چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهحقاني: له چا سره مو معامله نه ده کړې

حقاني: له چا سره مو معامله نه ده کړې

تاند:( سې شنبه، د میزان ۲۵مه) د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د اسراییلو او فلسطین د جګړې په اړه له محتاطانه خبرو وروسته ښودل شویو غبرګونونو ته ضمني غبرګون ښودلی.

نوموړي څو ورځې د مخه په یوه وینا کې د اسراییلو او فلسطین د جګړې په اړه وویل، دوی د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي، خو له ملګرو ملتونو غواړي چې د خبرو له لارې یاده جګړه حل او د فلسطینیانو حقونه تامین کړي.

د حقاني د دغو څرګندونو له ویډیویي کلېپ خپریدو وروسته د طالبانو یو شمېر منتقدانو طالب مشران له امریکا سره په معاملې تورن او وویل، که دوی په دوحه کې له امریکا سره د وسله والو افراطي مسلمان ډلو د نه ملاتړ ژمنه نه وای کړې، داسې محتاطانه خبرې به یې نه وای کړې.

خو ډیر نور وايي چې که حقاني ویلي وای چې باید له اسراییلو سره چهاد وشي او دوی جهاد ته کسان ورلیږي، بیا به د طالبانو منتقدانو پرې نیوکې کولې چې طالبان ټولې نړۍ ته ګواښ دي او باید نړیوال یې مخه ونیسي.

ښاغلي حقاني پکتیکا ته د سفر پر مهال یادو غبرګونونو ته په غبرګون کې ویلي، دوی له چا سره معامله نه ده کړې او په وینا یې د چا تر احسان لاندې هم نه دي.

نوموړي د افغانستان د نیولو ورځو ته اشاره کړې، چې په وینا یې د خوشې شویو سیمو ساتلو ته یې خلک نه لرل او د مدرسو له زده کوونکو او خپلو پلویانو یې د سیمو د ساتلو غوښتنه کوله.

سراج الدین حقاني ویلي: مونږ له دښمنیو ستړي شوي یوو، هیڅ ګټه مو ونه‌لیدله، پر ژوند پوه‌ نه‌شوو او له هر ډول پرمختګ، آبادۍ او ژوندانه لرې پاتې شوو.

د طالبانو منتقدان وخت په وخت دوی تورنوي، چې ګواکې امریکا سره یې د پردې شاته پر ځینو مسایلو معامله کړې او په بدل کې یې د افغانستان واک دوی ته سپارل شوی، خو طالب مشران دا ډول قضاوتونه د دوی خلاف رسنیز تبلیغات بولي او په کلکه یې ردوي.

5 COMMENTS

  1. نو څه وکړي, دې هيواد ته يوه بله جګړه راوړي؟!!!
    که رسنۍ يې، نو د امريکا لپاره به ازاده، بې پرې، او ډيموکراته يې، خو د افغانستان د ملت او ملي ګټو او ارزښتونو پر ضد بايد دريځ ونه پيسې!
    د اوسني نظام دغه محتاطانه چلند غوره دريځ دی. فکر وکړه!
    بل دغه دمعاملې ډول وهل نور پريږدئ؛ اوسنی حکومت يو واقعيت دی، د تير نه عبرت او سبک بايد واخيستل شي، نه دا چې خپل حال پرې خراب کړو او راتلونکي ته پرې هم خنډونه جوړ کړو.
    مننه.‌

  2. ډیر د افسوز خبره ده چی زمونږ ځنی افغانان پرته له دې چی دخپل هیواد ملی ګټو ته پاملرنه وکړی د خپلو تودو احساساتو له مخی چغې وهی , مونږ پخپل هیواد کی دننه او بهر د هیڅ ډول جنګ جګړې او جهاد ملاتړ نه کوو , پرته له دې چی زمونږ دهیواد ځمکنی بشپړتیا او ملی ګټې له ګواښ سره مخامخ شی. ژوندی دې وی دټولو افغانانو ګډ کور زمونږ جانان لوی افغانستان 🇦🇫🇦🇫

  3. بالکل د افغانیت اسلامیت پښتانې غرور او ملي ګټو په اساس یی خبرې کړي !امارت یا افغانان خو څه د ټولې اسلامي نړۍ پوځ ندی ها د چا اصطلاح چې ټوله اسلامي نړۍ به ګټي! زړه مو په درد کړي هر مسلمان خو داسې نه چې سم افغانان اوس له جنګ راوتلي او هر کور کې کونده یتیم دی نو اوس به عرب ګټي او ګاوند به یی ادمکي وهي

  4. راځۍ دغه خبره او دا غبرګونونه بع بلی زاویی را وڅیړو. که دهنداری مخ د پخوانۍ اداری لوری ته ور واوړوو نو هغوی څوک وو او څرنګه په واکی راغلل؟ اولین راتله یی د بی ۵۲ په مټو، حکومتولی یی له کرکی،تعصب،فساد ډکه او ټوله یی قومی بڼه لرله، اردو،پولیس او استخبارات قومی او د سیاسیونو د لاس آلی، د علیپور کړنه در په یاد کړۍ، ټاګنیزه ډرامه ډتولو په وړاندی پرته ده، پښتانه پّه اقلیت بدلول یی لویه موخه وه او دهی غبرګونه همدا اوسنۍ بدبخټۍ دی. د جانکیری ټاکنیزی ملنډي په اولس باندی (دوه سرۍ حکومت)…..اوداسی نور.لنډه یی پردی کچیری طالبان د جونو تعلیم ،تحصیل او دښځو کار ومنی. نو دافغانستان لپاره په اوسنی وخت کی یوه غوره نسخه ده. راغله خیره د نیوکو هغه د ذهنی ناروغانو الله ویل دی، په پتاسو د آموخته کړم …اوس دجوارو پولۍ خوند نه را کوینه.

  5. که غواړی چی په ثبوتی ورسوی چی تاسو معامله نه ده کړی او دملت په خوښه راغلی یاست نو په اثبات یې ورسوې ملت ته یې حقوق ورکړی تعلیم ته یې پریږدی اسلام هم په تعلیم باندی استواره ده که تعلیم ونلری هیڅ کله به له اسلام نه خبر نشی دوهم هغه مخ پټی لیډر مو خلکو ته ښکاره کړی که امیرالمومینن داسی وی لکه هیبت مونږ له داسې امیر نه تیر یو تاسو خپلی مثبت کارونه وړاندی کړی ستاسو لوی پرمختګ دا ده چی خلک په کوڅو کې ودروی او دګیری فرض اوسنت پوښتنی تری وکړی او بیا څاپیړی ورکړی
    بدون له معاملی نه به اوس ته حقانی دنیا کی نه وی ستا په سر امریکا لس لکه دالر انعام منلی ده نو اوس امریکا تاسو په دوه زره دالرو وزلی ښی مګر دا د همدی معاملی برمت ده چی ته ژوندی یې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب