Homeخبرونهایمل ولي خان د عوامي نشنل ګوند مشر غوره شو

ایمل ولي خان د عوامي نشنل ګوند مشر غوره شو

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه) ایمل ولي خان د عوامي نشنل ګوند په خپلمنځي انتخاباتو کې د دغه ګوند مشر او ډاکتر محمدسلیم خان عمومي منشي وټاکل شول.

په ګوندي انتخاباتو کې، چې نن په پېښور کې وشول، د ایمل ولي خان په وړاندې څوک نه و کاندید شوي.

تر دې مخکې اسفندیار ولي خان د عوامي نشنل ګوند مشر و خو له ‌ډېرې مودې راهیسي نوموړی ناروغ دی او عملاً یې ګوندي چارو ته شا اړولې وه له همدې کبله د پاکستان په وروستیو انتخاباتو کې د عوامي نشنل ګوند د ماتې له کبله د ګوند مرستیال حیدرخان هوتي استعفا ورکړه.

ایمل ولي خان، چې تر دې مخکې د نشنل عوامي ګوند صوبايي مشر و، حاضردمه د پاکستان د سنا جرګې غړی دی.

د ده پر ځای میاافتخار حسین د ګوند صوبايي مشر ټاکل شوی دی.

د عوامي نشنل ګوند له خبرپاڼې سره سم، اسفندیار ولي خان به د ګوند «رهبر» وي چې یو سمبولیک لقب دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...