یکشنبه, نوومبر 24, 2024
Homeخبرونهپاکستان: د ملګرو ملتونو د سولې د ټینګښت کمیسیون دې د افغانستان...

پاکستان: د ملګرو ملتونو د سولې د ټینګښت کمیسیون دې د افغانستان وضعیت وڅېړي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه ) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان استازې منير اکرم د دغه سازمان په عمومي اسامبلۍ کې، د وینا پر مهال د سولې د ټينګښت کمېسيون د افغانستان د مسئلې د حل غوښتنه وکړه.

اکرم زیاته كړه: د افغانستان، جمو او كشمير په څېر مهمې مسئلې له هغو مسايلو څخه دي، چې د سولې د ټينګښت كميسيون ورته پام نه دى كړى.

هغه د یاد شوي کميسيون پر فعاليتونو له نیوکې سره وويل: دغه کميسيون بايد ملي لومړيتوبونو ته ځواب ووايي او خپلې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.

د ملګرو ملتونو د سولې کمیسیون په ۲۰۰۵ کال کې په جګړه ځپلو هېوادونو کې د سولې د ټینګښت لپاره د هڅو د زیاتولو په هدف جوړ شو او ۳۱ غړي لري.

پاکستان په داسې حال کې د ملګرو ملتونو د سولې د انسجام کمیسیون غوښتنه کړې چې دوی په دغه هېواد کې د طالبانو حاکم رژیم پاکستاني طالبانو ته په پناه ورکولو تورنوي.

 طالبان ټینګار کوي، چې په دغه هیواد کې دې جګړه پای ته ورسیږي او ملي امنیت دې تامین شي.

2 COMMENTS

  1. پاکستان دی خپل غم وخوری افغانستان د پاکستان غوړه مالی ته ضرورت نلری او افغانستان دپاکستان په نوم کوم حکومت نه پیژنی او خبره یې پر ځایې ده چی د جمو او کشمیر مسله او د دیورند مسله باید حل شې او خپلو خلکو ته یې تسلیم شې دیورند افغانستان ته او جمو او کشمیر هندوستان ته

  2. دوی تل د افغانستان او کمشیر مسله شریکه ګڼله، ځکه دوی به ویل چې افغانستان کې هغه وخت سوله راتللی شی چې کله د کشمیر مسله حل شي چې دا خبره داسې معنا لری چې هلته هند او پاکستان د کشمیر قضیه لری او دلته د ډيورند قضیه ده نو دوی غواړی چې د ډیورنډ کرښی د رسمیت لپاره نړی په سطحه بحث راپورته کړی ځکه خو امریکا ورته ټټر وهلی ځکه د افغانستان لپآره د پآکستان استازی له ملګری ملتونو سره خبرې کړی نو ددې موضوع تر شا د انګریزانو پخه اراده شته چې اوس په قطر کې غونډه ده چې غونډی ته طالبان، قطر امریکا، برتانیه او پاکستان هم خبري کوی نو معلومه به شي یا به ایران په وړاندې یو دریځ غوره کوي یا د چین په وړاندي

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب