یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهسره صلیب تر ۲۵ زیاتو افغان روغتونونو ته د درملو او نورو...

سره صلیب تر ۲۵ زیاتو افغان روغتونونو ته د درملو او نورو مرستو لېږد ودراوه

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه ) د سره صليب نړيوالې کميټې په افغانستان کې تر ۲۵ زياتو روغتونونو ته د درملو او نورو مرستو لېږل بند کړي دي.

دغې کمېټې ویلي، د جمهوریت له سقوط وروسته که څه هم ډېرو بنسټونو او موسسو په افغانستان کې خپل فعالیتونه ودرول، خو سره صلیب خپلو مرستو ته دوام ورکړ.

په افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمیټې ویاند پروېز احمد فیضي رسنیو ته وویل:«دا مرستې هېڅکله د اوږدې مودې لپاره نه وې، ځکه د سمدستي اړتیاوو د پوره کولو لپاره جوړې شوې وې. د سره صلیب اصلي موخه دا وه چې چارواکو ته اجازه ورکړي چې خپل ځانونه تنظیم کړي او خپل مسولیتونه په غاړه واخلي. هغو مالي ستونزو ته په پام سره چې د سره صليب نړيواله کمېټه په ټوله نړۍ کې ورسره مخ ده، د ټولو روغتيايي خدمتونو مسووليت به د افغانستان د روغتيا وزارت ته وسپارل شي.»

نوموړي زیاته کړه، چې د سره صليب نړيواله کمېټه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د کندهار د عامې روغتيا رياست وياند عبدالمنان کاکړ وويل، چې د سره صليب نړيوالې کمېټې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې له ٢٥ ډېرو روغتونونو ته د درملو او نورو اړينو روغتيايي توکو لېږد بند کړى دى.

د سره صليب د نړيوالې کميټې د مرستو نه ځنډيدل د هغو ناروغانو لپاره چې له نورو ولايتونو څخه کندهار ته راځي ډيري ستونزي پيدا کړي دي.

د روغتیا نړیوال سازمان مخکې اعلان کړی و، چې په افغانستان کې به تر ۲۰۲۳ کال پورې ۱۷ میلیونه او ۶۰۰ زره کسان چې ۵۳ سلنه یې ماشومان دي، روغتیايي خدمتونو او خدمتونو ته اړتیا لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب