جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد طالبانو سیاسي کمیسیون: نړیوال دې د چاپېریال ساتنې او اقلیم برخه...

د طالبانو سیاسي کمیسیون: نړیوال دې د چاپېریال ساتنې او اقلیم برخه کې مرسته راسره وکړي

تاند:( جمعه، د حمل ۱۸ )  د طالبانو د رئیس الوزرا د سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په مشرۍ د دوی سیاسي کمیسون له نړیوالو غوښتي، چې د اقلیمي بدلونونو او چاپېریال ساتنې په اړه له افغانستان سره کړې ژمنې عملي کړي.

د مولوي کبیر دفتر ویلي، چې دا غوښتنه نوموړي او د طالبانو سیاسي کمیسیون د اقلیم پېژندنې او چاپېریال ساتنې متخصصینو او چارواکو سره د ګډې غونډې پر مهال کړې ده.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دې غونډه کې د چاپیریال ساتنې، چاپیریال ته د ورپېښو ګواښونو او هوا تودوخې پر موضوعاتو بحثونه شوي.

په غونډه کې ویل شوي چې، اقلیمي بدلون پر نړۍ او ځانګړې توګه هغو ټولنو چې ژوند یې له طبيعي سرچینو پر استفادې ولاړ دی، ډېر منفي اغېز کړی دی.

طالبانو ویلي، د اقليمي بدلونونو د اغېزو کمولو او چاپېريال ساتنې لپاره به له نړيوالو تخنيکي تجربو استفاده وکړي.

طالب چارواکو ویلي، دا چې افغانستان اقلیمي بدلون سره د مبارزې نړیوال کنوانسیون غړی دی او د توکیو او پاریس تړونونه یې هم لاسلیک کړي، نو په کار ده چې په دې اړه نړیوالې ټولنې سره ګډ کار وکړي.

دوی په مشخص ډول نه دي ویلي، چې نړیوالو نه څه غواړي او خپله په دې برخه کې څه مسوولیتونه مني.

په وروستیو کلونو کې د افغانستان چاپېریال او اقلیمي وضعیت د اندیښنې وړ ښودل شوی و.

1 COMMENT

  1. بوزه بویناکه شلغمه ، تاسی تور جاهلان د اقلیمی بدلیدلو وسیله یاستۍ او د تاسو روزل شوو قدیانی کفارو په واسطه د افغان جامعه جاهلتوب او بی سوادی ته سوق شوی دی باالخصوص د افغان ملت غیرتی میرمنو او جلکیو ټولنی ، تاسی ملی او اسلامی خائینین د افغان ملت بدبختی لپاره پلانیز په ډورامائی شکل سره دوباره په قدرت راوستل شوۍ او نورو روزل شوو ملی خائنینو او چور کوونکیو په هدایت سره افغانستان څخه وتښتیدل او امریکا او انګلیس د فریبی لپاره د میرمنو کارونو منع کولو او دجلکیو مکتبونو او پوهننتونونو دوباره خلاصیدو چیغی وهی او دانګلیس چوچه پنجاب پاکستان دیرینه ارمان د تاسو له خوا ور برخه شو اما تاسی ته په زغرده اعلان کیږی چی د تاسو خائین پلانونه افغان ملت کښی نشی عملی کیدای ولو چی ارتجاعی منورین د تاسو خائینو اعمالو سره لږ څه د محدود وخت لپاره کومک کوونکی دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب