تاند (دوشنبه، د وږي/ سنبلې ۳۰ مه) د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وايي، یو ځل بیا پاکستان پر افغانستان برید کړی او ملکي وګړي یې وژلي دي.
هغه پر خپله ایکسپاڼه لیکلي، دا برید په داسې مهال شوی چې د پاکستان داخلي کړکېچونه لا پسې زیاتېږي او څرګنده ده چې د پاکستان اوسنۍ تګلاره د داخلي بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو د مدیریت لپاره اغېزمنه نه ده او د همدې تګلارې دوام د ستونزې حل نه دی.
خلیلزاد وویل: “کله چې یو څوک په کنده کې لوېدلی وي، هوښیار کار دا دی چې نور یې کیندل بند کړي. پاکستان اړتیا لري چې د خپلو مهمو داخلي بحرانونو او له افغانستان سره د اړیکو د مدیریت په برخه کې خپله تګلاره بدله کړي.”
نوموړی زیاتوي: زه لا هم په دې اړه شکمن یم چې اوسنۍ مشرتابه به خپله تګلاره بدله کړي. اوسنۍ تګلاره د پاکستان او افغانستان لپاره د لا ډېرو بدو خبرونو مانا لري.”
د طالبانو د حکومت ویاند، ذبیحالله مجاهد پر کونړ او پکتیکا کې د پاکستان د وروستیو هوایي بریدونو په غبرګون کې وایي چې، د پاکستان پوځي کړۍ په خپل هېواد کې د امنیتي ناکامیو څخه د پام اړولو په موخه یوځل بیا جنایت ترسره کړی.
هغه وایي، چې افغانان به د دې جنایت مناسب ځواب ورکړي.
مجاهد زیاتوي چې، د پاکستان «متجاوز» پوځ یو ځل بیا تېره شپه په کونړ او پکتیکا ولایتونو کې پر ملکي ځایونو بمبار کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.
دغه بریدونه سهار مهال شوي دي.
په دې بریدونو کې پاکستاني جېټ الوتکو نن سهار شاوخوا څلور بجې د پکتیکا د برمل ولسوالۍ په رخه او تور کنډي سیمو کې دوه هوايي بریدونه کړي دي.
د ځایي سرچینو په وینا، په دغو بریدونو کې یو خالي کور او دوکان په نښه شوي دي، خو د مرګژوبلې په تړاو یې څه نه دي ویلي.
سلام
وایی کوهی وهونکی خپله څاه کې دی The well dagger is in the well
ډیر ګونګ او بې مفهومه پیغام
ښکاری چې د خلیل : X دکندې په مانا نه دی پوه شوی ځکه کنده کېدای شی کوهی یا څاه وی یادرځ اوژور ځای نو په داسې یو نامعلو م ځای کې چې څوک وغورځی لومړیتوب دادی چې دهغه دراوېستلو چاره باید ولټول شینه بندولو
[دبن ککړې ، سفارت اودوحې شرمنده معاملې ] هوښیار کار څنګه ه؟
چاره یاسمه لاره موندل یې دادی چې څه ډول دکومو وسایلو په مرسته دبیرته راویستلو حل یې وموندل شی
دلته Object نشته مجهول حالت دی دڅه شی کیندل نه بلکې کېندل بند کړی ؟
Xخو ګډوډ پیام لری خو Y هم ورته حیران دی !
در شهر کوران یک چشمه پادشاه است داشو دزاړه استازی پیغام