Homeخبرونهد طالبانو یوه پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون...

د طالبانو یوه پلاوي د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون کړی

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه ) د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې یوه پلاوي یې د ګامبيا په پلازمېنه، بانجول کې د اسلامي همکارۍ سازمان په ۱۵مې سرمشريزې کې ګډون کړی دی.

دغه وزارت زیاته کړې، چې په دې غونډه کې د اسلامي همکارۍ سازمان په رسمي بلنه، د دوی په استازيتوب د بهرنیو چارو وزارت وياند، او د نړيوالو سازمانونو د برخې رئيس ګډون کړی.

سرچینه زیاتوي، پلاوی به په عمومي غونډه کې د ګډون ترڅنګ د اسلامي همکارۍ سازمان له لوړ پوړو چارواکو او همدارنګه د غړو هېوادونو له استازو سره د ناستې په څنډه کې د دوه اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو په اړه هم خبرې اترې ولري.

د اسلامي همکارۍ سازمان ۱۵مه سرمشريزه چې د غړو هېوادونو د دولتونو او حکومتونو رئيسان، بهرنيو چارو وزيران او دیپلوماتان پکې ګډون کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...