پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Home+زړول/ځړول | زهير سپېڅلی

زړول/ځړول | زهير سپېڅلی

دا دوه جلا- جلا مصدرونه دي.
«زړول» په دې معنا چي يو نوی شی استعمال شي او زوړ شي.
«ځړول» دا معنا چي پر دېوال، تناب يا بل ځای يو شی را وځړوو يا ځوړند کړو.
همداسي «زوړ» او «ځوَړ» هم توپير لري.
«زوړ» صفت، د نوي ضد او «زاړه» ئې جمع او مغيره شکل دی. «ځوَړ» بيا د مخ پر کښته په معنا دی.
که «زړول» او «ځړول»، «زوړ» او «ځوړ» د يو بل پر ځای وکاروو، معنا ئې غلطېږي.
دا زوړ کتاب دی.
زوړ يار ځين کړی اس دی.
اوبه مخ پر ځوړ رواني دي.
ټول شيان مه زړوه.
هر شی دلته مه ځړوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

افغانستان هم پروین لري!

نقیب احمد قریشي که خدای د هنرونو په ټاټوبي هندوستان کي پروین اترت پیدا کړې ده، خو پاکستان هم پروین شاکر لري، که څښتن تعالی...