یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د شهزادۍ هندیې په یاد | اسدالله غضنفر

د شهزادۍ هندیې په یاد | اسدالله غضنفر

بي بي هندیې د جمعې په ماښام له ژوند سره خدای پاماني وکړه او د شنبې په ورځ دا خبر ډېر ځایه خپور شو چې د شاه امان الله لورهندیه د څلور نوي کلونو په عمر په روم  کې وفات شو.

که یو څوک څو نوي کلن هم شي او په دومره اوږده عمر کې لوی کارونه هم وکړي، خو که یې مثلا پلار ډېر مشهور سړی وي، د ده یا  د دې د معرفي لپاره به معمولا د پلار نوم ورسره یادېږي، او دغه معمول ممکن داسې احساس پیدا کړي لکه پلانۍ یا پلانی خو ځکه مهم دي چې د لا مهم کس له کورنۍ سره تعلق لري.

 هندیه په داسې کورنۍ کې دنیا ته راغله چې مشهور کسان پکې زیات وو. که یې پلار د افغانستان ډېر نومیالی  پاچا و، مور یې هم د افغانستان د تاریخ ډېره مشهوره مېرمن او ملکه وه. که یې مورنی نېکه د افغانستان د ژورنالیزم پلار محمود طرزي و، مورنۍ انا یې هم د افغانستان په تاریخ کې د ښځو لپاره د لومړۍ خپروونې( ارشاد النسوان) مسووله او په هېواد کې د ښځو د لومړني مکتب مدیره، اسما طرزي، وه. دغه راز که یې د پلار له خوا نیکه پاچا و، د پلار له خوا انا یې ( سرور سلطان) هم د اکثرو پخوانیو ملکو برعکس، په سیاسي او اجتماعي ژوند کې زیاته فعاله وه.

د کورنۍ د غړیو نوم او مقام د هندیې لپاره چې د پلار له جلاوطنۍ وروسته دنیا ته راغله، یوازې یوه خاطره وه او طبعا ترخه خاطره. دې خاطرو دا په روحي او ذهني جنجالونو هم مبتلا کولای شوه او د ابوالمعاني بېدل غوندې یې دا سبق هم ورکولای شو چې:

در این ستمکده نومید خفته ای بېدل

به آرزوی دلت می دهم قسم برخېز

له نېکه مرغه هندیې ماته ونه منله، وارخطا نه شوه، نه تېرو خاطرو د افسوس کولو په لومه کې ایساره کړه او نه د کورنۍ بېوزلي له ژوند کولو بېزاره. په سویس او روم کې یې زده کړې وکړې، پوهنتون یې ولوست،استاده شوه او ورسره یې هغه ځای هېر نکړ چې مور و پلار یې پکې د ابد په خوب ویده وو. لکه څنګه چې دې په مختلفو مرکو کې ویلي وو، پلار ورته د وطن کیسې زیاتې کولې او د افغانستان او اسلام د تاریخ په اړه یې معلومات ورکول.

له وطن او وطنوالو سره مینه د دې سبب شوه چې هندیې یوازې ځان ته ژوند ونکړ، بلکې د ژوند په وروستیو څلور لسیزو کې یې خپل زیات وخت د افغانانو خدمت ته بېل کړ. دې به په اروپا کې مرستې ټولولې او د مهاجرو کمپونو ته به یې رسولې. د بيوزلو مېرمنو او ماشومانو خدمت ته یې ملا وتړله، د جذام د ناروغانو چوپړ ته یې پام شول، په جګړه کې سخت ټپي شوي ماشومان یې د علاج لپاره اروپا ته ورسول او په خپل کور کې یې دېره کړل، هغه لباسونه یې راټول کړل چې اروپایانو نور نه اغوستل، که یې تڼۍ شلېدلې وې، هغه یې ورته په خپل لاس وګنډلې، که یې پینه پکار وه، په خپل لاس یې پینه کړل او که یې اتو پکار و، وتو یې کړل چې د وطن بېوزلان ورته خوشحاله شي. دې په دومره زیاتو جامو پینې ولګولې چې خپلو اولادونو به په ټوکو د پینه لګولو متخصصه بلله.

د جمهوریت په کلونو کې افغانستان ته د شهزاده ګۍ هندیې تګ راتګ زیات شو. ویل به یې ډېر مې زړه غواړي چې په خپل لاس خلکو ته مرستې ورسوم. د جمهوریت په وروستیو کلونو کې، چې دارالامان اود پلار ځینې نور یادګارونه یې ورغول شول، په کابل کې خوشحاله ښکارېده. ما په وروستي ځل د ۱۳۹۸ کال په اوړي کې په شاه دوشمشېره جومات کې ولیده. دغه وخت نو دا نوي کلنه وه خو صحت یې ښه و او ذهن یې فعال و. د شاه دوشمشېره د جومات د ترمیم کارونه روان وو. دې ته مې پام شول چې د جومات چت، دېوالونو او کړکیو ته په ځیر،ځیر ګوري. دا جومات د دې د انا، سرور سلطان، یادګار دی.په هغه ورځ یې راته وویل چې انا مې په جلاوطنۍ کې له موږ سره وه. زما یاده ده. تلاوت به یې کاوه، ژړل به یې او خپل جوړ کړي شعرونه به یې په ټیټ اواز په ترنم سره زمزمه کول. هندیې وویل چې د انا دا یو بیت یې لا په حافظه کې پاتې دی:

 سلطانه ژاړي

 له خدایه غواړي

هر ښار ځینې داسې مکانونه لري چې د هغه ښار سیمبولونه یې بللای شو. شاه دوشمشېره د کابل ډېر مشهورسیمبول دی. سرور سلطان نور تعمیراتي کارونه هم کړي دي. د ښځو د نهضت په پیل کې یې برخه وه. له بندیانو او بیوزلو سره په مرستو مشهوره وه او سیاسي نقش یې زیات و خو زموږ د تاریخ لیکنې یو عیب دا دی چې صرف په ځینو کسانو متمرکزه وي او خصوصا د ښځو غوندې ځبل شویو قشرونو ته پکې لازمه توجه نه کېږي.د سرور سلطان په نقش او کارونو هم شاید ځکه زیات خبر نه یوو چې یوه ښځه وه او له هندیې سره په شویو خبرو او مرکو کې مو شاید ځکه ډېرې پوښتنې د هغې د پلار په باره کې وې چې د پلار له نوم او کارنامو سره یې زیات بلد وو. دا د اکثرو کسانو تمایل دی چې غواړي پيژندل شوي کسان نور هم وپیژني، حال دا چې هندیې په خپل ژوند کې خپلې کارنامې لرلې. داسې ژوند چې زده کړه ترې کېدای شي او داسې کارنامې چې د انسانانو د ژوند خدمت پکې لوی مقصد و.

                                                                                                  یکشنبه، د میزان ۲۴ مه، ۱۴۰۲

1 COMMENT

  1. سلامونه،
    د استاذ غضنفر اسداله خان دا لیکنه هم لکه د پخوانیو نوشتو د ستاینې وړ ده . دوه-درې خبرو باندې مې اوښکې راغلې:
    ۱-دا چې د هنديې پلار غازي امان الله خان ، تل د افغانستان او اسلآم په فکر او تایید کښې و!
    ۲- پخپله شهزادګۍ هندیې کټ مټ د مادام تریسا (تریزا مور) کارونه کړي ول چې باید نوبل ې اخیستې وای!!
    ۳-د مرحومې سرور سلطان دعاګانې او د شاه دو شمشېره جومات جوړول !!! بې اختیاره د شهيدی فرخُندې فاجعې ته بوتللم
    او د تش په نامه مجاورینو چاهد او …. لڼډغرو جنایات په ۲۱.پیړۍ کښې ورسره پرتله کول!!!!
    +-او ڼن د هیواد او وطن د ښځمنو حالات!!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب