Homeخبرونهملي دفاع وزارت: ۱۱ ولایتونو کې ۶۰ طالبان وژل شوي

ملي دفاع وزارت: ۱۱ ولایتونو کې ۶۰ طالبان وژل شوي

تاند ( سې شنبه، د جوزا ۱۱ مه ) د افغانستان ملي دفاع وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې د ۶۰ وسلوالو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.

له دغه وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د تېرو ۲۴ ساعتونو په موده کې دفاعي او امنيتي ځواکونو سره متقابل بریدونو او نښتو کې ۶۰ طالبان ووژل شول او ۳۴ نور ټپیان شول.

د ملي دفاع وزارت خبرپاڼه وايي، طالبانو ته یاده مرګ ژوبله په لغمان، غزني، پکتیا، کندهار، زابل، هرات، فاریاب، جوزجان، هلمند، کندوز او بغلان ولایتونو کې د تېرو ۲۴ ساعتونو پر مهال اوښتې ده.

خبرپاڼه همدا راز زیاتوي چې د یادو نښتو او بریدونو په ترڅ کې یوه اندازه وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.
ورته مهال د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، تېره شپه ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالي، نوکړخېلو سیمه کې د پاکستاني طالبانو ځپلو په موخه عملیات ترسره کړي دي.

د ملي امنیت ۰۲ قطعې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغو عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو درې مرکزونه له منځه یوړل شول او همدا راز درې تنه طالبان چې پنجابیان دي وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

د خبرپاڼې په وینا، پاکستاني طالبانو به د یادو مرکزونو څخه په سیمه کې د مېشت افغان ځواکونو پر پوستو د برید تر څنګ د خوږیاڼو، شېرزادو او حصارک ولسوالیو د عمومي لارې بندولو پلان هم درلود چې په دې سره یې پلان شنډ او مرکزونه یې لمنځه یوړل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...