پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهبلوچستان کې ۱۲ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

بلوچستان کې ۱۲ پاکستاني عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

تاند(سه شنبه، د جوزا ۱۱) بلوچستان کې پر پاکستاني عسکرو برید شوی چې له امله یې ۱۲ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې دغه مرګ ژوبله په دوو بېلو پېښو کې پاکستاني سرتېرو ته اوښتې ده.

ویل کېږي چې وسله والو لومړی د پاکستاني عسکرو پر یوه پوسته برید کړی دی او هلته یې څلور عسکر وژلي او شپږ نور یې ټپيان کړي دي.

همدا راز په بله پېښه کې دوه کسه نور هم ټپیان شوي دي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په دې اړه غبرګون ښودلی دی او دغه پېښه یې په کلکو ټکو غندلې ده.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د پروین فیض زاده ملال یوه خاطره او دوه عکسونه

لیکنه: ظاهرجان څرک د پروين فيض زاده سره زه د ډېره وخته پيژنم واقعاً د ښه استعداد خاونده ده، زه او دا سره همزولی يو،...