پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهافغانستان نن له سویلې افریقا سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي

افغانستان نن له سویلې افریقا سره خپله لومړۍ لوبه ترسره کوي

تاند ( چهارشنبه ـ د سنبلې ۲۸مه) د افغانستان او سویلي افريقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د یو ورځنیو لوبو لړۍ نن چهارشنبه د سپتمبر په ۱۸مه پيلېږي.

په دې لوبلړۍ کې ۳ یو ورځنۍ لوبې کېږي، چې کوربه توب یې افغانستان کوي.

نننۍ لومړۍ لوبه د متحده عربي اماراتو د شارجې په کرکټ لوبغالي کې د مازیګر په ۴:۳۰ بجې پيلېږي.

د افغان لوبډلې لوبډلمشرحشمت الله شهیدي تېره ورځ ناوخته د دې لوبلړۍ په اړه په جوړ شوي کنفرانس کې وویل، دا لومړی ځل دی چې له سویلي افریقا سره لوبلړۍ لري او هیله مندي یې وښوده چې دا لړۍ وګټي.

نوموړي زیاته کړه:  « دا لومړی ځل دی چې مونږ له سویلي افریقا سره لوبې لرو، او یو ښه چانس دی چې مونږ لوبلړۍ وګټو او هیله هم لرو چې دا لوبې وګټو او یوه ښه پایله ولرو. د تجربه کارو لوبغاړو لکه ابراهیم، مجیب ځای څوک نشي نیولی، خو یوه هڅه به کوو چې ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړو څو دوی هم مخته لاړ شي، پوره چمتووالی لرو لوبې ته.»

شهیدي وایي، سویلي افریقا اسانه لوبډله نه ده خو په خبره یې هڅه کوي ښه لوبه وکړي او بریا خپله کړي.

افغان لوبډله به له سویلې افریقا سره خپله ۲مه لوبه د را روانې جمعې په ورځ او ۳مه د راروانې یکشنبې په ورځ ترسره کړي.

بل لوته د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله هم نن چهارشنبه مازیګر مهال د ۲۰۲۴م کال د فوټسال نړیوال جام سیالیو په لړ کې له ارجنټاین سره په دوهمه لوبه کې مخامخ کېږي.

د ازبکستان پلازمېنه تاشکند د دغو سیالیو کوربه دی.

افغانستان په خپله لومړۍ لوبه کې انګولا ته ۶ د ۴ پر وړاندې ماتې ورکړې وه او ارجنټاین هم د اوکراین په وړاندې ۷-۱ بریا خپله کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب