یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهقطر ته سفر؛ مولوي خالص د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو...

قطر ته سفر؛ مولوي خالص د هرات زلزله ځپلو ته د مرستو ټولولو په نیت تللی

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د افغاني سرې میاشتې ټولنې لپاره د طالبانو د رژیم سرپرست مولوي مطیع الحق خالص قطر هېواد ته په سفر تللی.

د هغه مطبوعاتي دفتر ویلي، چې مولوي خالص به قطر کې د مرستندویو بنسټونو له مسو لینو  لپاره د بهرنیو هېوادونو د یو شمېر سفارتونو له استازو سره د بشري مرستو پر دوام لیدنې وکړي او هڅه به وکړي، چې د هرات ولایت زلزله ځپلو ته مرستې راجلب کړي.

په هرات کې له شاوخوا ۱۰ ورځو راهیسې وقفه یي زلزلو زرګونه تنو ته مرګ ژوبله اړولې او لا هم خلک په بد وضعیت کې دي.

د سیف د چلډرن په نوم د ماشومانو د حقونو نړیوال بنسټ ویلي، چې دغو زلزلو تر ۲۰ زرو پورې افغانان اغېزمن کړي.

روغتیا نړیوال سازمان ویلي چې هرات له زلزلو وروسته د خېمو په ښار بدل شوی، ځکه خلک په خپلو کورونو کې وېریږي او خلاصه فضا کې یې خېمې وهلي، خو خېمې یې هم باد وړي او د ژمي یخ موسم یې په ناروغیو د اخته کیدو اندېښنه رامنځته کړې ده.

یو شمېر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو له دغو زلزله ځپلو سره د مرستې خبر ورکړی، خو زیانمن شوي وګړي دا مرستې په نشت حساب بولي او د زیاتو مرسته هیله لري.

د مرستو د کموالي یو دلیل له طالبانو سره د نړیوالو د تعامل کمرنګي او د دوی د رژیم نه په رسمیت پېژندل ګڼل کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب