Homeخبرونهد افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماته ورکړه

د افغانستان الف لوبډلې د سریلانکا الف لوبډلې ته ماته ورکړه

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه) د افغانستان د کرکټ الف لوبډلې نن په څلورمه یو ورځینۍ دوستانه سیالۍ کې سریلانکا ته ماته ورکړه.

سریلانکا افغانستان ته ۲۷۶ منډې هدف ټاکلی و خو د ریاض حسن د سلیزې په مرسته افغان لوبغاړو وکړای شول چې هدف پوره کړي.

 د دې سیالۍ پچه افغانستان وګټله او سریلانکا ته یې د توپ وهنې یا بیټنګ بلنه ورکړه. د سریلانکا لوبډلې په ( ۵۰) اورونو کې د ( ۷) لوبغاړو له بایللو وروسته (۲۷۵) منډې وکړې.

د افغانستان لپاره بلال سمیع ۳، قیس احمد ۳ او ننګیالي خروټي ۱لوبغاړي وسوځول.

په توپ وهنه یا باولینګ کې د افغانستان دواړه پیلګر لوبغاړي ښه وځلېدل. د ریاض حسن د ۱۰۶ منډو ترڅنګ زبید اکبري ۶۸ منډې وکړې او ننګیالي خروټي بیا په نسبتاً لږتوپونو ۴۰ او شاهدالله ۳۹ منډې وکړې.

د دې لړۍ لومړۍ درې سیالۍ د سریلانکا الف لوبډلې ګټلې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...