ليکنه؛ عبدالوحيد وحيد
په هره ټولنه کې هيڅ فرد مطلقاً نا اهله نه وي او هيڅ شخص د هر کار کولو وړتیا نه لري، خو موږ ته ځانونه هر کاره او له خپلو دنګو او تنګو فکري ديوالونو ورهاخوا ټول ولس بيکاره او د دښمن پاتې شوني ښکاري. په لاندې ليکنه کې له همدغې نيمګړتيا څخه راپورته شويو زيانونو او په حل لارو باندي تمرکز کوم:
شک نشته چې زموږ د ملت په ننني بوږنوونکي حالت کې د پرون غلطې محاسبې او د هغه مهال د حاکمانو د واک غوښتنې عنصر څرګند نقش لري، خو بيا هم هغوى ټول په مطلق ډول نفى کول او واک محوره تګلاره خپلول د ستونځې حل هم نفى کوي. د ټولنې هر شخص د ځانګړو دندو لپاره اهل وي، خو ستونځه هغه مهال رامنځته کيږي چې مفسد اشخاص په دندو باندي وګمارل شي او يا هم په سمه توګه د دندې د مسئوليتونو د ترسره کولو لپاره اړينه پوهه مسلکي وړتیا او تجربه ونلري. لکه چې ډاکټر چې د ترکاڼ په کار نه پوهېږي او په منبر باندي ناست امام د مسجد ښکلا دى خو په انجينيري برخه کې نااهله وي.
دا بيا هم د مشرتابه په استعداد، ظرفیت، د ليدلوري پراختیا، هېوادنۍ مينې او په مديريتي وړتیا پورې تړاو لري چې کوم شخص له کومو ځانګړتیاو سره په کوم ځاى کې په دنده ګماري، په نظام کې د څارنې او احتساب قانون څومره پراخ دى؛ په ټولنه کې د شته واقعيتونو په برخه کې د مسئولينو د درک وړتيا څومره لوړه ده، د اشخاصو په پيژندنه کې څومره دقت کوي د حساسیتونو او نزاکتونو په تړاو څومره پوهه لري او د څار په برخه کې له کومو پرنسيپونو او تکتيکونو څخه کار اخلي او په دغه تړاو يې د هوډ کچه څومره ده.
د افغان ټولنې د زده کړو کچه که څه هم دومره ښکته ده چې د اهليت لياقت صداقت او ظرفیت په پام کې له نيولو سره د مسئوليتونو د سپارلو لپاره د ټول هيواد په کچه د وړ اشخاصو د موندلو په برخه کې له ژورو ستونځو سره مخ کيږو، خو داسې هم نه ده چې موږ کادرونه او مسلکي روزل شوي افراد نه لرو. موږ واک ته د رسيدو لپار وياړلي معيارونه خپل نکړاى شو چې زورور ورته غاړه کېږدي. دلته د توپک په زور ارګ ته ننوتل او حکومت کول مشروع حق ګڼل کېږي او واک ته رسېدلي ډلې د ټولو لوړو پوستونو د سمبالولو لپاره ځانونه او د هغوى لخوا ګمارل شوي افراد د هغوى د خپل تعبير پربنسټ په ټولو معيارونو برابر ګڼي.
له تيرو څو لسيزو راپدیخوا له استثنا پرته زموږ سياسيونو په تشو سپيڅلو شعارونو د واک لپاره له هرې پولې څخه د اوښتلو، مطلق انحصاري ذهنيت، په ملي شتمنيو او امتیازاتو د خپلوانو او انډيوالانو د نازولو او د نورو لوړو استعدادونو درلودونکو هيوادوالو د نفى کولو، د سياسي مخالفينو د لاندې کولو له امله هيواد تباه او ولس يې پرديو خیراتونو ته محتاج کړ، ديني مقدساتو ته يې زيان ورساوه، خو خپله هم په کور دننه او په نړيواله کچه بدنام شول.
زورواکانو او د پرديو په خوښه په ټولنه باندې حاکم شويو سياستوالو ته دغه هېواد د امتیازاتو ترلاسه کولو وسيله ګرزولو او د جيبونو ډکولو ذهنيت ستونځه رامنځته کړې ده. که زموږ حاکمان افغانستان د څلويښت مليونه وګړو کور وګڼي، واک د ملت لخوا ورته سپارل شوي امانت او ځان ورته د ولس خادم ښکاره شي، نو به هيڅ حاکم ته د تېښتې اړتیا نه رامنځته کيږي، هيڅ افغان علمي او مسلکي کادر به د هيواد پريښودو ته نه مجبوريږي او هيڅ سياستوال به واک ته د رسيدو لپاره د مقدساتو او پاپوليستي شعارونو تر شا نه پټيږي.
زموږ ولس هم د څو لسيزو مسلسلو ناخوالو ناورينونو تيريو او وحشتونو ګل او ګوچ کړى دى. په خپله د خپل سياسي برخليک ټاکلو وړتیا يې ټکنۍ ده. موږ په دغه تړاو پرديو ته د پړې ګوته نيسو. پردي به هرڅه کوي خو ستونځه په موږ کې ده چې د مشرانو په غوراوي کې سليقوي چلن کوو. د هېواد ګټو ته د ژمنتیا پرځاى قوميت سمت سياسي اړيکې او عقيدوي اړخونو باندي دوکه کيږو. که ورته د ړوند تقليد کوونکي ولس نوم ورنکړو، نو د مشرانو په غوراوي کې په موخو باندې د حساب کولو په پرتله په مخونو باندي راڅرخيدونکى، د پرديو ګټو او رقابتونو لپاره قرباني ورکوونکى احساساتي ملت يو.
که موږ ولسونه په خپلو رويو کې يې د بدلون راوستلو لپاره کلک هوډ ونکړو او له مشرتابه سره د اشرافيت او ميراثي مشرتابه پرځاى ارزښتونه او اهليت معيار ونګرزوو او د حاکمانو د ماضي په کړنو قضاوت نکوو، نور هم خرابيږو تباه کيږو او همدغه شان له نړيوالو پرمختګونو او سيالۍ څخه پاتې او پريوتي ولس پاتې کيږو.
موږ له دين او له خاورې څخه د دفاع په سپيڅلو نومونو د خپل ولس د را پارولو او د ملت په قربانيو باندي د بريا تر پولې پورې د رسيدلو وړتیا لرو، خو د امتيازاتو له ترلاسه کولو وروسته د سولې عدالت ورورولي هوسا او سرلوړى ټولنې د رامنځته کولو په هنر کې پاتې راځو. د همدغې کمزوري له امله مو ولسي باور له لاسه ورکړى دى.
ايا په عمل کې مو هم ثابته کړې ده چې موږ د اسلامې نظام په چوکاټ کې له خپلو خلکو او له نړيوالې ټولنې سره په ګډ او سوله ييز ژوند، سوکالي، عدالت، متقابل درنښت په شان ارزښتونو ته ژمن ملت يو؟ ايا موږ بالعکس ثابته نه کړه چې موږ څوک يوازې د جګړو اتلان او څوک د فساد مخکښان يو؟ د يو بل منلو او له مخالفت څخه زده کړو کولو دود راته د خيالي غرور ماتېدل ښکاريږي او د اوسنۍ نړۍ په پيچلي سياسي چاپیریال کې پېښو ته د مطلقاً احساساتي غبرګونونو له امله يوازې پاتې يو؟
د حل لاره؛
د يوه منل شوي نظام جوړولو لپاره د تعصباتو راپاروونکو سياسي دوکاندارانو، جنګسالارانو او مفسدينو ترمنځ د واک د وېش په اجندا نه بلکې له انحصاري ذهنيت څخه بهر په سوچه افغاني روحیه د افغانستان له هر قوم قشر فکر او سمت څخه د اهليت پربنسټ د بين الافغاني تفاهم لپاره د ميکانيزم رامنځته کول به زموږ د ستونځو د حل په برخه کې ښه پرمختګ وي.
که مو وکړاى شو چې د داسې ټول منلى اساسي قانون طرحه رامنځته کړو چې ولس د مشرتابه د غوراوي لپاره په اوسنيو پرسوده لارو چارو کې بدلون راشي، ړانده تقليد ته د پاى ټکى کېښودل شي، بنسټونه د يوه قانوني چوکاټ له مخې رامنځته شى؛ سياسيون د شعار له دائرو څخه د عمل ډګر ته په راوتلو باندې مجبور کړاى شي، د يو بل منل زموږ د ټولنيز کلتور لازمي اړخ وګرزى، دولتي بنسټونه مو د خپلواکو قانوني واکونو په دائره کې فعال شتون ولرى، حاکمان افغانستان خپل ملکيت او غنيمت نه، بلکې د څلويښت مليونه وګړو هيواد او ارګ د ملت کور وګڼي، په سياست کې زورواکي ناروا عمل وګرزي، ملي امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او مقدساتو ته ګواښ قانوناً جنايت وګڼل شي؛ انحصاري تګلاره ختمه شي، تر ټولو مهم دا چې د زور له لارې د واک ترلاسه کول، د ناامنیو په مهال له هيواد څخه د امنیتي سکتور د مشرانو وتل جنايت، ملي پيغور او قانوني جرم وګڼل شي، نو د يوه ښيرازه هيواد او هوسا ټولنې رامنځته کول به يقيناً خوب نه بلکې عملاً تعبير ومومي.
که حاکمانو واک په هر صورت کې د ملت امانت او ارګ د ملت کور ګڼلاى واى، نو نه به پخواني مشران په تېښته باندې بدناميدل، نه به هم اوسنيو چارواکو د رسميت پيژندلو لپاره عذرونه کول، نه به مو بنسټونه نړيدل، نه دغه هېواد بې قانونه وو، نه د انجونو په زده کړو باندې بنديز لګيده، نه به مو کادرونو او ځوانانو له هيواد څخه وتل د ژوند کولو يوازنۍ لاره ګڼله او نه به مو ولس په يوه ګوله ډوډۍ پسې لالهانده ګرزيده.
د خواشينۍ ځاى دى چې دلته له ډېر وخت راهیسې د ښه او بد کريکتروته سره سره یوځای کیږي؛ د مظلوم او ظالم رول د وخت په تیریدو سره بدلون مومي. د دې لپاره چې عدالت د سولې او پرمختګ يوازنۍ لاره ده او په هيواد کې د هر ډول عدالت پلى کول ځکه ستونځې رامنځته کوى چې هر وژونکي او د فساد مخکښ باندي عدالت پلى کول که ناشونئ نه وي نو ستونځمن حتما دى، خو په هر صورت باید د عدالت د تامین لپاره یوه لاره بايد شتون ولري.
اوس مهمه دا چې زموږ په دوديزه ديني ټولنه کې پردي حکومتي سيستمونه پلى کولو تجربه ناکامه شوې ده. اوسنۍ حاکمه ډله ديني، ملي او اخلاقي مکلفیت لري چې د هيواد او ولس د ښې راتلونکې په موخه د واک له انحصار څخه راووزي، حکومت ته ملي بڼه ورکړي. ځان مقدس مخلوق ګڼل يقيناً سخته غلطي ده. يو بل ته د درنښت کلتور رامینځته کولو ځانګړتيا داده چې موږ د نورو خلکو انساني کرامت پیژنو ، حتی که د هغوى نظرونه یا ارزښتونه له موږ څخه توپیر هم ولري. يعنې هر څوک موږ ته د را زده کولو لپاره یو څه لري که موږ زده کولو ته لیوالتیا ولرو. دغه نوښت به يقيناً په هېواد کې د پاتې علمي او مسلکي کادرونو او د ځوان نسل د وتلو د توپاني بهیر په مخنیوي کې مرسته وکړي. که د ریفورمونو تسلسل ته ژمنتيا او کلک هوډ نه وي، نو بيا وايم چې نه يواځې دا وړۍ نه شړۍ کيږي او دغه نظام نه چليږي، بلکې د داسې توپانونو د راتلو شونتیا اټکل کوم چې پکې ټول لاهو کيداى شو.
که د شیدو لښتی پرې سپور کړې ….خزان وهلی باغ به نه راوړي ګلونه !
دولت چې دملت او اولس په رایه نه وي راغلی او يو اپارتاید فاشستي د جاهلانو له مجموعي ځخه جوړ شوې رژيم وي چې د انسانیت او حقانیت خلاف کارونه کوي هغوی ته داسې ترانې مانا نلري ! وحشي ځناوران نه په خبره پوهیږي اونه په حق او حقانیت!!
بله هيڅ چاره نه لرو .بس همدغه دسمون او بدلون لپاره خبره لپکنه او تسلسل يې يوازنۍ لار ده
سلام
رمضان المبارک په خیر، الله ج دې په دې بیوزلی، یتیم، جنګ اوجګړو خوړلی، دهر انحصارګر انحصار وهلی. داهدناالصراط المستقیم وهوالسمیع العلیم څخه ببببی خبر ولس. دبهرنیو خیراتونو بېنوا ټولنه. په روژه کې دالهی له احکامو او حکامو له ګټورو ارشاداتو دعدل او انصاف دمساوات او اخوت له مشترک الهام څخه محروم ملت ته سوکالی، سوله او هراړخیزه بین الافغانی تفاهم غواړم. دی تفاهم کې لاندې کاسه اوکبړی ځای نه لری.
دافغانستان مزور لېوان: چې ستر مثالونه لری ،قرار دادی اودایمی مبصرین دغه ړانده چرګان
افغانستان انتر نشنال په دیر وقاحت سره له خبل سورکی زهرجن تبلیغات کوی شپه او ورځ لګیا دی چیغې او نارط وهی چې لیوه راغی!
فریدالله محمدی دادوه کاله په پوښتنه کولو کې بلد نه شو تل همدا وایی دحل لاره څه ده مورالی دبحث او اجنداء پس منظر نشی موندلی.
دامریکې غږ سپینې خبرې [رک وراست] او ستاسې غږ بروګرام کې زاړه جاسوسان او زړې ببولالې وایی ګاو درحال مردن وقصاب درغم چربو! ددې پروګرام زاړه چاروا کی دپشتو او دری ژبې ترمنڼځ بله ژ به باندې چې نه نر په کې پېزندل کیږی او نه ښځه نه جمع او نه مفرد نه زاغ اونه بودنه داډله هم هرڅه وایی دادب له چوکات څخه په خپل سر وتلی ډنډوره چیان دی.
یوشمیر خصوصی استخباراتی تلویزیونی پروګرامونه هم دلته او هلته دمنا فقو له خولې مرکې لری داخلک دومره دمړې ګېډې دلایل وړاندې کوی چې له معجزې هم خبر ه اوړی.
ملګری دی او که ناملګری دا هم دبندو دراوزو تر شا هره ورخ دادوه کاله دخبلې مور نکاح تړی کله دسر له خوا او کله سرچپه بناء هیحوک نه وایی چې زموږ شلومبې تروې دی؟
دتا لیکنه کې دامانت، اهلیت ، لیاقت او ظرفیت تعریف او متتعلقه اړیکی دیر ښه څرګند شوی فرهنګی نزاکت په کي مراعات او نیوکه مو له خواخوږی سره ملګرې ده .اوس هم سروخت دی چې دکړکیچ غم وخوړل شی خو اسلامی امارت اصلا همدی ګونګ نا مشترک فردی حالت کې خوښ دی ځکه مسولیت کم دی له مشروعیت وروسته مسولیتونه دوه برابره کیږ ی او ملت دامر ثانی او امر دایمی خبره نشی تجمل کولی اصلی خبره داده یو چاچې دیوې غوجلې اداره نه وی کړی نو هغه څنګه دملت مسولیت په ډډه اخیستلای شی؟داسلامی جهان بینی بوهه او سوچ خو لابرېږده یوازې دحقانیه کورس د.
سلامونه او نيکې هيلې مې ومنئ جناب ع شريف زاد صاحب محترمه
له ارزونې څخه مو نړۍ مننه .
اصلاً زموږ واک محوري او ځان خوښي مشران که ظاهراً ساده هم ښکاري خو ډېر زرنګ دي او پوهيږي چې په تيت او پاشلي او په علمي کچه ښکته ټولنه باندې حکومت کول اسانه کار دى .ځکه خو هڅه کوي ولس همدغه شان ګل او ګوچ وساتي د يوې ګولې ډوډئ پيدا کولو وړتیا يې سلب کړى .
موږ ولسونه که د بدلون نوښت ته لاس نه اچوو نو بيا هم بايلونکي يو، خو راځئ په خپلو اوسنيو رويو چلن او ذهنيت کې بدلون راوړو
مننه