دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+فلکلور څه دی او څنګه یې راټول کړو / نعیمه غني

فلکلور څه دی او څنګه یې راټول کړو / نعیمه غني

یادونه: د افغان ښځو انلاین ادبي بهیر د فلکلور راټولولو او پر فلکلور د لیکلو لړۍ پیل کړې ده. دلته د دې لړۍ لومړۍ لیکنه لوستلی شئ.

فلکلور څه دی او څنګه یې راټول کړو: 

 فلکلور د خلکو په مینځ کې موجود شفاهي علم ته وايي.

په فلکلور کې ټول هغه څه (لکه د ورځينو چارو څرنګوالی، ټکنالوژي، خبرې، تفریح او ساعتري، د ماشومانو د بوختیاوو لارې چارې، خبرې اترې، ادبیات، سندرې، متلونه، خواړه، لمانځنې، غندنې، خرافات…) چې یوه ټولنه یې د کړو وړو په اساس له نورو ټولنو څخه متمایزه کړې ده، شامل دي.

د ۱۹ پیړۍ په لومړیو کې روماني ژبپوه او ادیب په لومړي ځل کلیو ته ځينې پوښتنپاڼې ولېږلې او له کلیوالو خلکو څخه یې ځينې پوښتنې مطرح کړې چې بیا وروسته د فلکلور په برخه کې د تحقیقاتو نوم ورکړل شو او دې عبارت په علومو کې ځانته ځای وموند. فلکلور د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کې ځانته ځانګړې معنا غوره کړې لکه په لومړي سر کې چې ورته د عوامو علم یا د عامو خلکو پوه ویل کېده، وروسته بیا خلک پیژندنه ورته ویل شوي او بیا ځينې برخې ترې د ژبپوهنې یا ارواح پوهنې یا هم په ټولو کې د ټولنپوهنې  په نوم بیلې شوې. خو دا هغه برخې دي چې د فلکلور په پيژندنه او تحقیقاتو کې وخت پر وخت مراجعه ورته کېږي.

همدارنګه فلکلور په دوو برخو ویشل کیدای شي چې یوه برخه یې عملي ژوند او یا هم د ژوند لارې چارې دي لکه عقاید، رسوم، عنعنات، خرافات او انګیرنې او داسې نور…

دوهمه برخه بیا د فلکلور ارماني برخه ده چې په افکارو او احساساتو پورې اړه لري د بیلکې په ډول کیسې، اشعار، اساطیر…

 د فلکلور لومړۍ برخه د خلکو په مینځ کې له خلکو سره یو ځای وده کوي او نوې الګوې د زړو سره په تعامل رامنځته کېږي. د بیلګې په ډول موږ که نوې اسطورې جوړوو نو هغه اسطورې چې موږ په ماشومتوب کې ورسره بلد یو زموږ په فکر او نویو اسطورو جوړولو باندې اغیز لري. خلک به بیا هم په هماغه فلکلوریک قالب کې شعر تولیدي خو نوي مفاهیم به پکې رانغاړي، همدارنګه ولسي کیسې هم په پوره توګه نه مري او لکه څرنګه چې له یو نسل څخه بل نسل په یو څه توپیر سره تر اوسه رارسېدلې نو دا امکان ډېر دی چې له دې وروسته هم مخفوظې پاتې شي او راتلونکو نسلونو ته ورسول شي. که څه هم د دې برخې راټولولو او خوندي کولو ته څه ناڅه پاملرنه او کار شوی. موږ د ولسي نکلونو کتابونه، د لنډيو او ولسي سندرو د راټولو هڅې وخت په وخت کړې او لا هم داسې کسان شته چې په دې برخه کې کار کوي او لګیا دي. مګر د فلکلور لومړۍ ویشل شوې برخه چې زموږ د عملي ژوند سره سرو کار لري او زموږ د ژوند لارې چارې رانغاړي، هغه برخه د ورکېدو له جدي ګواښ سره مخ ده او پاملرنې ته اړتیا لري. 

دلته یې څو بیلګې لولو:

۱  د واده د مراسمو ځينې دستورونه: زموږ د سیمې په یوه کلي کې به پخوا ناوې د تورې، ټوپک یا هم بل دفاعیه یا جنګي وسیلې په تکیه راولاړېدې همدارنګه د پلار له کور څخه د وتو په وخت کې باید زوم بوټان ورپښو کړي وی او یا هم د تګ پر وخت به یې لګیدلی څراغ له ځان سره د پلار له کوره ووړ خو دا بیا په یو بل کلي کې بل ډول یا هم په لږ توپیر سره دود وو. دې دودونو هره یوه ځانته انګېرنه یا فلسفه لرله چې خلکو ورباندې ټینګ باور درلود ځکه خو دا دودونه هم د ودونو د مراسمو حتمی برخه وو.

 ۲-د زیارت تودول یو بل داسې فلکلوریک دود دی چې په اکثرو افغان کلیوالو سیمو کې په بیلابیلو ډولونو سره ترڅو کالو مخکې هم لمانځل کېده خو اوس د ورکېدو له خطر سره مخ دی. زموږ په سیمه کې هم د نوی کال په ورځ د زیارت تودول یوه حتمي خبره وه. نجونو او هلکانو به له ټولو کلي څخه اوړه او غوړي راټول کړل او بیا به یې د زیارت په مینځ کې نغری جوړ کړ او هلته به یې غوړې ډوډۍ پخولې چې هغې ډوډۍ ته به یې(تبرک)ویل. پاخه شي تبرک به بیا پر خلکو ویشل کېدل او خلکو به هم د ثواب په نیت هغه خوړل. همدارنګه هغه تبخي چې د زیارت د تودولو پر وخت په اور توده شوي وو، هلکانو په ډېره بیړه، مخکې له دې چې ساړه شي د کلي کومې چینې یا ویالې ته وړل او هلته به یې په یخو اوبو کې اېښودل. عقیده دا وه چې په دې کار سره د وچکالۍ مخه نیول کېږي او نوی کال به د زراعت لپاره یو اباد او باراني کال وي. 

۳-(کوچه) زموږ په کلیو کې به پخوا د نوي کال په ورځ بیلابیلې غلې او دانې لکه نخود، لوبیا، غنم، نسک، باقلي دا یو ځای سره پخېدل چې (کوچه) به یې ورته ویله او باور دا و چې د نوي کال په ورځ د دې پخلی تیارول به د کال کرنیز حاصلات(روزي) ډېر کړي.

۴-د برات د شپې لمانځل: دا دود بیا د برات د میاشتې په پینځلسمه شپه یوې پیغلې څخه ناوې جوړول وو. بیا به په یوه منګي کې چې د چینې له اوبو به ډک و، د کلي د خلکو له خوا ځينې نښې اچول کېدې، د مجلس ښځو به فالونه ویل، د ناوې له خوا به په پت مخ له منګي څخه نښې را ایستل کېدې او خلکو ته به فال لیدل کېده. په دې مجلس کې به د کلي ډېرو مخورو کسانو هم برخه اخیسته او د ځان لپاره به یې فالونه کتل. په وروستیو کې دا کار د ماشومانو په ساعتېرۍ بدل شو او ورو ورو له منځه ولاړ. خلک په دې باور وو چې په دې شپه د  د یوه راتلونکي کال لپاره  د انسانانو د روزۍ، نکاح، مرګ او ژوند په څېر مهم استحقاقونه لیکل کېږي نو دا فال یې د د راتلونکي کال لپاره یو ډاډ او وړاندوینه بلله.

۵- ممکري یا په عامه اصطلاح(پیښې کول): دا دومره مروج دود و چې د ښادۍ یو محفل به پرته له دې نمایش څخه ناممکن و خو اوس دا رواج ډېر کمرنګه دی.

۶- د نکل مجلسونه: د شپې لخوا د نکلچیانو مجلس په اکثرو کلیو کې ډېر مروج و او نکلچي کس (چې عموما به مشران سړي یا هم ښځې وې) معلوم و. خلکو به له لېرې کلیو څخه دا کسان د څو شپو لپاره خپل کلي ته په میلمستیا بیول تر څو نکلونه ورته وکړي او د ژمي د اوږدو شپو له ډېرو په زړه پورې ساعتېریو څخه ګڼل کېده.

۷-د ټوکیانو مجلسونه: دا هم یو پخوانی دود وو چې اوس هم څه ناڅه پالل کېږي خو په دې توپیر سره چې اوس یې خلک د یو او بل د توهین، تحقیر او ملنډو وهلو په موخه کاروي. پخوا دا د معلومو خلکو کار و چې په سیمه کې به په ټوکیانو مشهور وو. دوی د خلکو په منځ کې ښه محبوبیت درلود چې د ټولنې په نبض پوه او د خلکو له ارزښتونو خبر کسان به وو.

۸-هغه بوټي چې د بیلابیلو نارغیو لپاره به درمل بلل کېدل د بیلګې په ډول:

-چهار بیخ: د څلورو بوټیو ریښې چې په یخو اوبو کې به لمدېدې او تر سهاره به ستورو ته اېښودل کېدې او سهار به ناروغ کس په نهره څښلې. دا درمل د هغو کسانو لپاره چې د ګرمۍ په موسم کې به یې تبه او کسالت درلود علاج بلل کیدل.

ـنظرمات: هغه بوټي چې د نظر د وچېدو یا ماتېدو لپاره به کارېدل لکه ماڼو(بدراو)، سپیلنۍ…

-د غره ژوالې یا هم د خرمړیو ژاولې چې د نس د خوږو درمل بلل کېدې.  

۹-انکۍ یا انکی: څو کاله وړاندې مې له بي بي سي رادیو څخه د یوه لیکوال مرکه اورېده چې د کوټې د شاوخوا سیمو د یوه ډول شاعرۍ(انکۍ) په اړه یې کتاب لیکلی و. لیکوال ویل چې په هغه سیمه کې د واده په مراسمو کې کله چې ناوې د پلار له کوره رخصتېږي نو(انکۍ) وايي او په دې شاعرۍ(انکیو) کې د خپل ژوند ناخوالو ته اشاره کوي. د انکۍ یوه بیلګه چې د ولور د دود په خلاف د ناوې ګیله ده:

«زما په غم کې نه دی 

د خپل نس په ډکېده دی

بابک نه دی لیوه دی»

ماته جالبه خبره دا وه چې کله زه وړه وم نو په یاد مې دي چې زموږ په کلي کې څو تنه مشرو ښځو یوې پیغلې ته چې څو ورځې وروسته یې واده و، دا ورښودل چې د پلار له کوره د رخصتیدو پر وخت څه ډول وژاړي او دې ژړا ته یې(انکی) ویل. انکی نوم لا هم په کلیو کې د ناوې ژړا ته وايي خو دا ژړا له نورو ژړاوو څخه بیله ده. د انکي پر وخت ناوې باید په یوه خاص نظم او اهنګ سره ډېره په سوز او میانه غږ وژاړي. دا دود اوس له منځه تللی او د انکی یا انکیو په اړه څوک نه غږیږي.

۱۰-د خوړو لپاره ځينې اصطلاحات:

-لاندی: هغه غوښه چې په مني کې د باد یا هم لمر په مرسته وچوي او ژمی خوړل کېږي.

-لوړماښ/ لړماښ: په ځينې سیمو کې د پسه له ینې څخه تیار شوي خواړه، په ځينو سیمو کې بیا هر په بیړه تیار شويو خوړو ته لوړماښ وايي.

-څړ: هغه خواړه چې د خوړو د دریو اصلي وختونو لکه سهار چای، غرمې ډوډۍ او ماښام ډوډۍ په مینځ کې خوړل کېږي ورته څړ وايي.

-نری: د له روژه ماتي څخه وروسته، د ماښام/ ماسخوتن ډوډۍ ته نری وايي.

۱۱-د وخت اصطلاحات: پخوا چې ساعت نه و نو خلکو په بیلابیلو نښو د ورځې او شپې وختونه د لمر او ستورو په حرکت ډېر په دقیق او منظم ډول سره ویشلي وو او ځانته یې یو مهال ویش جوړ کړی و. د بیلګې په ډول د ورځې له پیله تر پایه مهال ویش: سپیده چاود یا سپېده داغ، لمانځه مهال، لمر څرک، ګهیځ، کمکی برېځر، برېځر، توپ، ماسپښین، قضا ماسپښین، مازدیګر، لمر او غر، لمر لوېده، ماښام. همدارنګه د شپې لخوا په اسمان کې د ستورو په موقعیت سره خلک پوهېدل چې اوس د شپې څومره برخه تېره ده او سهار ته څومره وخت پاتې دی. د ساعت په مروجېدو سره اوس خلک دا اصطلاحات نه کاروي.

عنعنات او رواجونه نه یوازې دا چې بدلېږي، مختصر کېږي بلکې ورکېږي او مري. هغه لمانځنې او غندنې چې پخوا به خلکو ډېر باور پرې درلود اوس یې څرک نه لیدل کېږي او په ډېرو مواردو کې خو له سره لمانځنې نشته او د مذهبي افراطیت له څپو سره هر څه په حلال او حرام وېشل شوي. انسانان خپلې د ژوند د پر مخ بیولو لارې چارې، لوبې، لمانځنې، غندنې، باورنه او عقیدې بدلوي. هغوی نور په هغو مروجه ابتدایي علومو، انګېرونو، خرافاتو او  کوډو یا جادو عقیده نه لري چې پخوا یې لرله او له دې سره نور هغه پخواني رسمونه او رواجونه هم بدل شوي چې پخوا به خلکو لمانځل.

دلته زموږ مسوولیت د ټولنې د باسواده قشر په توګه دا دی چې د فلکلور بیلابیلې برخې د هماغه سیمې د خلکو له روایتونو څخه د هغوی په ژبه واورو او راټولې یې کړو. د فلکلور د راټولو او پیژندلو لپاره موږ لومړي لاس معلوماتو ته اړتیا لرو او دا اړتیا مو دې ته اړ باسي چې له خپل تېر سره اړیکه ټینګه کړو. موږ ته ښايي چې ډېر دقت سره دا معلومات راټول کړو، که امکان ولري له څو تنو څخه  یې واورو، ویې لیکو او خپاره یا خوندي یې کړو. فلکلور یوازې د تېرو کړه وړه نه دي بلکې د هغوی احساسات او عواطف او د ژوند څرنګوالی راښيي چې دا کار به په راتلونکي کې زموږ د ټولنې په پېژندلو کې له موږ او زموږ له راتلونکي نسلونو سره ډېره مرسته وکړي.

د دې تر څنګ به د فلکلور په راټولو سره موږ له هڅه کړې وي چې:

۱-که موږ د یوه عادي وګړي په توګه دا نشو کولای چې په فلکلور کې تحقیقي لیکنې وکړو خو زموږ دقیق معلومات له، ژبپوهنو، ارواپوهنو او ټولنپوهانو یا هم لرغونپوهانو سره مرسته کولای شي چې په اوس او راتلونکي کې زموږ د ټولنې په اړه دقیق تحقیقات وکړي او مهم حقایق راوسپړي.

۲-زموږ کلتور به خوندي شي او زموږ ټولنه به د هغه په لوستلو او پوهېدول سره له نړۍ سره په تعامل کې یوه متمایزه او پیژندل شوې ټولنه وي.

۳-زموږ تېر او لرغونی تاریخ به ورسره راوسپړل شي.

۴-د فلکلو په راټولولو سره که له یوې خوا موږ دا وینو چې موږ څومره بیل رسم، رواج او ټولنه لرله له بلې خوا وینو چې موږ له نورې نړۍ سره څومره مشترکات لرو او بلاخره موږ انسانان له ټولو تفاوتونو سره سره د یوې واحدې انساني ټولنې بیلې بیلې برخې یو چې که تر څنګ ایښودل او ورته والي مو لږ څه وخت نیسي خو بلاخره موږ هر یو په خپل ځای د دې ګردې داېرې تکمیلونکي یو.

 څنګه یوه فلکلوریکه موضوع راټوله کړو:

۱-پر خپل ځان او خپلو معلوماتو باور وکړی او څه مو چې په ذهن کې دي( یا مو هم له نورو اورېدلي) په یوه کاغذ یې ولیکی.

۲-وګوری هغه څه مو چې لیکلي ستاسو د نظر یا هم هغه څه چې غواړی ویې وایی پوره تصویر وړاندې کوي که نه؟ مطلب دا چې واضح او جامع دي که نه؟

۳-له نورو سره یې شریک کړی یا هم نور یې په اړه وپوښتی. پوښتنه به وي چې له چا سره؟ له هغه چا سره چې په دې اړه معلومات لري او هغه زمانې ته له تاسو څخه ډېر ورنېږدې دی. ښه به وي چې له مشرانو یې واورو او په تېره بیا له هغو کسانو چې ډېر په مجلسونو او سیمه کې پاتې شوي دي. ښايي په هر کلي کې یوه داسې مشره ښځه یا مشر نارینه وي چې په داسې موضوعات ډېر غږېږي او معلومات یې ډېر او دقیق وي، له هغوی یې وپوښتی.

۴- خپل راټول کړي معلومات له دوو، دریو کسانو سره یې شریک کړی یا هم د دوو، دریو کسانو نظرونه را واخلی.

۵-د هرې کیسې او دود بیلابیل روایتونه ولیکی. اوس او تېر دواړه بیل بیل ولیکی.

۶-د خپل ګاوند د کلي او سیمې د همدې رواج یا هم کیسې په اړه نظرونه وپوښتی. دواړه سره پرتله کړی او توپیرونه یې سره ولیکی.

۷-که کوم څه درته په کې مناسب نه ښکاري یا یې هم په نشر کې زړه نا زړه یاست او نه غواړی چې دا څه دې ستاسو له ادرسه خپاره شي نو اوس یې هغه برخه مه خپروی، له ځان سره یې وساتی خو یوه اشاره ورته هرو مرو وکړی. ښايي هغه څه چې تاسو ته نن ورځ نامناسب ښکاري سبا یې د خپرېدو وخت راورسېږي. که یې تاسو نه غواړی ښايي د بل کس سره یې شریک کړی. 

۸-مبالغه او قضاوت مه کوی. تر ټولو مهمه خبره دا ده چې په خپلو راټولونو کې قضاوت او مبالغه ونکړو او یوازې په هغه څه باندې ولیکو چې د خلکو په مینځ کې واقعا شته نه هغه څه چې موږ ته ښه ښکاري او یا هغه څه چې موږ ته منطقي یا هم سم ښکاري. دا په یاد ولری چې موږ یې د ښه او بد د قضاوت لپاره نه لیکو موږ یوازې تاریخ خوندي کوو.

۸-خپاره یې کړی تر څو تر نورو ورسېږي او هم خوندي پاتې شي.

۹-کیدای شي د خپلې لیکنې په پای کې د خپلې سیمې نوم ذکر کړی او له لوستونکو وغواړی چې خپل نظرونه او زیاتونې له تاسو سره شریک کړي. دا به مو هم د لیکنې په غنامندۍ کې مرسته وکړي.

۱۰-خپلې لیکنې له ځان سره ولری، کیدای شي وروسته په دې اړه نور څه واوری، هغه هم وراضافه کړی.

پوهیږم چې دومره دقت به مو کله کله له ښو ښو لیکنو راوګرځوي خو باور وکړی که د لیکوالۍ له پیل څخه یو څه په دقت ولیکی له یوې خوا به مو د تکراري او یکنواخته مفاهیمو پر ځای نوي او جذاب لیکل کړي وي له بله پلوه به مو د خپلې ژبې او فرهنګ یو نوی او روښانه تصویر خپلو لوستونکو، راتلونکو نسلونو او نړۍ ته وړاندې کړی وي.

1 COMMENT

  1. سلام
    شایسته معلومات دی
    مولوی فرمایند:

    ای برادر قصه چون پیمانه است

    معنی اندروی بسان دانه است

    دانه معنی بگیرد، مرد عقل

    ننگرد پیمانه را گر گشت نقل

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب