شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهطالبان بدخسان ته د کوکنارو د کښتونو د اړولو پر سر د...

طالبان بدخسان ته د کوکنارو د کښتونو د اړولو پر سر د ستونزو د حل لپاره پلاوی استوي

تاند(یکشنبه، د ثور ۱۶مه) د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، په بدخشان ولایت کې د کوکنارو د کښت پر سر د رامنځته شویو پېښو د څېړلو لپاره د دفاع وزارت د لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت په مشرۍ پلاوی استول کېږي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، مجاهد ویلي چې د بدخشان ولایت د یو شمېر ولسوالیو په ځینو سیمو کې یو شمېر کسانو د دوی پر هغو امنیتي ځواکونو هجوم وروړی دی چې هڅه یې کوله د کوکنارو فصلونه واړوي. مجاهد زیاته کړې چې د دوی د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د فرمان پر اساس د کوکنارو کښت او قاچاق منع دی او هیڅ سیمه له دې فرمان څخه استثنا نه ده.

د طالبانو مخالفانو بیا هڅه کړې چې د بدخشان د کوکنارو مسلې ته قومي او سیاسي رنګ ورکړي. دوی د کوکنارو د کښتونو لپاره د ځايي اوسیدونکو مقاومت د طالبانو پر ضد ولسي پاڅون بللی دی.

د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد ویلي د بدخشان د پېښو د دقیقې څېړنې لپاره د ریاست الوزرا د مقام له لوري د ملي دفاع وزارت د ستر درستيز قاري فصيح الدين فطرت په مشرۍ پلاوي ته دنده سپارل شوې چې د پیښو هر اړخیزه څېړنه وکړي او بشپړ راپور یې د ریاست الوزرا مقام ته وړاندې کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب