یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهکابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

کابل کې د کار ملي کنفرانس جوړیږي

تاند (یکشنبه، د ثور ۱۶ مه ) د کار او ټولنيزو چارو وزارت لپاره د طالبانو د رژیم معين مولوي محمد زاهد جان آغا وایي، چې دغه وزارت د کار ملي کنفرانس جوړولو تابيا نيسي، څو د يوه ملي بحث په پايله کې کاري فرصتونه رامنځته کړي.

د سرچينې په خبره د کار او ټولنيزو چارو وزارت همدارنګه د کار قانون بيا کتنه ترسره او د کارموندنې ملي پاليسي چمتو کړې ده.

 په افغانستان کې د کار نړيوال سازمان رئيس ډاکټر رامين بهزاد وایي، په افغانستان کې هم ګڼ شمېر کارګران د دندو له لاسه ورکولو او خوندي کاري چاپېريال د نشتون له کبله له ننګونو سره مخ دي.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې استازي اعتبار شاه شینواري بیا د کارګرو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، چې دمګړۍ په افغانستان کې ۶ زره تولیدي کارخونې شتون لري، چې ۱.۲ میلیونه کسان پکې په کار بوخت دي.

په افغانستان کې د بې کارۍ ستونزه له پخوا څخه یوه جدي ستونزه وه، چې د څارونکو په باور د طالبانو له بیا واک ته رسېدو سره په یوه ناورین بدل شوی او د نورو لاملونو تر څنګ له دې امله هم له افغانستانه هر کال سلګونه زره کسان په خطرناکو او غیر قانوني لارو د کار په لټه هېواد پرېښودو ته اړ کیږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب