Homeخبرونهپه چین کې داسې رنګ جوړ شوی چې د ایرکنډیشن اړتیا کموي

په چین کې داسې رنګ جوړ شوی چې د ایرکنډیشن اړتیا کموي

تاند (سې شنبه، د وږي/سنبلې ۳۱ مه) چینایي ساینس‌پوهانو داسې یو ځانګړی رنګ جوړ کړی چې د ایرکنډیشنر یا اې‌سي اړتیا کمولی شي.

په چین کې د داسې ځانګړي رنګ تولید پیل شوی چې د دوبي په موسم کې د کورونو دننه تودوخه د سانتي ګراد تر ۲۵ درجو پورې راټیټولی شي.

د دغه ځانګړي رنګ ازموینه د شپږو میاشتو لپاره د چین د هینان ولایت په یوه فابریکه کې په واقعي شرایطو کې ترسره شوې ده.

دغه رنګ د حرارتي وړانګو د یخولو له ټکنالوژۍ څخه کار اخلي، چې د برېښنا یا د یخولو د کومې ځانګړې مادې کارولو ته اړتیا نه لري.

په عمومي ډول، د حرارتي وړانګو یخول هغه ټکنالوژي ده چې د تودوخې د بېرته منعکسولو یا بهر ته د خپرولو له لارې شیان سړوي.

په یوه راپور کې د دغه رنګ د ازموینې پایلې خپرې شوې دي.

د راپور له مخې، دغه رنګ د عامه زیربناوو او کورونو لپاره کارول کېدای شي.

په راپور کې ویل شوي، پلان جوړ شوی چې په کال کې ۶۰۰ زره ټنه دا ډول رنګ تولید شي.

په هغه فابریکه کې چې دغه رنګ پکې ازمویل شوی، له دې مخکې د داخلي تودوخې د کمولو لپاره د اوبو د شیندلو له سیستمونو کار اخیستل کېده؛ خو د دغه رنګ په کارولو سره د برېښنا یا بلې انرژۍ له مصرف پرته د تودوخې کمول ممکن شوي دي.

دغه رنګ د لمر وړانګې بېرته منعکسوي او د ودانۍ د تودوخې د زیاتېدو مخه نیسي.

دغه رنګ د چاینا کنسټرکشن اېکو ډیولپمنټ شرکت او د هاربین ټکنالوژۍ انستیتیوت د متخصصانو له خوا په ګډه جوړ شوی دی.

په راپور کې زیاته شوې چې دغه رنګ ان د ګرمۍ د سختو څپو په لړ کې هم د ودانۍ داخلي تودوخه خوندي ساتلی شي.

څېړونکي اټکل کوي چې د دغه رنګ منځنی عمر ښايي تر ۱۵ کلونو پورې وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

خبري وکړه، چي ګټونکی شې | نصرت‌الله نصرت

” خبري وکړه چي ګټونکی سې ” اثر مشهور ویناوال او لیکوال ب ټریسي لیکلی او پښتو ته د فضل الحق طاهرزي په مټ...