پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهم.م: تر یو میلیون زیات داخلي بې ځایه شوي افغانان خپلو سیمو...

م.م: تر یو میلیون زیات داخلي بې ځایه شوي افغانان خپلو سیمو ته ستانه شوي

تاند: ( چار شنبه، د زمري ۴ مه )  د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په یوه راپور کې د افغان کډوالو نوې شمېرې خپرې کړې دي.

د دغه راپور له مخې، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له راتګ وروسته تر ۲۰۲۱-۲۰۲۲ کلونو پورې تر یو میلیون ډېر داخلي بې ځایه شوي کسان خپلو اصلي سیمو ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې له پاکستان او ایران څخه افغانستان ته د کډوالو په خپله خوښه ستنېدل هم زیات شوي دي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ هم د روان کال په جون میاشت کې ټینګار کړی و چې افغان بې ځایه شوي کسان خپلو سیمو ته په ستنېدو کې له ستونزو سره مخ دي، خو په عین وخت کې خپلو سیمو ته د ستنېدو شمېر هم زیات شوی دی.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د دغو کډوالو له ډلې څخه یو شمېر یې د بې وزلۍ له امله خپلو سیمو ته د ستنېدو توان نه لري.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ د عامه اړیکو مسوولې کارولین ګلوک هم وویل: له نېکه مرغه د جګړې او ناامنیو له امله د کورنیو بې ځایه شویو شمېر کم شوی او د ښه کېدو په حال کې دی. شاوخوا 1,350,000 خلک توانېدلي چې خپلو اصلي ټاټوبو ته ستانه شي.

دا په داسې حال ده، چې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له افغانستان څخه د خلکو د مهاجرت کچه لوړه شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

 مطالعه او ژوند | ذبیح الله شفق

ویکټور هوګو به ویل چي کتابونه ساړه دوستان دي، خو البته د ډاډ وړ. د ابن رشد عالم په باب دا خبره ډېره مشهوره...