تاند (جمعه، د لړم/ عقرب لومړۍ) د چین له شانډونګ ولایت څخه د ۸ میلیون یوانو په ارزښت د سوداګریزو توکو بار په یوه ځانګړي رېلګاډي کې د افغانستان په شمال کې د حیرتان بندر پر لور روان شوی دی. تمه ده چې دا اورګاډی په شاوخوا ۲۰ ورځو کې خپل منزل ته ورسېږي.
د چینایي رسنیو د راپور له مخې، په دې بار کې ټوکران، کیمیاوي اومه مواد، وسایل او ساختماني ماشینونه شامل دي چې د شانډونګ ولایت په لینیي ښار کې جوړ شوي دي.
دا له شانډونګ ولایت څخه حیرتان بندر ته د ځانګړي تجارتي رېلګاډي لومړنی سفر دی. حیرتان د بلخ ولایت یو مهم سوداګریز او ترانسپورتي مرکز دی. تمه ده چې اورګاډی له قزاقستان او ازبکستان څخه تېر شي او د ترمذ له سرحدي لارې افغانستان ته داخل شي.
له چین څخه دا سوداګري محصولات په داسي حال کې افغانستان ته استول کېږي چې چین او افغانستان له یو بل سره مستقیمه رېللار نه لري خو په وروستیو ورځو کې افغانستان د چین تر پولې پورې په واخان کې یو سړک جوړ کړ.
تر دې مخکې، د چین د جیانګسو ولایت له هایمن ښار څخه یو بل رېلګاډی، چې په تجارتي مالونو بار و، د قزاقستان او ازبکستان له لارې تر ۱۲ ورځني سفر وروسته حیرتان ته رسېدلی و. په هغه رېلګاډي کې د راپور له مخې، تر ۲ زره ټنو ډېر چینایي توکي، چې ارزښت یې له ۲۰ میلیون ډالرو زیات ښودل شوی، لېږدول شوي وو.
تمه ده چې دغه سوداګریزه لاره په میاشت کې دوه ځله په دواړو لوریو کې فعالیت وکړي او افغان توکي هم چین ته ولېږدوي.
د هایمن رېلګاډي خدمت د چین د «یو کمربند، یوه لار» نوښت په چوکاټ کې د چین او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو توکو د مستقیم لېږد لومړنۍ اړیکه بلل شوې ده.
تر دې مخکې، له شانډونګ څخه افغانستان ته توکي تر ډېره د سړک یا دواړو؛ سړک او رېلګاډي په وسیله لېږدول کېدل. د راپورونو له مخې، دې لارو د ترانسپورت لګښتونه لوړول او د توکو د رسېدو وخت یې هم لږ اټکل کېدونکی و.
د شانډونګ نوې لاره سوداګرو ته د منځنۍ اسیا له لارې د توکو د لېږد بله اسانتیا برابرولی شي. په پراخه کچه، د رېلګاډي مستقیمې اړیکې د پاکستان د لارو بدیل هم کېدای شي؛ ځکه هغه وارداتي توکي چې د کراچۍ بندر ته رسېږي، افغانستان ته د لېږد لپاره یې ډېر وخت ته اړتیا وي.
د هایمن د رېلګاډي په اړه په جلا راپور کې د بلخ چارواکو ویلي وو چې د اورګاډي دا اړیکه د لېږد لګښتونه کمولی شي. د بلخ د والي ویاند هم ویلي و چې په افغانستان کې د چین سفیر، یاو جینګ، ویلي دي چې چین ته د افغان توکو پر وارداتو به د ګمرکي محصولاتو کچه له ۷۰ تر ۸۰ سلنې راکمه شي.
افغانستان د رېلګاډي محدوده شبکه لري. په هېواد کې شاوخوا ۷۹ کیلومتره فعاله رېللار شته چې د ازبکستان پوله د مزارشریف شاوخوا سیمې سره نښلوي. د ایران او افغانستان ترمنځ د خواف ـ هرات رېللار هم د پراختیا په حال کې ده.
چینایي چارواکي وايي چې له شانډونګ څخه د توکو د لېږد نوې لاره د ترانسپورت لګښتونه کمولی او د دغه ولایت او افغانستان ترمنځ سوداګري اسانولی شي. خو د دې لارې عملي اغېز به د لېږد پر وخت، لګښتونو او د انتقالېدونکو توکو پر کچې پورې تړلی وي.