جمعه, مارچ 29, 2024
Home+"د اوښکو تصویر" او د "تبجنه سپوږمۍ" د تخلیقارې افسانوي شعریات

“د اوښکو تصویر” او د “تبجنه سپوږمۍ” د تخلیقارې افسانوي شعریات

ډاکتر سميع الدين ارمان

«سپینې پاڼې» د پروین ملال افسانوي ګڼه ده. د دې نه وړاندې د دې “د اوښکو تصویر” او تبجنه سپوږمۍ” نومې شعري ګڼې چاپ دي. دا افسانې د نن نه درې لسیزې وړاندې تخلیق شوي او دوه کاله کم درې لسیزې وړاندې چاپ شوې دي. ریښتیا خبره دا ده چې تر دې دمه په دې افسانو زما د نظره د دې افسانو د حیثیت لایق لیک نۀ دے تر نظره شوے. طاهر اپریدي په دې ټولګه بیخي یو روایتي سریزه لیکلې ده او د خپلې پوهې مطابق یی یوه یوه افسانه باندې دوه درې کرښې یا دوه درې پېراګرافونه لیکلي دي او د بغیر دې غوښتنې چې دې افسانو ته په کوم نظر او کومه زاویه کتل پکار دي بس د روایتي افسانې د لوازماتو یعني پلاټ/کردارنګاري/قیصۍ/جزیات نګاري په ګز یی په بې دردۍ وهلي دي. کله کله ورته د دې زیاتي احساس هم شوے دے نو ځان له یی په دې ګنجایش پیدا کړے دے چې زۀ خو ډیر څۀ نۀ وایم رسا فیصله به یی د افسانې نقاد وکړي!

یو ځاے طاهر اپریدے لیکي “دوه لارې افسانه کښې پوره تجسس دے او لوستوتکي تر ډیره وخته په دې نۀ پوهیږي چې د افسانې کردار چې د بندي خانې نه رابهر شوے دے اوس به څۀ کوي؟ خو دې سره په دې افسانه کښې څۀ نیمکړتیا محسوسیږي چې دغه کس په کوم سبب زندان ته تلے و؟ پروین ته پکار و چې دې اړخ ته یی پام کړے وې”

بل ځاے محترم طاهر اپریدے لیکي “د افسانو کلایمکس یا اختتام کۀ بیخي زورداره یا حېرانوونکے نۀ دےنو دومره کمزورے هم نۀ دے چې لوستونکي ووایی چې دا خو هېڅ خبره هم نه شوه”

د دې نه صفا معلومیږي چې دا سریزه لیکونکي د افسانې د تعین قدر لپاره څومره لنډ تنګ او اوټ ډېټډ پېمانې لري. هغه کۀ محض د روایتي پلاټ د غټو اووۀ ځېلو او د پنځۀ دېرش مزید زېلي تقسیم نه ناخبره دے نو د “مني پلاټ” او “انټی پلاټ” نه هم بیخي ناخبره دے. تر دې هم کافي وه خو د “سپینې پاڼې” یوه زوروره افسانه “نوحه” ده. د دې افسانې راوي وران ویجاړ د استعمار ښکار افغانستان دے. دا راوي په معروف افسانوي طرزِ اظهار د خپلې ماضي، حال او مستقبل خبره کوي. دې یون کښې د هویت د بحران ښکار افغانستان راوي کول د افسانه نګار یو ستره ځانګړنه ده. د دې افسانې پېل او اختتام دواړه د نړیوال کچ معیارونه سر کوي. پېل داسې دے ” زۀ پخوا داسې نۀ وم لکه اوس” د دې اختتام داسې دے ” ما یواځې پریږده زۀ د انسان د ناانسانیت او وحشت تصویرونه ثبتوم….. زۀ په ځاے ولاړ یم…. زۀ نۀ ورانېږم ځکه چې زما په شمله کښې د عقاب ځاله او په پښو کښې مې د نازولو هډونه پراتۀ دي……” محترم طاهر اپریدے د دې افسانې په بدیهي علامتي اظهار، علامتي تشکیل او علامتي ادراک د سره رسیدلے نۀ دے بلکه د دې افسانې معنویت ته انتهایی زیات زیان ورسولے دے. هغه داسې چې دلته د یوې زیلي کرښې په اظهار کښې دا راوي ځان ته د دېوال نسبت کوي نو دۀ ټول راوي دېوال کړے دے او په خپل خودساخته دانش یی دا د پروین ملال د حساسیت انفرادیت هم بوللے دے! دا راوي خو د ځان په بیان کښې بلها نسبتونه کاروي نۀ پوهېږم دومره بدیهي علامتي راوي طاهر اپریدي ولې په زور هم مخصوص کړے هم محدود کړے دے؟ او دا چې د دې نه وړاندې د “هدیرې” علامت هم دې بیلګې په رسا او اعلی افسانوي تخلیقیت کارولے دے!

د معاصرې نړۍ په افسانوي ادبیاتو کښې د هنري کمال یوه پېمانه د پېل کرښه ده. د کرکشن ماهرین د دې کرښې د خپل معنون/محتوا او مشترک انساني تجسس سره تړون نه د دې تعین قدر کوي. زۀ دلته د “سپینې پاڼې” د بېلابېلو افسانو د پېل کرښې ثبت کووم.

۱.. مونږ ټول په یو هدیره کښې رایسار یو او هېڅ خوا ته تلای نۀ شو. (هدیره)

۲.. فکر کووم چې خوب وینم یو ستومانه او بېرودونکے خوب. بدن مې ټول اغزي اغزي او خیالونه ترهجن دي. ډېر کوشش کووم چې د دې خوبه پاڅم خو نه، لکه چې خوب مې ډېر دروند دے او بیا فکر کووم چې بیدۀ نۀ یم او دا هر څۀ په ویښه وینم (تصویر)

۳.. درنې شپې په غم لړلي ښار باندې خپل پړونی غوړولې وۀ او د اسمان په دود وهلي ټټر باندې د سپوږمۍ په تته رڼا کښې بې نوره ستورو سترګکونه وهل (وفا)

۴.. هغې د هغه کتاب پاڼې یوځل بیا واړولې راواړولې او یوځل یی بیا د هغۀ په ښکلو کلمو کښې خپل موجودیت ورک کړ او یوځل بیا د یوې بې ځوابه پوښتنې په سمندر کښې ډوبه شوه…… (سپینې پاڼې)

۵.. نن په دې ښار کښې د هغې ورستۍ ورځ وه او لکه مهاجره توتکۍ سبا بل ښار ته په یو بل برخه لیک پسې تله نن یی دلته د ژوند دا باب بندیدۀ او د یو بل باب لیکلو ته یی لاسونه اوږدول (ثبات)

۶.. پنځلسکلنه دېوي د سهاره راهیسې په کوټه کښې ناسته وه او ژړل یی تورې سترګې یی د ژړا څخه داسې سرې شوې وې لکه ماښام چې په شفق خوریږي (لاکټ)

۷.. زۀ دلته د ډېر وخته راهیسې ناسته یم د ورځو څخه تر هفتو پورې او د هفتو څخه تر میاشتو او کلونو ماته هره ورځ غمځپلې ښځې راځي خپلې قیصې کوي او ژاړي (تصویرونه په ژړا)

د پېل د کرښې د تعین قدر لپاره چې څومره پېمانې پکاریږي زۀ په دعوې سره وایم چې یادې کرښې په دغه اساس د اوسط نه د اعلی درجې رغوڼه ګټي. زۀ دا هم نۀ وایم چې دا پېمانه لازمي ده یا اخري ده خو د نړۍ د فکشن په ناپ تول او تاثیر کښې بهرحال پکاریږي نو کۀ دا کرښې په نړیوال افسانوي ادب کښې د یادې پېمانې په کچ د جیورج اروېل د 1984، د جینی آسټن د پرایډ اینډ پرجوډس، د البرټ کامو د ماورا/لاروی، د ویلیم فاکنر د” د ساونډ اینډ د فیوری” د تهامس مان د ” د میجک ماونټېن” او د ارنسټ هېمنګوے د “د اولډ مېن اینډ د سي” سره سره نور متعدد د فکشن بېلګو کښې د پېل د کرښو سره مقایسه شي نو دا هم په هغه پېمانو پوره خېژي چې دې یادو بېلګو پرې یوه نړۍ علمي اعتراف ګتلے دے.

د طاهر اپریدي د سریزې دوه نورو تسامحاتو سره هم شدید اختلاف ثبت کووم. ښاعلے د پروین ملال د افسانو تعین قدر له دا رخ ورکوي چې د دې افسانې “محسوساتي افسانې” وبلو نو بده به نۀ وي او د دې لپاره د هغې حساسیت، ملت پالنه او د اولس د رابېدارولو هڅه بې ځایه دلیل جوړوي. دا ترکیب نۀ په فني حواله، نۀ د محتوا په حواله او نۀ د سپینې پاڼې د افسانو د کومې علمي ځانګړنې په حواله کوم جواز پیدا کوي. دا دومره عامه خبره ده چې قریباً په نوي سلنه لیکوالانو کښې پایی. کۀ دا نۀ پایی نو اولس یی لیکوال نۀ بلکه د دربار دلال ګرځوي. اخري د اختلاف نکته دا ثبت کول غواړم چې طاهر اپریدے لیکي ” خو په دې ټولو افسانو کښې دغه خبره ښکاره ده چې پروین د داخلي جذباتو نه زیات د خارج نه اثر اخستې دے او هم هغه څۀ یی لیکلي دي چې څۀ یی لیدلي، څۀ یی اوریدلی او څۀ یی محسوس کړي دي” دا بیخي ناروا سټېټمنت دے. د خپل عمر او مشق ناروا فایده اخیستل دي! د پروین ملال په څوارلس واړه افسانو کښې د تخلیقي ځواک د اظهار په پېرایه، د تشکیل په رغوڼه او د ادراک په رساییت د هغې د افسانوي شناخت ځانګړنې د ګواهۍ کوکارې وهي. هغې هره افسانه د موضوع نه پرته د خپل تخلیقي جست برخه ګرځولې ده، د ذات د تشخص اختصاص او د اجتماعي هویت د عموم خواږۀ یی ورکړي دي. هغه چې د خپل جانان د بېلتون قیصه کوي نو د وګړي د دایرې سره سره دا بېلتون د خپل ټولنیز هویت برخه کښې هم په ګوته کوي. دا هر څۀ په یو داسې هنري او تخلیقي بڼه ترسره کوي چې نۀ ورپکښې بې ځایه مصنوعیت برېښي او نۀ هم صحافتي بیان بازي! د خارجي عنصر د بې ځایه ټاپې لګولو نه سریزه نګار دې څرګند صراحت هم را ونۀ نیولو چې د ټولو افسانو راوي د واحد متکلم/غایب غیر مطلق معلوم په صورت دے. راوي هر ځاے بلواسطه یا بلاواسطه مبتلا به دے! د مبتلا به تخلیق/بیان کښې څنګه خارجي عنصر زیات فعال کیدے شي؟؟ په زور زیاتي او سطحیت کیدے هم شی خو د “سپینې پاڼې” په باب له دا بیخي د منلو وړ نۀ ده.

دوېمه سریزه محترم بریالی باجوړي لیکلې ده. دۀ د طاهر اپریدي سریزه لوستې ده او هغې ته یی د کره کتنې سند ورکړے دے او پخپله وایی چې زۀ عمومي خبره او تاثر لیکم. دا محترم هم یادې افسانې په هغه ګز ناپ کوي کوم چې د دۀ سره دے او دا نۀ ګوري چې دا د دې لپاره سم دے کۀ ناسم. بریالی باجوړي لیکي چې د پروین په قیصو کښې ډایلوک نشته! د دۀ هم بل اعتراض د افسانو په اختتامیه دے. درېم اعتراض یی په نوم دے. چې دا مناسب نۀ دے دې تلوار کړې ده او اخره کښې خو وایی دا تورې پاڼې دي او خپل کلیشه ایز دلیل ورته کاروي. څلورم اعتراض یی دا دے چې قیصه کښې د کردارونو د نومونو استعمال او د نومونو په ځاے د ضمایرو استعمال یو تناسب پکار دے خو د پروین په قیصو کښې چې تر کومه ځایه ما ولیدل زیات کردارونه نومونه نۀ لري او یواځې د ضمایرو په صیغو اکتفا شوې ده!

“د سپینې پاڼې” د بېلګې تمامي افسانو باندې دا څلور واړه نېوکې انتهایی غیرضروري او نامناسبې دي. د دې افسانو جوړښت او پېشکش داسې نۀ دے په کوم نظر چې ورته ښاغلي باجوړي کتلي دي.

مکالمه د یوې افسانې جزء لاینفک/لازمي عنصر نۀ دے. او بیا داسې افسانې کومې چې دلته د بحث لاندې دی دلته خو بیخي جزوي اهمیت هم نۀ لري. چرته چرته چې دا ضرورت پېښیږي نو اغلې د خودکلامۍ بڼه کښې هم مکالمه راوړې ده. غیرضروري پکارونې نه یی ټیک ټاک لاس نیولے دے. د اختتام په حواله اعتراض دومره زیات نۀ دے چې د دې دې باقاعده ذکر وشي. اختتام په څوارلس افسانو کښې دوه یا درې ځاے نامناسب برېشیږي خو باقي واړه ځایونو کښې یی رساییت اعلی دے نو دغه دوه درې یادول او لس دولس نۀ یادول او نۀ د هغې په رساییت او تخلیقیت خبره کول کوم قسمه انصاف دے؟ درېمه بې ځایه نیوکه په نوم ده! دا سمه ده چې د نوم مناسبت او وړتیا مهم دي خو لازم هم دي؟ عرب ښۀ وایی “لا مناقشة فی الاسماء ” نوم چوڼ کول د خالق یو اختیار دے او خوښه ده. د دې نه د هغۀ د مزاج او ذوق رسا ادراک ته لاره روڼیږي. او کۀ چا ته د چا نوم نامناسب ښکاري نو اول شک او سوال دې په خپل تفهیم وچت کړي چې عېن ممکن ده زۀ په دې نوم او د دې د چوڼ په کچ نۀ یم رسیدلے. د دې برعکس دا نیوکه کول چې “سپینې پاڼې” نوم نامناسب دے بیخي زیاتے دے. زما په اند دا نوم د خپلې افسانې سره هم او د دې بېلګې سره هم بیخي زیات تخلیقي مناسبت لري. دغه نومې افسانه کښې د یو کتاب ذکر دے، هغه کتاب چې د راوي سره یو بیخي ناشنا تړون او رشته لري. دا کتاب او دا پاڼې دغه راوي سره بلاواسطه تعامل کوي. د دې تعلق بېلابېلې تهې په افسانه کښې سپړدلې شوې دي. او اخر کښې د “لېنګوېج لمیټېشن/ ژبنیز تحدید” په پدیده اختتام شوے دے. ډېرو تورو ته پېغور او لږو په ځاے تورو ته تخلیقي خراج وړاندې شوے دے.

د ټولګې نوم هم همدا اېښودل یو تخلیقي تړون لري. هغه داسې چې د دې افسانو یو غټ تهیم/مرکزه د پېژنګلو/شناخت/هویت/بحران Identity Crisis” دے. او د دې بحران پدیده همداسې وي چې هلته په تورو تورې پاڼې داسې بې معنې شي لکه بیخي سپینې پاڼې! کۀ د پروین ملال د “سپینې پاڼې” نوم چوڼ کولو بل جواز ګورو نو هغه د دې کتاب په سر کښې خپلو خبرو کښې لیکي چې زما د درون بې زبانه کربناک کیفیت ځینې اظهاریی د شاعرۍ د وس کار نۀ و نو ما د افسانې مرسته واخیسته! خو زۀ دا وایم چې کله آغلې افسانې چاپ کولې نو لا هم د هغې د دروني کربناک کېفیت اظهاریه تکمیل ته نۀ وه رسېدلې نو دې ته یی هم “سپینې پاڼې” نوم ورکړو. دا د هغې د تخلیقي یون د هغه کړنو نه یوه ده چې دې ته به یی استحضار شاید نۀ وي شوې خو دا داخلي شهادت لري. څلورمه بې ځایه نیوکه د ضمایرو په باب له ده. دلته واحد مذکر/مونث/غایب او متکلم ضمایر پکارولې شوي دي. د نوې افسانې لوازماتو کښې کردارنګاري او د کردار رغښت د سره لازم نۀ دے نو د کردار د نوم د پکارونې څۀ توک! ریشتونې خبره دا ده چې د ضمایرو د تخلیقي پکارونې سره سره دلته د دې د عموم او غیوب نه معنی خېزۍ/معنی افرینۍ/معنی افروزۍ/معنی سازۍ ته لارې پرانستې شوې دي. دا د واحد غایب مذکر/مونث صیغه هم رسا ښکاریږي چې د متکلم د کلام د هنرپالنې مد کښې پکارېدلې ده او د متکلم د وکالت او ابتلا حق ادا کوي. کۀ چرې دا د واحد غایب مذکر/مونث په ځاے کومه مخصوصه صیغه وې یا مخصوص کردار وې نو بیا به یی د متکلم نه بعد/لرې والې ثبت کېدو او د تخلیقار تړون کښې به واسطه راتلله نو د دې نه اجتناب شوے دے. دا پکارونه اکثروبیشتر د تخلیقار د تخلیق برخه کښې بې ځایه نرګسیت ورټومبلو د تاثر نه بچ کېدو دپاره هم کاریږي خو د نقاد د سترګو نه چرې هم نۀ شي پټېدلی! دلته د بې ځایه نرګسیت نه د بچاو خو سوال نۀ پېدا کیږي ځکه متن او محتوی د دې ګواهي نۀ کوي او دغه د ابتلا حق ادا کوي.

“هدیره” د نن نه پوره درې لسیزې وړاندې لیکلې شوې قیصه ده او نن چې د همدې وطن د حالاتو لپاره کومه استعاره/علامت سل په سله تر ټولو زیاته موزونه ده هغه هم دا “هدیره” ده. تۀ به وایی چې دا د نولس سوه او درې نوي قیصه نۀ ده بلکه د تېر کال د افغانستان د سقوط نه پس دا یو کال چې څنګه تېر شو؟ خوېندې د کتاب او پوهنتون نه وتړلې شوې، د کار او اواز وګړي لاړل مهاجر شول او چې کوم ژوندي پاتې دي هغه د “هدیرې” د استوګنانو په څېر دي. امریکا به تر کومې دې مقتدره ته د یوې هفتې څلوېشت څلوېشت ملیونه ډالرې ورکوي؟ د سیمه ایز سیاست د لوبولو لپاره تر دې زیات تابعدار نور ګوډاګي/د قبر مړي او هدیره کوم ځاے ترلاسه دي؟؟ د دې نه د لیکوال د وژن زور ثابتیږي او د هغۀ د رساییت په سپارښتنه د پخلاینې مهر ثبت کیږي. د هدیرې په سیاق کښې راګېر یو د اولس وګړے داسې ګویانه دے لکه سپېځلې پاڼې ګویانه وي. “نوحه” کښې بیا “افغانستان” ګویا دے. یو وطن د راوي په توګه څنګه روایت کوي دلته یی رنګونه وینو. وطن ځان ته د مور نسبت هم کوي او د پلار هم. په مونږ د هند د اثر وجه ده چې هېواد ته د مور نسبت کوو. د دهرتي ما د تصور د تاثیر لاندې. خو زۀ ګڼم چې هېواد پلار او ژبه مور ده. دلته هېواد خپله ماضي قریب/ماضي بعید/ حال/مستقبل بیانوي. د افسانې په رغوڼه کښې د داسې راوي دا تجربه بیخي د اظهار د سېرابۍ یوه برجقه کامیابه هڅه ځلیږي.

“هغه! او لار” د یو جانان ؤرکه مهاجرې د مکاني یاداشت “رونانېبنده” یوه زبردسته ناسټلجیک شه پاره ده. کله چې انسان د مېز یو خوا ته ناست وي نو یو زاویه نظر لري او چې کله بلې خوا ته یی کېښني نو د همدغه وګړي نظر بیخي بدل شي! همدا رنګ د چا په شتون زمان مکان څۀ رنګه تعامل کوي او د چا په بېلتون بیا همدغه زمان مکان څۀ رنګه تعامل څرګندوي دلته وګړے د تاثیر ښکار بس subject matter جوړ وي. دلته د خودکلامۍ په برخه کښې د تکرار د تکنیک نه داسې استفاده شوې ده کومه چې عموماً په نظم کښې کیږي. دا د تکرار تکنیک د پروین ملال افسانوي نثر ته د شعر هنري خواږۀ هم راګډوي.

د “تصویر” موضوع هم تر ډېره حده د “هدیرې” موضوع ده خو دلته مکان ځنګل دے. او د ځنګل د انتشار ،بې نظمۍ، سرواکۍ نه یو ښامار مجسم شوے دے. دا د اونې د سرشت نه راوځي او یو ناتار او قیامت زېږوي. اولس لاچاره دے، مجبور دے او د استحصال په ولقه کښې ګېر دے. د جهالت پنچې یی په بدن کښې داسې ورخخې دي چې تپوس مۀ کوه!

یوه بې نومه شله/فالج وهلې انځورګره چې د حساسیت په انتها ولاړه ده په زړۀ ذهن او سترګو کښې یی د انځورولو د ځواک تومنه/تخم بېشمېره زېږوونې کوي خو د مادي اظهار په تشکیل نۀ تمامیږي نو دا به د کوم کرب نه تېریږي. لکه د یوې مور په خېټه کښې اولاد زېږون اخلي او د دې تر سترګو لاندې ځایه کیږي نو دا به کوم حد له درد نه تېریږي! دا د وېنا په توګه د زړۀ بوج سپکوي خو نۀ سپکیږي! یو آه کوي. د دروغژنې دلاسې سینه څېرې کوي. د دې درد هلته تر اسمانه کوکارې وباسي چرته چې دا هغه څۀ ویني کوم چې عام مخلوق نۀ ویني. دا د یتیم لاچاري ویني، دا د تازه کونډې غم حس کوي، دا د هغه مور چې اولاد یی ژوندے جاړ غایب وي جذبات لوستی شي، د ګونګیو خاموشي اورېدی شي، د محبورو د جبر شدت درک کوې شي، د فرېب او د مکر د ژړا مصنوعیت پېژني، د مرغۍ د سترګو، وزرو، مخوکې او ججورې حرکات و سکنات پېژني، د بوډا او بوډۍ د معصومیت او جبر ښکار پدیدې ورته څرګنده وي عن تر دې چې د غېرنامیاتي مادې رنګ روغن او هېئت و ماهیئت هم ورته ګویانه وي. د تصویر د یو مخ په اظهار او بل مخ په عدم اظهار دا شله انځورګره نیوکه کوي او د رنګونو د یو مخیزې قېد معنې په جاګیردارۍ سوال پورته کوي او د افسانې اختتامیه د دې د زړۀ په دې ارمان ودریږي چې “کاش کۀ زۀ وکولای شم چې بل ځاے ته ولاړه شم هلته چې د تصویرونو شاوې سپینې نۀ وي هلته چې تصویرونه بل مخ هم ولري” “تصویرونه په ژړا” نومې دا افسانه د تخلیقي ځواک د ځومپقونو یوه رنګینه فن پاره ده.

“لاکټ” افسانه د مذهبي شعور د بلوغ په بام ولاړه ده. د یو مذهب پالونکي څنګه د انسان د تشخص رغوڼه کښې سره د ذات د وحدته د قبولیت په ځاے رد او استرداد خپل کړي! خپل خواهش د یو مذهبي حکم د تعمیل هڅه وګرځوي، خپله قرباني او عزیمت باندې یی ودروي. ځان له دهوکه ورکوي کۀ خداے له؟ دواړه پکار ده چې محال وې خو ړوند مذهبي تقلید دواړه ګویا روا کړي هم دي او مروج کړې هم دي تر دې چې د قدرونو تر کچه یی رسولي هم دي! د مذهبی اختیار واک وګړي د وینې د تړون نه هم مبرا کوي؟ دا یوه ناترسه تاریخواله ده چې د انسانانو او رشتو امتحان اخلي. تېره ورځ په بونېر کښې یوه واقعه رامخې ته شوه چې یوه زنانه چې انګرېزي کښې یی ماسټري کړې ده او سکول کښې په سي ټي پوسټ استاذه ده، د یو هلک سره تلې ده او کورټ مېرج یی کړے دے. “دینا” نامه یی ده. پلار غریب یی په جنجال اغوختې دے د عقیدو او رشتو او د مینې تصادم یی وار پار خطا کړے دے چې څۀ وکړم؟ هغه وایی دوي زما لور اغوا کړې ده. نور به وایی هم څۀ چې اقلیت کښې دے! میډیا سره د ډپټي کمشنره “دینا” اولس ته مخامخ کړه او هغه اقرار کوي چې زۀ مسلمانه شوم، په رضا مې وادۀ وکړو! زۀ ماشومه نۀ یم. اولس ټول د مسلمانۍ په جذبه بېدار د هر قسمه قربانۍ لپاره تیار دے او د “دینا” مور پلار د وقتي جذبې د شدت او د راروان بد او تریخ حقیقت نه اګاه په یو اذیت کښې مبتلا دي. قدرونه، مذهبونه هڅې هم زورور وي او چې د خواهش لپاره ډال شي نو بیا خو د قربانۍ او عبادت رنګونه هم خپل کړي خو ” لاکټ” کښې هم دغه سوال راپورته شوے دے چې د دې سماجي عمل په نتیجه کښې هم زنانه په ژرنده دل کیږي. د هغو سپېځلي جذبات او بې واکه رشتې سوزولې شي، ژوند ختمیږي خو د هغه چا ریښتیا مخې ته هم رانشي چا چې ژوند د لاسه ورکړې وي او بې ځایه توې شوې وي. خلق په دروغو ایمان راوړي او د ریشتیاو د لیدو او اورېدو یوه لحظه ضرورت هم نۀ محسوسوي. د دې افسانې ” دېوي” او د دې روان کال (دوه زره دیریشتم) د بونیر د سیکانو د کورنۍ “دینا” دا کردارونه بیخي یو دي او ټولنه د یو اذیت نه راتېروي. ډېر خلق غولول کیږي او لږ ریشتیا پالل غواړي خو د ټولنیز جبر د لاسه یی نۀ شي پاللے.

د “سپینې پاڼې” زیات تره افسانې په دومره بدیهي علامتونو سینګهار دي چې د نن د علامت فیشني غوېمنډ ورته حېران ګوته په خلۀ دے. د دې بېلګې علامتونه دي چې د کایناتي تعامل، نفسیاتي یون او انساني ارتقا د ستر اظهار، ژور راز او ډوب ادراک تهې داسې راسپړي چې صراحت او حقیقت نګاري ورته بقې سترګې ولاړ دي. نه صرف دا ادا ورپکښې ځلنده ځلیږي بلکه د علامت په نړۍ لګېدلے سطحي خو زورور د ابهام تور هم دلته د دې “سپینې پاڼې” سپینه سپېځلتیا لکه د خیري وینځي. ژبه د انسان تر ټولو لوې لاس ته راوړنه ده یا د ربِ کاینات تر ټولو ستر نعمت دے، د انسان د ویاړ ریښتونې دلیل دے خو همدا ژبه د علامت محتاجه ده. د علامت د حرکیاتو نه بغېر ژبه د خپل وقعت یوه لحظه برتري هم نۀ شي ثابتولې. اسماني متون او تمامي معترَف ادبي معجزې د علامت نه بغېر هېڅ هم نۀ دي. خو دا هم یو حقیقت دے چې د علامت په ترڅ کښې زیات تره معاصر لیکوالانو د علویت/ارفعیت په ځاے د ابهام تور ته تقویت وربخښلے دے. د خوښې او ویاړ وړ خبره دا ده چې “سپینې پاڼې” د پښتو افسانوي بهیر کښې دغه یاده مقدمه په هسکه غړۍ او وچتو سترګو پالي. دلته د تجریدي افسانې پېچیدګۍ او د روایتي افسانې ساده چلن/جمود نه پرته یوه داسې نمایندګي رابرڅېره ده چې د فکروفن مساوي ویاړ جوړېدو سره سره د مهاجرت داخلي/خارجي، انفرادي/ټولنیز یون/جریان خپلې اجتماعي حافظې ته لکه د یو مقدس امانت په پوره ادبي اخلاص، تمامي تنقیدي شعور او ټول تخلیقي زیار ورسپاري.

سمیع الدین ارمان

اریانا پېښور

د دوه زره درویشتم د اپریل څلورم

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب