یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد ترکیې نوي سفیر طالب چارواکو ته له باور لیک وړاندې...

د ترکیې نوي سفیر طالب چارواکو ته له باور لیک وړاندې کولو پرته دنده پیل کړې

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) په کابل کې باخبره سرچینو تاند ته ویلي چې ترکیې د افغانستان لپاره نوی سفیر معرفي کړی او سفیر طالب چارواکو ته د باور لیک وړاندې کولو له کوم پروتوکول پرته خپله دنده پيل کړې ده.

د تاند د معلوماتو له مخې، د ترکیې نوی سفیر جنګ اونال نومیږي او تازه یې افغانستان ته د نوې دندې د پیل لپاره سفر کړی.

ویل شوي، چې هغه تر اوسه د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت او ریاست الوزرا له رئیس سره نه دي لیدلي، خو نورو چارواکوسره یې لیدنې کتنې شوي.

هغه په دې ترڅ کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو له وزیر خلیل الرحمن حقاني سره لیدلي او په ترکیه کې یې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې سره کړې دي.

دغه لیدنه د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان ملي تلویزون هم تایید کړې او رسنیزه کړې ده.

څه موده مخکې چین د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته لومړنی هېواد و، چې افغانستان ته یې نوی سفیر معرفي او سفیر یې خپل باور لیک د طالبانو رئیس الوزرا ملا محمد حسن اخوند ته وړاندې کړ.

د پاکستان او ایران په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو چې په افغانستان کې یې د سفیرانو دندې پای ته رسیدلې وې، کابل ته د نویو سفیرانو پر ځای د سفارتونو نوي شارژدافیران معرفي کړي چې د سفیرانو د ځای ناستو په توګه خپلې چارې مخته یوسي.

د دیپلوماتیکو اړیکو د اصولو له مخې، هر نوی سفیر باید د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په همغږۍ د هغه هېواد ولسمشر یا صدراعظم ته چې د چارو زیاتې واګې ورسره وي، خپل باورلیک وړاندې کړي.

د طالبانو رژیم له دې امله، چې د نړۍ هېڅ هېواد یې په رسمیت نه پېژني، تر اوسه له چین پرته چا ورته سفیر نه دی معرفي کړی.

د دیپلوماتیکو چارو د کارپوهانو په باور، کابل کې د ترکیې د نوي سفیر د کار پیل او طالب مشرتابه ته د باور لیک نه وړاندې کول یې واکمن رژیم په حیثیتي لحاظ تر پوښتنې لاندې راولي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت د دغه خبر په اړه څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب