یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انګلستان تر ماتي وروسته باید څه وکړو؟

د انګلستان تر ماتي وروسته باید څه وکړو؟

عزت الله پیژاند

سپورټي لوبې خامخا تر سیاسي اړیکو، سیاسي احساساتو او ګرایشاتو لاندي راځي. تېره ورځ چې افغانستان په کرکټ کې انګلستان ته ماتي ورکړه نو هند سم ورسره په نڅا شو، ځکه چې هند او افغانستان دواړه یو وخت د انګریز متسعمره ول، کافي مشکلات یې له دغه هیواده ګاللي او لا یې هم په یو ډول نه یو ډول ګالي. افغانستان ته دا ګټنه د هند په پرتله لومړی له سپورټي اړخه، او بیا له سیاسي اړخه مهمه وه. د سیاسي دلیل یادونه وشوه، خو له سپورټي اړخه ځکه لا ډېره ورته مهمه وه چې افغانستان د لومړي ځل لپاره پر نړیوال ډګر دومره پیاوړي ټیم ته ماتي ورکړه چې په اصطلاح د همدې لوبې پلار دی او په همدې ډګر کې یې نړیوالې اتلولۍ لرلي دي.

خو آیا دا هر څه په روان نړیوال کپ کې د افغانستان ټیم د نورو ګټونو او ځلیدا تضمین کولای شي؟ په هڅ وجه نه. ځکه افغانستان باید په دغه کپ کې هر ټیم ته د یو بېل او ستر چلینج یا ننګونې په سترګه وګوري او له وړاندي دقیقه محاسبه ورته ولري، ځکه موږ نه په نړیوالو کپونو کې د لوبېدو کافي تجربه لرو او نه مو د سکواډ او لوبغاړو غوراوی له اړیکو، شخصي تمایلاتو او ناانصافیو پاک دی. نو په دغسي حالت کې سړی د نورو بریاوو ډېره تمه نشي کولای. زه د کرکټ کارپوه او مسلکي نه یم، خو کله چې په نورو ژبو د افغانستان د ټیم په اړه یوه و نیم نسبتا مسلکي تبصره لولم، نو تر ملي او هیوادنیو احساساتو ورهاخوا د سړي د تمې کچه راټیټیږي. تېره شپه مې یوه تبصره دا هم ولوستله چې پورتنیو او یو شمېر نورو کمزوریو ته په کتو، که افغان کرکټ لوبغاړي د هالنډ په څېر یو کمزوري ټیم ته هم ماتي ورکړي دا به یې غټه لاسته راوړنه وي، په داسي حال کې چې له پاکستان سره زموږ لوبه لا پر خپل ځای پاتي ده. نو، باید: «په هوش ولوبېږو، نه په جوش».
هیله ده چې دا هرڅه معکوس ثابت شي.

عزت الله پېژاند، د پوهنتون پخوانی استاد

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب