چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهد ایران مرستیال سفیر: حاضر یو چې جلال اباد ته الوتنې پیل...

د ایران مرستیال سفیر: حاضر یو چې جلال اباد ته الوتنې پیل کړو

تاند(جمعه، د حمل ۱۸مه) په افغانستان کې د ایران مرستیال سفیر د طالبانو د حکومت د ننګرهار له والي سره په کتنه کې جلال اباد ته د ایران د هوايي شرکت د الوتنو پیلېدو ته چمتووالی وښود.

د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې، په کابل کې د ایران مرستیال سفیر سیدحسن مرتضوي د ننګرهار له والي سره په کتنه کې پر بیلابیلو ګډو موضوعاتو خبرې وکړې.

اژانس نه دي ویلي چې د ایران مرستیال سفیر کله د ننګرهار له والي سره وکتل.

له بلې خوا په کابل کېې د ایران سفارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې د ایران مرستیال سفیر د ننګرهار له والي سره د افغانستان په ختیځ کې د سوداګري اړیکو د پراختیا، د جلال اباد هوايي ډګر ته د ایراني الوتکو د تګ راتګ او په جلال اباد ښار کې په لنډو ورځو کې د ایران له لوري د شکر ناروغۍ د درملنې د یوه مرکز د پرانیستنې په اړه خبرې وکړې.

تسنیم وايي چې تر دې وړاندې ننګرهار ته د ایران د مرستیال سفیر په خپل سفر کې ویلي و چې د افغانستان ختیځ د کرنې او مالدارۍ ښه ظرفیتونه لري او دوه هیوادونه له دغو امکاناتو ګټه واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب