دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+چین د امریکا تر هابیل غښتلی ټیلسکوپ جوړوي

چین د امریکا تر هابیل غښتلی ټیلسکوپ جوړوي

تاند- چین وايي د یوه داسې ستر ټیلسکوپ په جوړولو کار کوي چې د امریکا تر هابیل ټیلسکوپ هم ستر او غښتلی وي.

د سپېس ویبپاڼې د راپور له مخې، چین د یوې سترې پروژې په چمتو کولو بوخت دی چې نه یوازې د دغه هیواد د فضايي تحقیقاتو پروګرام ته پراختیا ورکوي، بلکې په مجموع کې د دغه هیواد فضايي تمځی پیاوړی کوي.

دا ستره پروژه د شونتیان (Xuntian) په نوم یوه ستوربېړۍ ده چې د چین تحقیقاتي فضايي ټیلسکوپ یا (CSST) نومېږي.

د شونتیان معنا د اسمان ارزونه یا د فضا جاج اخیستل ده.

سي ایس ایس ټي د یوه بس هومره لوی ټیلسکوپ دی او په هغه کې یوه نسبتاً ستره هینداره نصب شوې چې قطر یې ۲ متره دی.

ټاکل شوې ده چې دا ټیلسکوپ راتلونکی کال فضا ته واستول شي او له تیانګونګ فضايي تمځي سره په یوه مدار کې واچول شي.

د دغه ټیلسکوپ د ماموریت موده ۱۰ کاله دی خو امکان شته چې له لسو کلونو وروسته هم فضايي څېړنو ته دوام ورکړي.

شونتیان په داسې ډول جوړېږي چې د ناسا تر هابیل فضايي ټیلسکوپ یې وړتیا زیاته وي.

د چین د فضايي ادارې مرستیال لین شي چیانګ اټکل کوي چې د مځکې په مدار کې د شونتیان ماموریت به د فضا، تیاره انرژۍ او مادې، شیدولار کهکشان او د هغه د ګاونډیانو، او همداراز د ستورو د تشکیل د پروسې او له شمسي نظامه دباندې د سیارو د تکامل په اړه مهمې بریاوې ولري.

دا ټیلسکوپ به د 5B یا لانګ مارچ توغندي په وسیله فضا ته ولېږل شی.

د چینايانو په وینا، د دوی د ټیلسکوپ د لیدو وسعت یا سکوپ به ۳۰۰ ځله تر هابیل ټیلسکوپ پراخ وي.

د امریکا فضايي تحقیقاتي ادارې، ناسا د ۱۹۹۰ د اپریل په ۲۴ هابیل ټیلسکوپ فضا ته ولیږه خو ۳۱ کاله وروسته یې لا پرمختللی ټیلسکوپ جېمز واستاوه.

جیمز د ۲۰۲۱ د دسمبر په ۲۵ واستول شو او ډېر مهم تصویرونه او معلومات یې مځکې ته مخابره کړي او دې لړۍ ته لا هم دوام ورکوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب