د خيال او تخيل ترمنځ ډېره يوه کوچنۍ باريکي پرته ده، خيال يوه قوه ده او تخيل د خيال زېږنده او هغه فعل چي له خياله را پيدا کيږي، يعني ويلاى سو چي خيال اسم دى او تخيل د هغه فعل او يا خيال يو پلان دى او تخيل د هغه پلان عملي بڼه يعني تخيل د خيال د عملي کېدني پروسه ده.
مثلاًويلاى سو، چي مينه يو خيال دى او د ميني کولو لاري او طريقې د هغه خيال تخيل دى، خيال په شعر کي موجود دى او تخيل هغه وخت پيدا کيږي کله چي يو انسان همدا خيال واوري او هغه په خپل ذهن کي داسي و شاربي چي هغه ته همهغه خيال د يوه فلم د صحنې غوندي په مغز کي ور تېر سي او هغه خيال ته په خپل ذهن کي د عمل جامه ور واغوندي.مثلاً:
ګوره ښايستې نجلۍ پښېمانه به ســـې
خوله تر قيامته څوک خولګۍ نه بولي
دا بې انصافه، دا هېرجن خريـــــــــــــــدار
پرونۍ ښکلې ناوکۍ نه بولــــــــــــــــــي[1]
اوس په پورته څلوريځه کي تاسو وينئ خيال ژوند دى او د هغه تېريدل تخيل يعني دا چي ژوند په خپل ځان کي يو خارجي وجود نه لري هر څوک د ژوند د نامه په اورېدو سره د خوښي احساس کوي، ځکه ژوند خپله د خوښۍ، خوشالۍ او ارمۍ سمبول دى، مګر کله چي د هغه د تېرولو په اړه د هغه د لوړو او ژورو په اړه څوک فکر کوي نو دا يو ډول تخيل سو يعني خيال ته په فکر کي د عمل جامه ور اغوستل نه په حقيقت کي ځکه که په حقيقت کي د عمل جامه ور واغوستل سي بيا نه خيال پاته کيږي نه تخيل بيا په حقيقت بدليږي.