تاند (سې شنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د بشري حقونو نړیوال بنسټ په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو د راپورونو په غبرګون کې د دغو بریدونو د خپلواکې څېړنې غوښتنه کړې ده.
دغه بنسټ د دوشنبې په ورځ وویل، په افغانستان کې د پاکستان د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د مرګژوبلې راپورونه «ژوره اندېښنه» رامنځته کوي.
دغه بنسټ ویلي، د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د هېوادونو ژمنتیا د ملکي وګړو د خوندیتوب مسوولیت نه کموي.
د دغه بنسټ په وینا، د هغو کسانو د هویت په اړه ادعاوې چې په دغو بریدونو کې په نښه شوي او همداراز د ملکي وګړو د وژل کېدو او ټپي کېدو راپورونه باید په «باوري، روڼ او خپلواک» ډول وڅېړل شي.
دغه بنسټ ټینګار کړی، د افغان ملکي وګړو مرګ ژوبلې باید هیڅکله له پامه ونه غورځول شي. باید هېڅکله د له پامه غورځولو وړ جانبي زیان په توګه ونه ګڼل شي.
دغه بنسټ له پاکستان او افغانستانه هم غوښتي چې نړیوالو قوانینو ته درناوی وکړي، د ملکي وګړو ژوند خوندي کړي او که د هر ډول سرغړونې ثبوت وموندل شي، عاملان یې حساب ورکولو ته حاضر کړي.
په همدې حال کې، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت «یوناما» د دوشنبې په ورځ تایید کړه چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې د کونړ ولایت لږ تر لږه درې ملکي وګړي، چې یو نارینه، یوه ښځه او یوه نجلۍ پکې شامل دي، وژل شوي دي.
یوناما ویلي، په دغو بریدونو کې څلور نور کسان هم ټپیان شوي دي.