په علومو او لیکوالۍ کې له لویه سره د لیکوالو او پوهانو د ژبې او علم اخلاقي او تهذیبي چلن همدومره مهم وي، څومره چې یې د مانا او مفهوم اساس او جوهر ارزښتمن وي. په یوه متن یا لیکنه کې د دغه چلن اولین توکي علم، تخلیقي صلاحیت، عام فهم او پوهنیزې وړتیاوې، دقت او ځېرکتیا، د مشاهدې بصیرت، د علم او معلوماتو اخیستنه د همدې اخیستنې امانت او په دیانت يې رسونه، مهذبه مکالمه او د دلیل شایستګي یې هغه څه دي، چې بغیر له دې یو توکي هم یوه لیکنه مستنده نه شي کېدای او که وي هم؛ نو دقیقه او کره یې نه شو ګڼلی.
په عامه توګه له دغه چلندونو سره بلد او نابلده لیکوال په ګڼو حوالو له خورا سختو او پېچلو لارو راتېرېږي، کم یې داسې دي، چې دغه شواخون یا ستړې ورسره ګالي، هغه چې له دغو ستړیو سره ځان نه ستړی کوي، لوستونکي او حتی روغې زمانې یې د خپل کاهلات او نااهلۍ په مغالطو او ناسمو اړولي وي او هغه چې له دغه ستړیو سره ځان ستړی کوي، زمانې او علوم یې احسان پر ځان مني او قدر یې کوي. لومړني هغه یې د لفظ او علومو پر حرمت او تقدس پوه دي او د همدې مغالطو په ناسموالي او خطرونو یې خبر دي، دوی چې حتی خپل یو لفظ یا توری هم لیکي، د مانا د سیاق او سباق ترڅنګ یې پر ښکلاییز جوهر او ګرامري ښاستونو هم فکر کوي، د مرحوم سعید ګوهر علمي دقت او د ډاکتر احسان الله درمل لیکنې او لیکوالي د همداسې نثري ځانګړنو شهکارونه دي. په دویمه هغه کې یې کاهل لیکوال د خپلو لفظونو له معنوي ربط وراخوا د هیڅ لفظ پر مانا، ښکلا، مانوسیت او حتی د بل پر خبرو او حوالو یا ماخذونو هم چندان د فکر کولو زحمت نه کوي، برعکس د خپل نرسیسزم او بې ځایه ځانښودنې په وجه د لویو او پرلپسې غلطیو او ناپوهاویو یو لوی بهیر یې په ځان پسې روان کړی وي.
د وروستۍ کټګورۍ د زیان او تاوان په اړه د همدې کټګورۍ د ځېنو شعوري او ناشعوري لوستونکیو لاس لرل هم نه شي رد کېدای، ځکه معاصر مباحث هم باید د تخلیقي متونو په څېر جدي لوستونکي ولري، چې علمي مباحث ورسره انحرف ونکړي او په بېلا بېلو سطحو یې د ګټې او زیان ځای او مقام معلوم شي؛ مثلاً موږ به د خپلو ادبي مباحثو خبره وکړو، چې زموږ لوستونکي څومره جدي او د ګټې او زیان لوستونکي دي. زموږ د مباحثو د کټګورۍ یو هغه ده، چې دوی یوازې د دغه بحثونو لوستونکي وي او د ښه نیت په وجه په هیڅ بحث کې ګډون نه کوي؛ خو مخالفت یې هم نه کوي؛ بلکې ورته خوشال وي او غنیمت یې بولي، که څه هم دا ښه نیت یې پر ګټه نشي توجیه کېدای؛ بلکې دا هم زیان دی؛ خو د دویمې کتګورۍ له لوستونکیو بهتر دي، دویمه کټګورۍ لوستونکي چې پر دې مباحثو پوهېږي او په ګټو او زیانونو یې هم خبر دي؛ خو د ځينو شخصي یا ذاتي مصلحتونو په اساس غږ نه کوي، دا یې تر لومړيو هغه لوستونکیو زیات خطرناک دي، درېیمه کتګوري لوستونکي هغه دي، چې پر همدې مباحثو د پوهېدنې په بحث کې ګډون هم کوي؛ خو د خبرې طرف یا د واقعیتونو د اصل برعکس منځلاری موقف نیسي، د دوی په نظر نه د احمد غلطـ ــ غلط دي او نه د محمود سم ــ سم دي، دا ډول لوستونکي د پورته ټولو کټګوريو تر لوستونکیو بدترین خطرناک دي، دوی حتی د څلورم ډول لوستونکیو، هغه چې دا ټول مباحث په زوره د خرابو او ناسمو هغو خواوو ته شعوري بیايي، هم زیان رسوونکي دي؛ نو په داسې یو غېر سنجیده او نه ژمنو لوستونکیو کې زموږ د بحث او مباحثي ډسکورس کله هم د علمي او یا د لیکوالۍ د هغه تقدس او حرمت ځای او مقام نشي خپلولی، چې ځينې سنجیده او علمي پوهان او کره کتونکي یې د خپلولو کوښښ کوي. زه وایم هغه چې غلطو او ناسمو ته سم وايي او یا یې ناسم نه شي ګڼلی او د واقعیتونو طرف هغه نشي نېولی، ښه ده، چې هیڅ یې ونه بولو او په هیڅ قضاوت یې شامل نه کړو.
ښاغلي سمیع الدین ارمان ته له هغه لیکنې وروسته هم ډېری لوستونکیو، لیکوالو او کره کتونکیو د پښتو کره نقاد او لیکوال ترکیب وکاراوه، چې ښاغلي جاوید احساس یې د هغې خبرې، چي د علامه اقبال د سرقې یا د غلا په اړه یې د ځينو لیکوالو سیدظفرالحسن، ډاکتر معروف او مولینا عبدالماجد په اړه لیکلې وه، چې ګواکې دا لیکوال هم د علامه اقبال د سرقې خبره کوي، چې ښاغلي احساس یې نه یوازې دا ماخذونه غلط او دروغجن ورته ثابت کړل؛ بلکې د همدې یادو لیکوالو هغه عمومي تاثرات یې هم ورته راوړل، چې نوموړیو لیکوالو د علامه اقبال په ستاینه او درنښت لیکلي وو. زه نه وایم، چې ارمان د پښتو کره نقاد او لیکوال نه دی؛ مګر دقت دا دی، چې حد اقل د احساس په لیکنه دا بې طرفي څه مانا؟ چې ارمان په غلطه او په درواغو په علامه اقبال د لیکوالو جعلي خبرې تړي او زموږ لوستونکي احساس ته لیکي چې: ته هم ښه وایې او دای هم بد نه وايي.
دا موقف دوه خبرې ثاتبوي، یو دا چې موږ بذت خود هیڅ علمي او فکري مباحثو ته ژمن او جوړ خلک نه یو او بل په لوی لاس له علومو زیات مصلحت، ذاتي او شخصیتي حوالې راباندې زوروې دي او هیڅ سنجیده لوستونکی نه لرو. زه په دې اړه د ښاغلي جاوید احساس په شمول د ټولو هغو سنجیده او فکري لیکوالو درک او زړه خوږاوی درک کوم.
بله خبره دا ده، چې ولې داسې حواله ولیکو، چې یو لیکوال یې په اړه خبره نه وي کړي؛ خو موږ یې پسې لیکو، تاسې شاید ووایئ، چې دا هیڅ ممکنه نه ده؛ چې حتی یو عادي لیکوال او لوستی سړی داسې کار وکړي؛ نو ارمان یې څنګه کوي، ما پورته هم اشاره وکړه او دلته یې بیا وایم، چې ډېر کله د یوه لیکوال نارسیسزم د هغه په لیکنو او لیکوالۍ کې په لاشعوري ډول ځان ښکاره کړي؛ یعنې لیکوال دا ګڼي، چې دا کتاب او هغه لیکوال هم ما لوستي دی. یا داسې وشي، چې دوی ته یوازې ځان لوستی ښکاري، مطلب نور خلک نه څه لولي او نه یې لوستي دي. دا د لوستنې بې ځایه غرور دی، چې هیڅ معقول عالم او لیکوال یې نشي کولای، ځکه هر ډول غرور او درواغ استبداد، ظلم او جبر دی، بیا په علومو کې د دغه جبر هیڅ زره ګنجایش نشته.
تر ټولو زورور زیاتی او جبر خو بیا دا وشو، چې ښاغلي ارمان پرلپسې درې واره په همدې اړه وضاحت هم ورکړ، چې هغه تر دې درواغجنو حوالو هم زیات مضر او ناسنجیده و، شاید ارمان فکر کړی وي، چې دا فاحشه او درواغجنه غلطي هم غلطي نه وي او دا فکر يې هم د همغه لوستونکیو په اساس کړی وي، چې سره له غلطۍ یې ده ته په غېر مستقیم ډول برات ورکاوه. یعنې بغیر له ښاغلي محمود ایاز چې د ښاغلي احساس خبره یې لا پسې تایید او ثابته کړه، کمو یې ورته ناسم ویلي دي.
په دې ټولو ځوابیه وضاحتونو کې ښاغلی ارمان تقريباً د نارګسیت ښکار شوی دی، ما وویل، چې علمي استبداد په داسې موقف زره ګنجایش هم نه لري؛ البته ساهو علوم په دې اړه واضح او عالي میتودونه حتماً لري او پوهان ورباندې پوهېږي، چې خود تنقیدي یا پر ځان نقد او کره کتنه منل یا خپله شعوري او غېر شعوري غلطي منل د عالمانو او پوهانو لویي ثابتوي، دا کله هم کم علمي او کم سوادي نه وي.
د ښاغلي احساس د لومړی لیکنې په ځواب کې د ښاغلي ارمان لومړی وضاحت دا و، چې: «دا یې شوخي کوله او له ډېر وخته په یادې موضوع کار کوي، د نوموړیو لیکوالو حوالې ورته یادې نه دي، خو اجمالي ذکر یې کړی دی البته تفصلي کار به یې بیا مخې ته راځي» په دویمه برخه لیکنه باندې هم ښاغلي ارمان همدا پورته وضاحت کافي بولي او وايي، چې: «ما خپل اند او د دغه کمنټس پس منظر پيش منظر وړاندې درته کمنټ کړی و» د ښاغلي احساس په درېیمه برخه لیکنه باندې د ښاغلي ارمان درېیم وضاحت دا دی، چې: «سردست ستاسې حوالې د اقبال د عمومي مقام په باب له دي او د سرقې خبره د مخصوصو تصوراتو سره دی او هغه مخصوص تصورات کمنټ کې وو نه؛ نو تاسو د هغه نومونو سره تړلي عمومي د مقام ټاکنې متعلقات راوړل. بل د مساوي ماخذ نه مختلف یا متضاد حوالې صورت کې فېصله کن ارزښت استدلال ته ترلاسه وي. د دې اسان مثال داسې دی، چې سپېڅلي قران د پېنځه واړه فقهي امامانو اساسي حواله ده؛ خو د دې باوجود د ټولو ترمنځه اختلافي صورت موجود دی او زما د اند تړون هم د دې سره جوت دی»
د ښاغلي ارمان له ټولو وضاحتونو معلومېږي، چې د ښاغلي جاوید احساس د لیکنو او استدلال او یا دای د خپلې خبرې لپاره هیڅ کوم داسې دليل نه لري، چې د ده د همغه خبرو تایید پرې ثابت شي، ښاغلی ارمان چې د کومو یادو لیکوالو په اړه د اقبال مرحوم د سرقې خبره کوي، ښاغلي احساس ورته ثابته کړې ده، چې دوی کله هم دا خبرې نه دي کړي او که یې کړي وي؛ نو ارمان دې مهرباني وکړي دا دې ثابت کړي.
ښاغلی ارمان چې له اول وضاحته پر اصل خبره تمرکز نه کوي؛ بلکې یو خوا او بل خوا خبرې زیاتوي او کوښښ کوي، چې خبره له ماخذونو واړوي او د بحث لوری بدل کړي؛ مثلا تاسې یې په وروستي وضاحت کې وروستۍ پېراګراف ولولئ، چې څنګه د استدلال یوه عامه قاعده په څومره بې ځایه او غېر متمرکزه نقطه په مبهم نثر او استدلال اړوي؛ که تاسې غاښ پر غاښ کېږدی او بیا دا نثر ولولئ، ایله به ورباندې پوه شئ چې مقصد یې له مساوي ماخذونو څه دی؟ یعنې د ده په اند له یو ماخذ بېلا بېلې ماناوې او مفاهیم هم اخیستلی شي!! دا خبره خو له بنیادي او اصل یا تخلیقي او ډاینامیکي متنونو یا تحریرونو سره سمه ده، خو د یو چا لیکوال او مبصر له کتاب یا لیکنې او نظره خپله مانا استخراجول بلکل ظلم او خیانت دی، دا هیڅ کوم علمي او سنجیده چلن نه دی او نه داسې کومه علمي قاعده شته، دا بغیر له کوم تامله سوچه علمي انحراف او شیطانت دی. چې د یو چا په خبرو یا په چا پسې داسې خبرې وتړو، او بیا یې له ماخذه د خپلې مانا د استخراج دلیل هم ووایو.
ښاغلی ارمان چې د ماخذونو پر اخیستنه کوم مثال ورکوي، دا هم د ده د لیکنې د ځواب په وضاحت کې ناسم او غلط دی، د سپېڅلي قران د ماخذ او د امامانو د استنباط یا استخراج مثال څنګه او په کوم سیاق د ده د حوالو یا ماخذونو سره سړی مقایسه کړي؛ یعنې ده چې کوم ماخذونه راخیستي دي، هغه د احساس له اخیستنې سره مختلف دي او دا ځکه چې له ماخذه د مانا اخیستنه مختلفه ده!؟ ما پورته هم وویل، چې له ډاینامیکي او تخلیقي متونو خو مختلفې ماناوې اخیستلی شو؛ خو د یو چا پر اخیستل شویو ماناوو نورې ماناوې نه شو اخيستلی او تپلی یا د ده په مثال د امامانو خبره بيا څوک څنګه مختلفه او یا په بله مانا کوډ او اخذ کړي؟ که داسې وکړي، لکه څنګه چې يې دای مثال ورکوي او حوالې یې هم همداسې اخذ کړي؛ نو یاد لرل پکار دي، چې دا جرم او غلط استخراج د تحقیق او تنقید ګنا یې کبیره ده.
استدلالونه په داسې توګه اړول په دې وضاحتونو کې د ښاغلي ارمان ځانګړنه ده، په همدې وضاحت کې تاسې پورته پېراګراف هم ولولئ، چې دای څنګه حوالې په عمومي مقام او مخصوصو تصوراتو اړوي، یعنې احساس خو د دې لیکوالو د عمومي مقام په اړه د دوی خبرې راخیستې دي او د ده خبرې خو د تصوراتو په اړه مخصوصې دي، حال دا چې ښاغلي احساس ده ته په همدې مخصوصو تصوارتو ګوته ایښې ده، چې دا مخصوص تصورات کله هم د همدې یادو لیکوالو نه دي؛ بلکې دا لیکوال خو علامه اقبال ته په داسې او هغسې مقام او موقف قایل او منونکي دي، دا د عمومي مقامونو د ټاکنې حوالې خو د همدې مخصوصو تصوراتو د نفي یا د برعکس موقف یو دقیق او مستند استدلال دی؛ خو ښاغلی ارمان په دې اړه ځکه ځان نه پوهوي یا ځکه دا بحث ګډوډوي، ترڅو د غلطو ماخذونو پر ځای بل خوا یا د مخصوصو او عمومي حوالو بحث ته ولاړ شي.
د استدلال د چلن دا حال یې هم د لېدنې وړ دی، چې په لومړي وضاحت کې وايي ما شوخي کوله؛ خو په وروستیو وضاحتونو کې بیا د سپیناویو او استدلالونو توجیه لټوي. دا نهایتاً بلکې د شرم تر حده استدلال دی، چې د یوې لویې کتلې او سیمې د ولسونو او خلکو له یوه داسې شاعر او د فلسفي لېد لرونکي پنځګر سره دې په داسې انداز شوخي وشي، چې هغه ته سرقه دوز یا د همدې اصطلاح په ضمني مانا او مفهوم غل وویل شي. سره له دې، چې د همدې تور او اعتراض په هیڅ سیاق او سباق کې نه د شوخۍ کومه کنایه شته او نه یې د طنز کوم جمله مواجع کېدای شي؛ دا کت مټ تور، توهین او اهانت دی. شک نشته چې پر اقبال تر دې هم داسې ډېرې ترخې، تېزې او توندې نېوکې شوي دي او د نېوکو ځوابونه یې هم شوي دي؛ مګر هغه کله هم په داسې یوه ناویته استدلال بېخي نه دي شوي، چې یو خوا یې ماخذونه درواعجن وي او بل خوا یې لیکونکی وايي، ما ګپ کاوه. دوه توره واقع دي، یو پر لیکوال او پنځګر تور دی او بل یې پر ماخذ او حوالې د یادو لیکوالو تور دی، چې د ښاغلي احساس او محمود ایاز په وینا هیڅ رښتونولي او صداقت یې نشته.
د ښاغلي ارمان په وضاحتونو کې یو بل وضاحتي ګواښ دا هم و، چې ګواکې ده د اقبال په اړه کار د همداسې نوعیت له مخې کړی دی، موږ پورته هم وویل او دا دی اوس یې بیا وایم، چې د اقبال په شمول هېڅوک له نقد او کره کتنې مبرا نه دی، بلکې دا باور ساتل پکار دي، چې هر نقد او کره کتنه، چې د فکري دیانت او مهذبې لهجې استدلال یې تر شا وي، د لویې ګټې او بقا سبب جوړېدای شي. ښاغلی ارمان که پر اقبال مرحوم هر ډول نقد او انتقاد کوي، دا یې حق دی، خو د استدلال دا نوعیت لکه پورته چې دوی په خپلو وضاحتونو کې کړی دی، نه یوازې ناسم دی، بلکې هیڅ بصیرت لرونکی نقد او کره کتنه دا ځانګړنې نه خپلوي او دا خبره خو بیا ډېره مهمه ده، چې له لویو او عظیمو شاعرانو او مفکرینو سره د اختلاف او یا له هغوی انکار که له یوې خوا ذهني جرات او دا جرات بیا صلاحیت او استدلال غواړي؛ نو بل خوا انکار او اختلاف هم باید چې له کوم تعصب او تېري یا جارحیت پاک دیانت او امانت ولري.
له دې دومره خبرو او سپیناویو مو موخه دا وه، چې د خپل معاصر نقد او کره کتنې د بحث او مباحثې ډسکورس واضح، روڼ او د روایت غېږ ته پرته له کوم مصلحت او تعصب داسې وسپارو، چې د سبا لوستونکي او د نن نقاد مو نور دا ونه ګڼي چې زموږ د مباحثو لوستونکي غېر جدي دي او یا رښتیا هم د استدلال قحط داسې دی، چې هېڅوک پرې نه پوهېږي او هر څوک یې په خپله سلیقه او انداز په هر چا هر ډول ورتپلی شي.
3 می 2024