شنبه, مې 18, 2024
Home+هنرونه او د حقیقتونو رابرسېره کول

هنرونه او د حقیقتونو رابرسېره کول

لیڪ: ع . بشرمل

د انساني ارواحو د تسڪین په موخه گڼ هنرونه ایجاد سوي. په دې هنرونو ڪې دومره شدت او قوت وي چې د لذت سره سره یو ښه لوستونکی د همدې هنر پنځونڪي د زړه او روح رازونو ته رسیږي. هنرونه له یوه پلوه ویونڪي، لیڪونڪي، مخاطب او لوستونڪي ته ډاډ او تسڪـــین ورڪوي او له بله پلوه د ویونڪـــي د ذوق او لذت هغه تشه چې د زمان تر جبر لاندې ددې نړۍ له حالاتو، انساني دوڪو، دردونو، اذیتونو ، فریبونو او چالانو څخه داسې وچه سوې وي لڪه صحرایې سیمي؛ خړوبوي.

خپله د هنرونو دا اړخ چې د حقیقتونو شننه ڪوي زما ډېر خوښیږي. د شعر او شاعرۍ له ڪتاره زه صرف د لنډیو اړوند یو لږ څه ویل لرم:

لنډۍ د پښتو ادب یو نایاب او ښڪــلی هنري ژانر دی، د همدې لنډیو د خوږوالي تر شا چې څومره درد پروت وي یوازي یې با احساسه ڪسان حس ڪولای سي . عام لوستونڪي یې صرف د خپل ذوق او شوق لپاره لولي خو درونګرا او هغه ڪسان چې د شعر او یا بل هر هنر په عمق او درون ځان خبرول غواړي د لنډیو هغه تراژیدیڪ حالت ته یې هم پام اوړي . له یوه پلوه ڪه د یو لوستي ڪس لپاره د یوازیتوب له اذیته د خلاصون لار لیڪ او لیڪل کول دي بل طرف ته په ڪورنو کې د ښځینه وو لپاره د درد، یوازیتوب، احساس ڪمترۍ او له اذیته د خلاصون ښه لاري لنډۍ، ټپې او ڪاڪړۍ ویل دي.

په دې هنرې فورمونو ڪې ڪه حقیقتونه هم وویل سي ، سطحې انسانان یې د برداشت او مفهوم اخیستلو څخه نسې درڪ کولای . ځڪه خو د همدې شعر او شاعرۍ لپاره هم باید یو ڪس لوستی وي چې تر څو یوازي د شعري هنرونو څخه د لذت او ذوق مانا وانخلي، بلڪې د دې ظریف هنر و هغه لوري ته چې څومره د ټولني نا ویل سوي حقایق راته په ښکلاییز ډول بیانوي پام ور واړوي. یو علت د دې لنډیو او شعر و شاعرۍ همدا کېدلای سي چې لا اوس هم زموږ په ټولنه ڪې د حقایقو ویل څومره تاوان اړونکی کار دی او هیڅ ڪس بغیر له یو داسي هنره څخه چې حقیقت پکښي راونغاړي ؛ حقیقت نه وایې.

یو ځای مې اوریدلي وو چې وایې : کله چې تاسو حقیقت وایاست نو په خندا یې ووایاست کنه مقابل طرف به مو ووژني. په پښتني ټولنه ڪې د ښځو سره د جبر او خشونت ډڪ ژوند د ښځو څخه د واڪ او ځواڪ چاري اخیستي او دا لا څه چې حقیقت ووایې بلڪه د خپلو صورتونو او جسمونو واڪونه یې لا د نورو په قبضو ڪي حبس / بندي پاتي دي.

صورت زما واک یې د بل دی
خدایه ته واخلې دا بې واکه صورتونه

_

صورت زما واک یې د بل دی
صورته خاورې شې چې واک دې نه لرمه

1 COMMENT

  1. ښه لیکنه ده. مننه.
    امّا یوه وړوکی ملاحظه؛
    زما یو پښتون کنداری آشنای په کابل کی لوی سوی او دوولس ټولګی درس ئی همهلته لوستی ؤ ( پښتو ژبه ئی بشپړه وه او ډیر ښکلی لیک ئی هم درلود، ښه مستعد ځوان ؤ خو متأسفانه نورو ځوانانو او زړو غوندی، ښکلی استعداد ئی په حربی ښوونځی کی په لرګی بدل سو . حربی ښوونځی او حربی پوهنتون هم فضائی بلاک هول ته ورته ؤ کوم چی ” نور او روښنائی ” پخپله ګیډه کی محو کړی وه ) .
    ” کیسه ئی کول چی د مکتب په اووم یا اتم صنف کی مو د پښتو مضمون درلود، د پښتو معلم مو یو ظریف پښتون کس ؤ، د یو کابلی هلک څخه ئی وپوښتل چی هلکه د ” اوبه ” جمع حالت کوم دی؟
    شاګرد چی اصلاً ئی پښتو ډیره نه وه زده د معلم ددی ګمراه کوونکی سؤال د جواب څخه عاجز ؤ خو په اټکل ډول ئی جواب ور کړ چی اوبې!
    معلم ور ته ویل نه
    شاګرد ور ته وویل اوبه ګانی
    معلم وویل نه
    شاګرد ور ته وویل اوبونه
    معلم بیا هم ور ته وویل نه ” .
    زه به تر مرګ پوری معتقد یم چی د سلو کلونو په اوږدو کی زموږ حاکمانو زموږ د وولس سره په هره برخه کی ستری ستری جفاګانی کړی دی ، فقر او مسکنت او جهالت ځکه حاکم ؤ چی تر ټولو مخکی فرهنګی چارو ته سخته بی اعتنائی او بی پروائی حاکمه وه، نه پښتون زده کوونکی فارسی زده کړه او نه فارسی والا پښتو ژبه زده کړه.
    په هره توګه عرض می دا دی چی ” هنر ” هم ” اوبه ” غوندی یو بسیط اسم دی یعنی د مفرد او جمع حالت ئی یو شان دی ( هنر د جمع بڼه نلری بلکه د مفرد او جمع حالت ئی همدا هنر دی ، نتیجتاً هنرونه چندانی معمول او مرسوم او مأنوس شکل نه دی.
    که څنګه؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب