جمعه, اپریل 19, 2024
Home+د استاد پسرلي د شعر لفظي خوږلني| ودود همت

د استاد پسرلي د شعر لفظي خوږلني| ودود همت

ژبه د انساني تفکر د بیان غوره او نېغه وسيله ده، ژبه په کلیمو اولفظونو کې د انسان د درون صيقل سوی اوسنجول سوی تاثر د ږغ د اهتزاز په پردو کې بهرنی دنیاته وړاندي کوي، شعر چې د شاعر انسان د دروني وجود د غیرمادي عناصرو د جوش او اشتراک آهنګینه ګډوله ده د ځان د موجدیت او اظهار لپاره د لفظونو په ورېښمین لباس کې د انسانو عاطفي او غوښنو زړونوته لار کوي، همدا شاعرانه لفظونه دي چې د انساني کهول د عواطفو او زړه نرمی د څپو او ولولو سبب ګرځي، انسان ته ددې ماشیني مادي نړی پرته د بلي ماورا معنوي دنیا حس او درک ورکوي او دی په خپل درون کې له ځانه د هغې دنیا د ښيګڼو اوښکلاوو د ننداري اوتجربې تنده او تلوسه محسوسوي، اوس بحث دادی چې ددغه خېل لفظونو د انتخاب، اوډون، او کوشېر واک اوځواک د چاسره وي، اودغه شاعرانه کشش اوجاذبه د کلیمو اولفظونو په روح کې څوک پيداکوي؟
ځواب: داجادويې اونامریې ځواک د رښتینو او حقیقي شاعرانو او هنرپنځوالو د وس او توان خبره ده، او دا دوی دي چې په دې مادي دنیا کې د معنوي دنیا حکمراني چلوي، مینه وېشي، عواطف خوځوي، وجدانونه ښوروي او انسانان خپل اصلي ذات اوجوهر ته رابولي، په شاعرانه ژبه کې مونږ له نېکه مرغه داسي د لفظونو مستغني او کمالي ښېرازه (پسرلی) لرو چې د پښتو ادب پوله اوپټی تل پرې زرغون او وزین دی، اومونږبه تل ددې پاللي پټي حکمتي اوقیمتي  میوې را شکوو او د خپل  ذوق او فکر سترخان به پرې ښایسته کوو، ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلی يادوم، هغه شاعرانه قوت او هغه استادانه علویت چې د نوموړي په شعریز جهان کې موجود دی، مونږته دا ډاډ او ویاړ راکوي چې پښتو ادبي ورشوبه تل پري ځوانه او ودانه وي، استاد په خپل ادبي تخلیق کې ډېر مترنم، جذاب، د پوره معناليږدونکي او ښکلي شاعرانه لفظونه کارولي او اوډلي دي.
د عشق رهروته دي مزل د ژوندون سيکه بخښي.
د بړبوکی غوندي چې لاره د صحرا ونیسي.
په دې پورته بیت کې د عشق رهرو، په دې لاره کې مزل،، صحرا، بړبوکی هغه لفظونه دي چې شاعرانه خوږلني او ژبنی مثبت اغېزيې له ورایه جوتېږي.
که خلقت نه وي د حسن په خدمت کې.
د سېپۍ په زړه کې څوک چاته ګوهر ږدي؟
داچې استاد مونږ ته په هنري ژبه د ښکلا د حکمرانی پېغام راکوي اودا راته په زغرده وايې چې ټول خلقت د حسن د چوپړ لپاره موظف دی دا موضوع بېله شننه اوځېرنه غواړي، زمونږ دلته د(سېپۍ) د لفظ سره کاردی، د دغه لفظ تلفظ ویونکي ته يو داسي ښکلی ذهني انځور تداعي کوي چې هلته مطلق پاکوالی، امانت داري اود ښکلا د ږېږولو راز نغښتی دی، استاد په خپلو ډېرو بیتونوکې د سېپۍ، ګوهر، سمندر، ساحل، موج… ذکر او کارونه کړې ده.
نبض د صحرا درپسې غورځي قیسه چېرته يې؟
ښکلې غرڅنی درسره بیا دمن ته راوله.
دلته د (غرڅنۍ) ویې څومره ښایسته لفظي کشش او تاثیر لري، مونږته د ښکلا یو خوږ اوتلوسه ورکونکی حِس تلقینوي.
استاد پسرلي په خپلي شاعرانه دنیا کې همهغه شاعرانه مشترک لفظونه کارولي دي ولي نه به کلیشه اي اوتکراري بڼه، بلکي هماغه متحدالمال لفطونه يې لا هم په داسي منفِرد انداز کارولي چې سړي ته د لفظونو د ژوند اوشور خوځښت وراحساسوي، مثلا” استاد د( حسن) لفظ په خپلو غزلونوکې داسي راوړي:
ای د حسن خدایه، حسن بیاچمن ته راوله.
تللي بهارونه د پسرلي وطن ته راوله.
يا:
رعب د حسن يې په وصل چاړه کښېږدي
تربڼو مي نظر راشي بېرته درومي.
يا:
د حٌسن نازبه وړم، که ناز د هیلو.
په ناز بدل سو راته نیاز د هیلو.
نازک رازونه يې د حسن څيري.
هيڅ نه پوهېږمه په راز د هیلو.
لیونی زړه مي شو(حافظ) د حسن.
چې میني ګډکړم په (شېراز) د هیلو.
داچې د حسن په نغمو ستړې ده.
څنګه شروع کړم ورته ساز د هيلو؟
يا:
پرېږده کور ضمیره چې خپل ځان ویني.
مه پوښته د حسن له اعجازه يې.
حسن هم له ځانه ناقراره وي.
ښکاري د رنګونو له پروازه يې.
نه د حسن سپکه غواړي نه د عشق.
دومره راښکاره سوه له اندازه یې.
نه پوهېږم حسن وو لاڅه طلسم.
مرم ورپسې پوه نه یم له رازه يې.
يا:
ورک زړه مي ځان ورک کړ په مستیو کې.
غواړم يې د حسن په کبلیو کې.
په دې ښکلو مینه ګرو بیتونوکې د حسن کارونه په څومره حسن سوې ده، په هربیت کې يې د حسن لفظ خپل بېل او جدا حسن ښکاره کوي، مونږ ګورو چې د حسن د لفظ ښکلی اوډون اوترتیب هربیت ته جلا ښکلا وربخښي.
لیږڅه خو په نغښتي مسکا يا په يوې ګویا نګاه.
روح مي د زلما د ژوندون مړه بدن ته راوله.
په دې بیت کې د زلما لفظ ډېر شاعرانه او په ځانګړي انداز ویل سوی دی، دلته سره ددې چې په ژوندکې د ځوانی د نوستالژیا حسرت سوی دی او د بیازلمیتوب هيله سوي ده ولي د لفظي لحاظه د”زلما“ ویې یو خوځنده او قوي حس تداعي کوي.
ځم لکه بې میره زاڼي خوا راڅخه ورکه ده.
ګرځم په فضاکې خو فضا راڅخه ورکه ده.
يا:
ته با د شفق په جزيره کې وې.
جوړ چې کړو د زاڼوکتارونو شور.
يا:
حیف چې رانغله بیا ښيدلې زلما.
لکه زاڼې چې تله له غوغاسره تله.
يا دابیت:
وطنه بیادي راته غېږپرانيزه.
چې لکه زاڼی په نغمو درځم.
زاڼي خپله د بې آزاری، ښایست او معصومیت سمبول جوړوي، د استاد په ډېرو شعرونوکې د زاڼو لفظ کارېدلی دی او شعرته یې لفظي سینګار ورکړی دی.
پایله او لنډون:
د استاد محمدصدیق پسرلي په شعرکې د پخوانیو اصيلو او ښکلي معنالرونکو لفظونو تنوع او کاریدنه خورا په ادبي ظرافت اوشعري هنریت ترسره سوې ده، شاعرله یواړخه د خپلي ژبي د کراو ورشوماهر کرونده ګر دی، او په دې ورشواوپټي کې تل د اصیلو او غني معنالرونکو لفظونو اوکلیموکرنه، ساتنه اوپالنه کوي، له بله پلوه استاد چې کوم ویې اولفظونه د شعر په چاپېرچل کې سره راغونډ کړي او استعمال کړي دي هغه بېساري اوپه بېل انداز کې کارېدلي دي، د بېلګوپه توګه:  استاد سوټک، مېنا، زرکه، هوسی، طاوس، هېلۍ، خيمه، ګومبزه… او داسي نور طبيعي او متحرک لفظونه په خپلي شاعری کې راوړي دي چې ددې معنوي ماڼی سينګارتوکي يې بللای سو، همداشان د استاد پسرلي پر ادبي اوهنري قوت هم روښانه دلالت کوي بله ممیزه يې داده چې استاد د خپلي ټولني له طبیعي ترمینالوژی څخه دغه اصیله او جوهري تومنه اخیستې ده او بیايې په خپل هنري کمال د عروج تر مناره رسولې ده.
د استاد د شعر پراخه او زرینه معنوي دنیا د خورا ګڼو سوژو او زاویو څخه د څېړني اوشنني غوښتنه کوي چې د ادب د لارویو د مسولیت په اساس سترګي و دوی ته وراوړي، تمه کېږي چې په دې اړوندبه د ذوق خاوندان به په دې برخه کې لاسپړني اوپلټني وکړي، په همدې هيله د ارواښاد استاد محمدصدیق پسرلي په دې شرنګینو او وزینو بیتونو خپله دا لیکنه پای ته رسوم او د استاد جنتي پاکي روح ته دعاکوم.
د هسک په شنه ګومبزه روڼه ستوري ښویدل.
که زماستړي خیالونه ستاپه لوري ښويدل.
له ډېره اشتیاقه مي الفاظ ورته په خوله کې.
موجونه شول د سیند چې پرله پوري ښویدل.
چې حال مي ورته کېښ د قلم پښه نه تم کېده.
معنی ډېره صفا وه چې پرې توري ښویدل.
په پېرزوینه او درناوي.
ماخذ: ماته شپېلۍ، د استاد شعري ټولګه.
———————————–

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب