Homeټولنیزد یمن د یوې ۳۰ کلنې غورځنګ کیسه؛ حوثیان څنګه ځواکمن شول؟

د یمن د یوې ۳۰ کلنې غورځنګ کیسه؛ حوثیان څنګه ځواکمن شول؟

تاند (سې شنبه، د وږي/ سنلې ۳۱ مه) نن سبا د حوثیانو نوم تر بل هر وخت ډېر له توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو، سره سمندر او باب‌المندب تنګي سره تړلی دی. خو هغه ډله چې اوس د منځني ختیځ له مهمو پوځي لوبغاړو څخه ګڼل کېږي، خپل فعالیت یې د سیمه‌ییز ځواک په توګه نه، بلکې د یمن په شمالي غرونو کې د یوه سیمه‌ییز او مذهبي غورځنګ په توګه پیل کړی و.

حوثیان چې خپل نوم یې له حوثي کورنۍ اخیستی او د «انصارالله» په نوم هم پېژندل کېږي، په ۱۹۸۰یمه لسیزه کې د یمن په شمال‌لوېدیځ کې د زیدي مسلمانانو ترمنځ رامنځته شول. زیدیه د شیعه مذهب یوه څانګه ده چې د یمن د شمالي سیمو د وګړو یوه مهمه برخه جوړوي.

د دې غورځنګ لومړنی هدف د زیدي هویت او دودونو بیا راژوندي کول او د هغه څه پر وړاندې مبارزه وه چې غړو یې په خپلو سیمو کې د بهرني نفوذ او د سلفي جریانونو پراختیا بلله.

په هغه وخت کې د حوثیانو د نن ورځې پوځي ځواک هېڅ نښه نه وه. خو وروسته یو مهم بدلون رامنځته شو او دا غورځنګ ورو ورو له مذهبي او ټولنیزو فعالیتونو څخه پر یوه سیاسي او وسله‌وال ځواک بدل شو.

هغو جګړو چې حوثیان یې لا پیاوړي کړل

په ۲۰۰۴ کال کې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح حکومت هڅه وکړه چې د غورځنګ یو له مهمو مشرانو حسین بدرالدین حوثي ونیسي. دا اقدام په وسله‌وال پاڅون بدل شو او حسین حوثي هماغه کال ووژل شو.

خو د غورځنګ د مشر وژل کېدو د هغه د پای سبب نه شو. برعکس، عبدالملک حوثي د ډلې مشري پر غاړه واخیسته او حوثیان له یمني پوځ سره د یو لړ جګړو ډګر ته داخل شول.

د ۲۰۰۴ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ د صعدې په ولایت کې د حکومت او حوثیانو ترمنځ شپږ پړاوونه جګړې وشوې. که څه هم دغو جګړو حوثیانو ته درانه زیانونه واړول، خو په ورته وخت کې یې د هغوی پوځي تجربه، تنظیم او جګړه‌ییز توان هم زیات کړ.

د دې دورې تر پایه حوثیان په صعده او شاوخوا سیمو کې په عملي توګه پر یوه مهم ځواک بدل شوي وو.

عربي پسرلی؛ هغه فرصت چې د ځواک انډول یې بدل کړ

په ۲۰۱۱ کال کې په یمن کې هر څه بدل شول. د علي عبدالله صالح د ۳۳ کلنې واکمنۍ پر ضد پراخو اعتراضونو بالاخره د هغه د واک پرېښودو ته لاره هواره کړه او عبدربه منصور هادي یې ځای ناستی شو.

خو د واک لېږد ونه توانېد چې د یمن سیاسي او اقتصادي بحران حل کړي. پوځ او حکومتي ادارې له دننه له وېش سره مخ وې او بېلابېلو ډلو د لا ډېر واک لپاره سیالي کوله.

حوثیانو هم له دې تشې ګټه واخیسته او د هېواد په شمال کې له خپلې دودیزې اډې څخه یې خپل نفوذ پراخ کړ.

د نوي حکومت له مهمو ستونزو څخه یوه دا وه چې د سیاسي لېږد او د حکومت د جوړښت د بیا تنظیم بهیر یې سم مدیریت نه شو کړای. د یمن د فدرالي کېدو پر طرحې اختلاف هم حوثیان لا زیات له حکومت سره مخامخ کړل.

د پرون دښمن، د نن متحد

د حوثیانو د ځواکمنېدو په کیسه کې ښايي یوه له تر ټولو عجیبه برخو څخه له هغه چا سره د هغوی لنډمهاله ائتلاف وي چې کلونه یې ورسره جګړه کړې وه: علي عبدالله صالح.

صالح له ولسمشرۍ وروسته هم په یمن کې د خپلو پلویانو، پوځي ځواکونو او سیاسي څېرو پراخه شبکه درلوده. هغه او حوثیانو ګډ دښمنان پیدا کړي وو او دواړه د هادي له حکومت او د اصلاح ګوند له سیاستونو ناراضي وو؛ اصلاح ګوند د حوثیانو له مهمو سیاسي سیالانو څخه و.

په همدې دلیل، پخواني دښمنان په تاکتیکي توګه یو بل ته نږدې شول.

دغه ائتلاف د حوثیانو لپاره ډېر مهم و، ځکه د صالح د پوځ او حکومتي ادارو شبکو له هغوی سره مرسته وکړه چې په ۲۰۱۴ کال کې په لږ مقاومت سره صنعا ته داخل شي.

د صنعا سقوط؛ د حوثیانو عروج

د ۲۰۱۴ کال په جولای کې حوثیانو د صنعا په شمال کې د عمران ولایت کنټرول ترلاسه کړ. څو میاشتې وروسته، د سپټمبر په میاشت کې، د هغوی ځواکونه پلازمېنې ته داخل شول.

د هادي حکومت ونه توانېد چې د حوثیانو مخه ونیسي او هغوی د صنعا مهمې برخې او حکومتي ادارې تر خپل کنټرول لاندې راوستې.

د ۲۰۱۵ کال په جنورۍ کې حوثیانو د ولسمشرۍ ماڼۍ هم ونیوله او پر هادي فشارونه زیات شول. هغه بالاخره عدن او وروسته سعودي عربستان ته ولاړ.

په دې توګه هغه غورځنګ چې له دوو لسیزو کمه موده مخکې د یمن په شمال کې یوه سیمه‌ییزه مذهبي ډله وه، په عملي توګه په پلازمېنه او د هېواد په لویه برخه کې پر واکمن ځواک بدل شو.

سعودي عربستان جګړې ته داخل شو

د حوثیانو ځواکمنېدو ریاض، په ځانګړې توګه د دواړو هېوادونو د ګډې پولې او د سعودي خاورې ته د حوثیانو تر کنټرول لاندې سیمو د نږدېوالي له امله، سخت اندېښمن کړ.

سعودي عربستان د ۲۰۱۵ کال په مارچ کې پوځي ائتلاف جوړ کړ او د یمن د حکومت د ملاتړ لپاره جګړې ته داخل شو. خو د سعودي پوځي مداخلې ونه شو کولای چې حوثیان له صنعا وباسي.

جګړې کلونه دوام وکړ. که څه هم حوثیانو درانه زیانونه ولیدل، خو د خپلې ولکې ډېره برخه یې وساتله. له ۲۰۲۲ کال وروسته د جګړې اصلي کرښې د یوې مودې لپاره تر ډېره کنګل شوې.

ایران څه رول درلود؟

حوثیان د ایران له خوا نه وو جوړ شوي، خو د کلونو په تېرېدو د تهران ملاتړ له هغوی سره زیات شو. دغه ملاتړ د وسلو لېږد، روزنې او استخباراتي او پوځي مرستو په ګډون و او حوثیانو ته یې زمینه برابره کړه چې خپل توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو توان پراخ کړي.

له همدې امله، حوثیانو ته د ایران د «نیابتي ځواک» په توګه کتل هم د بحث وړ موضوع ده. ډېر شنونکي هغوی د ایران متحد یا غیررسمي شریک بولي. هغوی له تهران سره ډېر ګډ منافع لري، خو په ورته وخت کې خپلواک هدفونه او پرېکړې هم تعقیبوي.

خو د وروستیو ورځو پرمختګونه ښيي چې د ایران ملاتړي رول یوازې تېر وخت پورې محدود نه دی. رویټرز د سپټمبر په ۱۰مه په یوه راپور کې د یمني، ایراني او سیمه‌ییزو سرچینو په حواله ادعا کړې چې د سپاه پاسداران ځواکونه د سره سمندر پر ساحلونو د حوثیانو د وروستیو عملیاتو په لارښوونه کې مستقیم رول لري. تهران که څه هم حوثیان خپل متحدان ګڼي، خو په ښکاره ډول د هغوی پوځي لارښوونه ردوي.

د یمن له کورنۍ جګړې څخه تر هغه ځواک پورې چې د نړۍ سوداګري ګواښي

د ۲۰۲۳ کال د غزې له جګړې وروسته د حوثیانو په دریځ کې یو بل ستر بدلون راغی.

حوثیانو په سره سمندر کې پر سوداګریزو بېړیو د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه پیل کړل او ویې ویل چې دا اقدامات د فلسطینیانو په ملاتړ ترسره کېږي.

د هغوی جغرافیایي موقعیت د دغو بریدونو اهمیت څو برابره کړ. حوثیان د سره سمندر د ساحل په یوه برخه کې او باب‌المندب تنګي ته نږدې ځای پر ځای دي؛ دا تنګی سره سمندر له عدن خلیج سره نښلوي او د نړۍ د سوداګرۍ له مهمو سمندري لارو څخه دی.

په دې توګه حوثیان نور یوازې د یمن په کورنۍ جګړه کې یوه ډله نه وه، بلکې پر داسې ځواک بدل شول چې د نړۍ په سوداګرۍ او انرژۍ کې د ګډوډۍ رامنځته کولو توان لري.

ولې حوثیان لا هم ځواکمن دي؟

حوثیان د یمن په شمال کې له یوه واقعي ټولنیز او مذهبي ملاتړ څخه برخمن دي، د چریکي جګړو اوږده تجربه لري او د جګړې په اوږدو کې یې خپل پوځي توان پراخ کړی دی. له بلې خوا، د هغوی سیالان هم څو ځله له اختلافاتو او وېش سره مخ شوي دي.

په مقابل کې، د ایران ملاتړ هغوی ته د توغندیو، بې‌پیلوټه الوتکو، روزنې او معلوماتو لا زیات لاسرسی ورکړی دی.

له بلې خوا، د کلونو هوايي جګړو او محاصرې هم ونه شو کولای چې د دې ډلې جوړښت له منځه یوسي. د هغوی د پوځي ځواک یوه لویه برخه په غرنیو سیمو او د پټو زېربناوو په یوه شبکه کې ساتل شوې ده.

حوثیان په ۲۰۲۶ کال کې؛ د پراخېدونکي ځواک په توګه؟

د وروستیو ورځو پرمختګونو یو ځل بیا وښودله چې ولې حوثیان لا هم د منځني ختیځ له مهمو لوبغاړو څخه دي.

د راپور له مخې، د ۲۰۲۶ کال په سپټمبر کې حوثي ځواکونو د سره سمندر د ساحل په اوږدو کې په چټک پرمختګ سره د «مخا» بندري ښار ونیو او وروسته یې د باب‌المندب تنګي په خوله کې د پریم ټاپو کنټرول هم ترلاسه کړ. د راپور په وینا، په دې توګه اوس په عملي ډول د باب‌المندب تنګي کنټرول د حوثیانو په لاس کې دی او هغوی د نړۍ پر یوه مهمه سمندري لاره واک لري.

دا پرمختګونه په داسې حال کې شوي چې له څو کلونو نسبي ارامۍ وروسته د حوثیانو او د سعودي عربستان د ملاتړ وړ ځواکونو ترمنځ جګړه بیا شدیده شوې ده. د بریتانیا د ولسي جرګې کتابتون هم په خپل وروستي راپور کې خبرداری ورکړی چې د شخړو زیاتوالی ښايي د یمن د یوې پراخې جګړې د بېرته پیل کېدو خطر زیات کړي.

له همدې امله، د حوثیانو د ځواکمنېدو کیسه یوازې د ایران د ملاتړ شوې ډلې کیسه نه شي بلل کېدای. دا د مذهبي او ټولنیزو وېشونو، د مرکزي حکومت د کمزورۍ، د کلونو جګړو، له ۲۰۱۱ وروسته د سیاسي جوړښت د ړنګېدو، د حوثیانو د سیالانو د تېروتنو، لنډمهاله ائتلافونو او په پای کې د بهرني ملاتړ د زیاتېدو ګډه پایله ده.

همدا ترکیب دی چې د یمن په شمال کې یې یوه سیمه‌ییزه ډله په داسې ځواک بدله کړې چې نن د نړۍ پر یوه له مهمو سمندري تنګو اغېز کولی شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ښکلا او چوپتیا امپراتوري| اصف بهاند

د څوکرښو یون‌لیک دا لنډ یادداشتونه اته میاشتې رانه ورک وو، څوورځې مخکې (۰۹/۰۹/۲۰۲۶) مې په تصادفي‌ډول ترسترگو شول. د ۲۰۲۵ ام کال د نومبر پر...