یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهپاکستاني کرکټ پوهان: افغان لوبډلې د انګلستان د ماتولو ترڅنګ زموږ لوبډلې...

پاکستاني کرکټ پوهان: افغان لوبډلې د انګلستان د ماتولو ترڅنګ زموږ لوبډلې ته هم د خطر زنګ وغږوه

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د پاکستان یو شمېر کرکټ پوهانو ویلي، چې افغان کرکټ لوبډلې انګلستان ته د ماتې ورکولو ترڅنګ د دوی د کرکټ لوبډلې په ګډون د نړۍ مهمو کرکټ لوبغاړو ته د خطر زنګ وهلی.

یوه پاکستاني کرکټ پوه او خبریال فهیم پتېل ویلي، افغان لوبډلې له دغه بریالیتوب سره وښوده چې د نورو بریالیتوبونو تیاری یې هم نیولی او په نړیوال جام کې نور هم مخته تلای شي

د کرکټ د نړیوال 2023 په روانو سياليو کې د افغانستان کرکټ لوبډلې اوړمه شپه نړیوال اتل انګلستان ته په 69 رنزونو ماتې ورکړې ده.

د افغانستان او پاکستان کرکټ لوبډلې به په 23م اکتوبر د هند په چنای کرکټ مېدان کې مخامخ کيږي.

فهيم پټېل وي او اې ډيوه راډیو ته ویلي، ” يو خو پاکستانۍ لوبډله د افغانستان سره مخامخ کېدو نه وړاندې په 20م اکتوبر د اسټريليا سره مخامخ کيږي که چرته پاکستان دغه سیالي بايلي نو فشار به پرې نور سېوا کيږي ځکه چې وړاندې یې د هند نه ماتې خوړلې ده”.

هغه وويل، د انګلېنډ سره سيالۍ کې افغان سپېنرانو ښه لوبه کړې، د افغانستان سره راشد خان، مجيب الرحمان او محمدنبي تکړه سپېنران بالران دي.

د کرکټ په روانو نړیوالو سياليو کې پاکستان تراوسه درې سيالۍ کړي دوه یې ګټلي او يوه یې بايللې ده.

افغان لوبډلې په درېېو سياليو کې يوه ګټلې او دوو کې یې ماتې خوړلې ده.

د افغانستان لوبډله به راتلونکې سيالۍ کې په 18م اکتوبر په چنای کې د نيوزي لېنډ سره مخامخ کيږي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب