پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهطالبانو د ظاهر قدیر د ښارګوټي د اسنادو ارزونه پيل کړه

طالبانو د ظاهر قدیر د ښارګوټي د اسنادو ارزونه پيل کړه

تاند:( شنبه ، د غویي ۲۳ )  په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییزې ادارې د دغه ولایت د مشهورې سیاسي څېرې عبدالظاهر قدیر د ښارګوټي د اسنادو ارزونه پيل کړې ده.

دغې ادارې ویلي، چې په دې اړه یې یو تخنیکي پلاوی ټاکلی، څو د ښارګوټي اسناد وارزوي.

ظاهر قدیر د ننګرهار د نورو یو شمېر مخکینیو سیاسي څېرو ترڅنګ د ځمکو په پراخ غصب تورن و.

په ننګرهار کې ځینو سرچینو تاند ته وویل، چې د ظاهر قدیر ښارګوټی د دغه ولایت د سره رود ولسوالۍ اړوند و.

ظاهر قدیر په جمهوري نظام کې د ولسي جرګې لومړی مرستیال او مشهور سیاستوال و.

هغه د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته په کابل کې پاتې دی.

ظاهر قدیر په دې اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی.

مخکې طالبانو په ننګرهار کې د سیاف، اسحاق ګیلاني او یو شمېر نورو سیاسي څېرو په نومونو هم د ښارګوټو ارزونه کړې وه، چې دغه ښارګوټي یې غیر قانوني اعلان کړي او ویجاړ کړي وو.

1 COMMENT

  1. دلته دوه خبری دی اول دا چی ظاهر قدیر له هغو غلو څخه وه چی جوړه یې کابل کښی نه لیدل کیده او د هرویین لوی قاچاقبر وه یوه افغانی همه حلاله نه ده ټوله سرمایه یې د افغانانو سره وینه ده باید ټول ښارګوتې یې بدون له ارزولو وران شی
    دوم دا چی ظاهر قدیر ډیر خطر ناکه اول درجه جاسوس د ای اس ای وه او شاید اوس هم ویې نو کیداشی چی طالبان د هغه ښارګوتې په هکله هیڅ فیصله ونګړی چون دواړه دې ای اس ای د لاس لاندی جاسوسان دی نو فیصله به په دی باره کښی ای اس ای کوی نه طالبان او طالبان دا صلاحیت نلری چی بدون د پاکستان له امره ځان وخوزویې

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب