Home+د بې لارو، لارې | ولي‌الله ملکزی

د بې لارو، لارې | ولي‌الله ملکزی

تل خپل ځان په حقه ګڼل او انحصار پالنه، له پېله تر دې دمه د فردي او ټولنیزې ارواپوهنې ستره معما ده. تاریخ ګواه دی چې هېڅ سرکشه انسان، ډله، مذهب، ګوند او واکمن ځان ګمراه او بې لارې نه ګڼي. کله چې یو کبرجن وګړی، ناغېړی واکمن یا سرایله نظام کوم ګام اخلي، لومړی په خپل فکري چوکاټ کې ورته اخلاقي او حقوقي توجیه تراشي؛ بیا له همدې زاویې هر مخالف د نظم ګډوډونکی او بې‌ لارې ګڼي او د ځپلو لپاره یې مټې رانغاړي. که دا مسئله له علمي او تاریخي اړخه چاڼ او غلبېل شي، لاندې څلور بنسټیز محورونه به مو تر سترګو شي:

لومړی؛ د واک استبدادي روحیه: د حاکمیت ژغورنې توجیه خورا خطرناکه حالت دی چې د فرعونیت بېلګه یې په سر کې راځي. قرآني نصوص د استبدادي اروا پوهنې ژور انځور وړاندې کوي. فرعون به ويل: «إِنِّي أَخَافُ أَن يُبَدِّلَ دِينَكُمْ أَوْ أَن يُظْهِرَ فِي الْأَرْضِ الْفَسَادَ – زه په رښتیا وېرېږم چې هغه (موسی) به ستاسو دین بدل کړي، یا به په دې خاوره کې فساد او فتنه رامنځته کړي». دا یوازې د یو خدایګوټي مکر نه دی، بلکې د مادي قدرت لرونکو کلاسیک منطق دی. مطلق واکمنان او استبدادي رژیمونه هر چېرې ځانونه د امنیت، دیني چترۍ او قانون ساتونکي ښیي. د هغوئ له نظره د شته وضعیت بدلون د انارشۍ، فتنې او فساد په معنا وي. له همدې امله، اصلاح‌ غوښتونکي تل د واکمنو ډلو له خوا د ترهګر، اخلالګر، مفسد او د عامه نظم د تباه کوونکي په نوم ځپل کېږي.

دوهم؛ ټولنیزه دود پالنه: د مکې قریشو یو زوړپال او د قبیله‌ اي ګټو په شاوخوا کې راڅرخېدونکی ذهنیت درلود. د نوي فکر او الهي پیغام پر وړاندې د هغوئ تر ټولو قوي دلیل، دود پالنه او له تېرو نسلونو پیروي وه. دوئ باور درلود چې موږ خپل پلرونه پر سمې لار موندلي او د هغو پر قدمونو په ډاډه زړه روان یو. له همدې وجې، د حضرت محمد (ص) د سپېڅلي پیغام ردول یوازې د یوې مفکورې یا عقیدې مخالفت نه وو؛ بلکې دا د قریشو لپاره حیاتي مسئله وه. انګېرنه دا وه چې دا فکر د هغوئ قومي هویت نفي او اغېز له ګواښ سره مخ کوي. نو د خلکو په ذهنونو کې د شک پیدا کولو اسانه او ارزانه لاره دا وه چې نوی فکر سپک وښيي او د رسالت راوړونکی (نعوذ باللّه) د لیوني، شاعر، جادوګر یا بې‌ لارې په تورونو تورن کړي.

دریم؛ فکري او انحصاري غبرګون: په هر مذهب، ډلې او سیاسي فکر کې چې کله پیروان یوازې خپل فکر سم او مطلق حق وګڼي، نو ځان‌ غوښتنه او فکري انحصار رامنځته کېږي. اروا پوهان وايي کله چې انسان د خپلو باورونو موافق خبرې اوري، ذهن یې ارامښت احساسوي؛ خو د مخالف فکر وړاندې کېدل د سړي ذهن له سرګردانۍ او اندېښنې سره مخ کوي. نو‌ ځکه د ذهن لومړنی دفاعي غبرګون دا وي چې د مخالفت د درک او تحلیل پر ځای، سمدستي مقابل لوری بېلارې، منحرف او ناپوه بولي ترڅو خپل پخوانی او خوښ شوی فکري چوکاټ خوندي وساتي.

څلورم؛ د کمیت او کیفیت کړکېچ: د اکثریت او اقلیت موازي زیانونه د حقانیت موندنې په لار کې له دوو جلا اتکاوو سره مخ دي. د کمیت‌ پالنې آفت چې په عامه ژبه کې د اکثریت په معنا کارول کېږي، د حقیقت او اخلاقو تله او ډنډه نه ده. د بېلګې په توګه؛ په هغو محدودو عربي هېوادونو کې چې دا مهال تش په نامه ټاکنې کېږي، ګټونکی ولسمشر لږ تر لږه ۹۷ سلنه رایې اخلي، خو حقیقت بل څه وي؟ د خالق تعالی ټول استازي په پیل کې سخت ځپل شوی اقلیت وو، خو اوس ګورو چې د اته میلیارده انسانانو ۵۵٪ د درېو رسولانو پیروان دي. کله چې یو اقلیت ځان د پوهې او معرفت وارث وګڼي، د ولس ارادې او غوښتنو ته په سپکه ګوري. د برلاسۍ له ادرسه ادعا کوي چې عام خلک په ګټه او تاوان نه پوهېږي، نو په هرې روا او ناروا پرېکړې کې یوازې خپل ځان په حقه بولي.

زه به خپله خبره داسې راونغاړم چې له فکري تعصب او جمود څخه د وتلو یوه لاره ښايي همدا وي چې پوه شو انساني غمیزې یوازې بې‌ قانونو خلکو نه دي رامنځ ته کړي، بلکې تر ډېره د هغو کسانو له خوا شوي چې خپلو بدو کړنو ته یې اخلاقي یا مذهبي توجیه پېدا کړې او د حقانیت چپنه یې ورته اغوستې ده. د دې تاریخي غمیزې مقابله هلته ممکن ده؛ کله چې فرد او ټولنه باور ولري چې هېڅ وګړی یا فرقه د مطلق حقیقت مالکه نه ده.

د حق پېژندل او منل دا نه دي چې انسان یوازې د خپلو افکارو پیروي وکړي، بلکې د متوازن قضاوت لپاره د خپل مخالف د لید لوري ارزونه او له سرتمبګۍ څخه ډډه کول ښايي عادلانه معیار وي. د بل چا هر مثبت فکر او رغوونکی نظر بې‌ ارزښته ګڼل، پخپله بېلارېتوب دی. دا ډول خلک به هېڅکله د فکري بلوغ پړاو ته ونه رسیږي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خیر کړي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

وچه پاڼه| آرين تسل

وړه او شنه پاڼه غلې وه. تر څنګ یې لویې پاڼې ته وکتل او ویې ویل: — ولې خفه یې؟ غټې پاڼې ځان راټول کړ؛ داسې...