خبر دی چې يوناما په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ټولو کارکوونکو ته ویلي چې تر امر ثاني پورې دې دفتر ته نه ځي.
چون لس کاله مې په ملګرو ملتونو کې کار کړۍ، د دې تصمیم مبدا، موخه او عواقب راته ښه روښانه دي.
زما په فکر دا د ژور نړیوال اعتراض یوه بیلګه ده. د دې پسې به د امنیت شورا غونډه کوی او د ملګرو ملتونو سرمنشی ته به د سخت دریځ نیولو لارښوونه کوی.
پوښتنه دا ده چې ملګرو ملتونو ته ولې د میرمنو تعلیم او کار کول دومره اهمیت لری؟
په دې هکله به پیل په یوه تیره شوې قصه وکړم.
په سریلانکا کې د ملګرو ملتونو دفتر د لوړې کچې یو مدیر یتی پوست اعلان ته سپارلی وه. ما په رقابتي پروسه کې ګډون وکړ او کامیاب شوم. په هغه ملک کې د ملګروملتونو مشرې ما ته تیلیفون کې وویل چې زه باید به راتلونکې یوه میاشت کې په کولمبو کې واوسم او خپله نوې دنده پیل کړم.
د سفر په بند او بست اخته وم چې یوه ورځ سهار مې په خبرونو کې واوریدل چې طالبانو په بامیانو کې د بودا مجسمې والوزولې. زړه کې مې وګرزیدل چې زما کار یې لکه چې را خراب کړ. څو ورځې چې تیرې شوې د سریلانکا د ملګروملتونو دفتر خبر راکړ چې دولت ورته ویلي چې د دوی په هیواد کې اکثریت خلک بودایان دی او طالبانو د بودا مجسمې تخریب کړی نو په دې وخت کې به په داسې یو مهم پوست باندې د یو افغان ګمارل مناسب نه وی. د خبر په اوریدو ډیر خواشینی شوم خو هغه چې وایی: «یتیم په ژړا پوخ دۍ» ، د تل په شان مې د صبر لاره غوره کړه.
څو ورځې وروسته خبر شوم چې په هغه هیواد کې د ملګرو ملتونو مشرې میرمن ریکا تپه احتجاجاً استعفا ورکړې او سرمنشی ته یې لیکلی:
«په کوم هیواد کې چې د دین، جنسیت او تابعیت پر بنسټ په ګمارنه کې تبعیض کیږی زه هلته د ملګرو ملتونو د منشور په نظر کې نیولو سره وظیفه نه شم اجرا کولۍ…».
سر منشی د هغې استعفا ومنله او په نیویارک کې یې یو لوړ مقام ورکړ.
څو میاشتې وروسته ما ته هم له نیویارک څخه یو لیک راغۍ. پکې لیکلی وه:
«دا چې تا سره تبعیضي برخورد شوۍ موږ متأسف یو. ته د ملګرو ملتونو د ژنیو په دفتر کې یو مناسب پوست ته کاندید یې او باید په رقابتی پروسه کې ګډون وکړې.» د دسپتمبر د واقعې نه څو هفتې مخکې مې په نیویارک کې په رقابتی امتحان کې ګډون وکړ او په پایله کې په ژنیو کې مقرر شوم. د دې نه وروسته قصه بیا اوږده ده چې بل وخت به یې ولیکم.
خو هغه د چا خبره ما ته خو یې شر جوړ کړی وه خو دا چې خدای تعالی راته په خیر بدل کړ دا د هغه لوی ذات مهرباني وه.
مطلب مې د دې قصې نه دا وه چې د ملګرو ملتونو سازمان ته د دوی منشور د دین حیثیت لری. د هر ډول تبعیض سره مبارزه دوی ته د عبادت درجه لري. د دوی په کارمندانو کې د ښځو جبری نشتون د دوی په سازماني معیار کې د کفر معادل دۍ. همدارنګه ملګرو ملتونو ته ډیره سخته ده چې دت علیم په هکله تبعیض وزغمي.
اوس داسې ښکاري چې په همدې موضوع باندې د ملګرو ملتونو او د امارت ترمینځ موجود تعامل په تقابل بدلیږی. په پایله کې به یا ملګري ملتونه د افغانستان نه بهر کیږي او یا به امارت خپل دريځ بدلوي.
په فارسی کې یو مشهور متل دۍ: «چرا عاقل کند کاری که باز آرد پشیمانی»
موږ په ۱۹۹۸ کال کې د ورته حالت سره مخ شوی وو. زه هغه وخت د افغانستان د ملګرو ملتونو چارواکی وم. د څوارلس ورځنۍ مذاکرې په نتیجه کې د ملګرو ملتونو او امارت ترمینځ یو نوی تړون لاسلیک شو او مشکل تر ډیرې کچې حل شو. محترم حاجی قاری صاحب دین محمد د امارت له اړخه د مذاکراتی ټیم مشري په غاړه درلوده او د ملګرو ملتونو له اړخه ښاغلۍ مارتین ګریفتس چې اوس د بشری مرستو په چارو کې د سرمنشی معاون دی د مذاکراتی ټیم مشر وه.
وړاندیز مې دا دۍ چې اوس هم یا خو باید دواړه اړخه په هماغه تړون عمل وکړی او یا هم نوی تړون لاسلیک کړي. که داسې ونه شي نو د غم ځپلي ولس او د امارت ستونځې به لا ډیرې زیاتې شی.
په ټوله کې مې عرض دا دی چې امارت د انزوا او ځانته پاتې کیدو په لور په بیړه روان دی. قصه د هغه ځایه پیل شوې ده چې امریکې د افغانستان څخه د ستراتژیک ملګری عنوان بیرته واخیست. زموږ ګاونډی پاکستان، جاپان او داسې نور هیوادونه دا عنوان لري. د هغې نه وروسته د امارت ګډون په شانګهای، سارک، ایکو او داسې نورو منطقوی سازمانونو کې په نا اعلان شوې توګه وځنډیده. د ټولو نه مهمه خبره دا ده چې امارت په ملګروملتونو کې استازی نه لری. نزدې ده چې د اسلامی کنفراس په سازمان کې یې هم عضویت تر امر ثانی پورې وځنډول شي.
اوس نو پوښتنه دا ده چې آیا دا ټوله نړۍ ملامته ده او که امارت؟
اهدناصراط المستقیم.
امارت دی او که حمارت ! ماته خو د دحیواناتو ستورګه (استوګن ځای ) ښکاري !