- زړه یخېدل: ینه یخېدل، د زړه له اخلاصه یو کار کول، لکه: پلانکی یې نن وواهه، ښه مې زړه پرې یخ شو.

۱۰۷- خوا سړېدل: زړه یخېدل، ینه یخېدل.

۱۰۸- خوا بدېدل: خفه کېدل.

۱۰۹- خوا ګرځېدل: تهوع.

۱۱۰- وانډې کېدل: دچا پر کور د مېلمنو اړول.

۱۱۱- زړه تشول: خواله کول، د زړه رازونه سره سپړل.

۱۱۲- د سر ګرولو ته نه وزګارېدل: له ډېرې بوختیا څخه کنایه ده.

۱۱۳- پښې رپول: له مړه کولو څخه کنایه ده خو ډېری وخت په وهلو کې د مبالغې لپاره کارېږي تر څو مقابل کس وپوهوې چې دومره به دې ووهم چې لکه حلال کړی څلوربولی پښې به راته ورپوې. لکه: په لاس به راشې، ولا به پښې راته ورپوې.

۱۱۴- پر یو څه یا شي سترګې سوځېدل: چې يو څه يا شي ته څوک ونه کتلای شي، مثلا: زما د پلار په موټر کې سپور و، سترګې مې پرې وسوځېدې.

۱۱۵- په خوله کې د سپي تړل: له بدې او تېرې ژبې څخه کنایه ده، پلانکي په خوله کې سپی تړلی دی، اېل یاغي ټول پرې داړي.

۱۱۶- سترګې ور اوښتل: نظر جلبول.

۱۱۷- په خوله پسې نښتل: جنګ او دعواوو ته رغبت لرل. لکه: څه بلا یې، لکه پیپړه په خوله پسې موښلې.

۱۱۸- تر سر نیول: د شک پر بنیاد پر چا باندې د کومې ګناه اقرار اخیستل او مقابل کس ته ځان داسې ښوول چې ګواکې زه درباندې خبر یم چې دا کار تا کړی دی. لکه: زما په ګومان غل همدی دی، ته یې تر سر ونیسه، مني یې.

۱۱۹- شعر خلاصېدل: له خوشالي څخه کنایه ده، لکه: نن دې ښه شعر خلاص دی یعني طبعه دې برابره ده. طوطي دې ګونګ نه دی لکه بلبل ږغېږې.

۱۲۰- له حلالو خلاصېدل: مفلس کېدل، له حلالو څخه هدف حلالې روپۍ دي، لکه: په واده مې دومره مصرف راغی ولا له حلالو یې خلاص کړم.

پايله

ګړنې او څرګندنې” محاورې او اصطلاحات” لکه متلونه، وجيزې، شفاهي ادبيات او تکيه‌کلامونه، د يوه ولس په ژبه او فولکلور کې موجودې پديدې دي، چې راغونډول او ثبتول يې د هماغې ژبې او فرهنګ له بډايينې سره مرسته کوي. ګړنې او څرګندنې د عام ولس ايجادات او پانګه ده، چې د متل غوندې يو نه اټکل کېدونکې تاريخ لري، موږ ته دا معلومه نه ده، چې څه وخت او چا به د لومړي ځل لپاره ګړنې او څرګندنې منځ‌ته راوړې وي. ګړنې او څرګندنې صيقل شوي يا نچوړ شوي متلونه دي، متل ډېری وخت ثابته جمله وي، خو ګړنې او څرګندنې غونډونه وي، نه غونډلې. ګړنې او څرګندنې د پخوانيو خلکو هماغه د ادبي ژبې د منځته راوړلو لومړنۍ هڅې دي، چې لوستونکی يا اورېدونکی بايد ترې دويمه، مجازي او مقصوده مانا واخلي، که ظاهري مانا ورڅخه واخلي، د خبرو په مفهوم پوهېدل به ورته ګران وي.  ګړنې او څرګندنې چې د کنايو په شکل کارول کېږي، په فولکلور او د لويو شاعرانو او ادبيانو په شعر و نثر کې تبارز کوي او شعر و نثر د ولس له ژبې سره نژدې کوي، شعر و نثر ته يې خوند و رنګ هم ورکوي. پاتې دې نه وي چې نوښتګر ليکوال و شاعران او ولس پخپله هم کنايې او ګړنې څرګندنې اوسمهال هم ايجادوي. محاورې او اصطلاحات هغه ثابت ترکيبونه دي، چې د خبرو په بهير کې د پخو خښتو غوندې تيار جوړ شوي د خبرو په دېوال کې اېښودل کېږي او مخاطب بايد ورنه دويمه مانا واخلي، نه ظاهري مانا. د ژبې دا برخه کټ مټ يا ټکي په ټکي نه ژباړل کېږي، ژباړن کولی شي د لومړۍ ژبې د ګړنو او څرګندنو لپاره په دويمه ژبه کې انډول ګړنې او څرګندنې پيدا کړي. ګړنې او څرګندنې چې ډېری يې کنايي و مجازي مانا لري، بغير له کومې لفظي قرينې څخه په دويمه يانې مجازي مانا کارول کېږي، نه په ظاهري مانا. اوس تمايل دا دی چې ګړنې او څرګندنې د فرازيالوژۍ په څانګه کې وڅېړل شي خو د معاني، لغت‌پوهنې او نحوې له اړخه هم د مطالعې مورد لري، ځکه په معانې کې پر هغو جملو بحث کېږي، چې بغير له کومې لفظې قرينې و صارفې پخپله ظاهري مانا کې نه استعمالېږي، بلکې ثانوي مانا ترې مراد وي، خو دا مو بايد په ياد وي، چې ګړنې او څرګندنې د جملو برخه ګرځي، خپلواکې جملې نه وي. په دې مقاله کې راغلې ګړنې او څرګندنې چې ډېری يې په ولس کې د کنايو په شکل کارېږي، ټولې له اولس څخه راټولې شوي دي، ممکن ځينو به يې تر ليکني ادب هم لاره موندلې وي، خو ډېری يې نوې نوزې دي.

اخځليک

  1. الکوزی، جانداد او شېرزاد، محمد آقا. (۱۳۸۹). پښتو غونډله‌پوهه. دويم چاپ. پېښور: ميهن خپرندويه ټولنه.
  2. درمل، احسان الله. ( ۱۳۹۷). شعرستان. کابل: سروش خپرندويه ټولنه.
  3. روهي، محمد صديق. ( ۱۳۸۶). ادبي څېړنې. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  4. زيار، مجاور احمد. ( ۱۳۸۴). پښتو پښويه. درېيم چاپ، پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  5. زیار، مجاور احمد. (۱۳۸۴). د خوشال ادبي پښتو. پېښور: دانش خپرندویه ټولنه.
  6. ز‌يار، مجاور احمد. ( ۱۳۹۸). ګړنې او څرګندنې: http://www.dawatmedia24.com.
  7. زېور، زرغونه. ( ۱۳۸۹). پښتو نحو. درېيم چاپ. پېښور: ميهن خپرندويه ټولنه.
  8. شميسا، سيروس. ( ۱۳۸۳). بيان و معاني. اتم چاپ. تهران: انتشارات فردوس.
  9. شفيعي کدکني، محمد رضا. ( ۱۳۵۸). موسيقی شعر. چاپ نهم. تهران: انتشارات آګاه.
  10. ښکلی، اجمل. (۱۳۹۸). استعاره؛ د انسان د ادراک وسيله. وږمه درې مياشتنۍ مجله، دويمه دوره، دويمه ګڼه. کابل: کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځی د پښتو ادبياتو څانګه.
  11. عامر، عبدالکريم. ( ۲۰۱۲). محاورات خوشال. پېښور: دانش خپرندويه ټولنه.
  12. يون، محمد اسمعيل. ( ۱۳۹۴). کنايه او په کلام کې يې دريځ. کابل مياشتنۍ مجله، درېيمه دوره، نهمه ګڼه، ليندۍ مياشت. کابل: د علومو اکاډمي، د ژبو او ادبياتو مرکز.

يادونه: پورته ذکر شوې ګړنې او څرګندنې د دې کرښو د ليکوال په لهجه کې موجودې دي او د خبرو په جريان کې له خلکو څخه اورېدل شوې او ثبت شوې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب