یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهترکیه په خوست او هلمند کې لېسې جوړوي

ترکیه په خوست او هلمند کې لېسې جوړوي

تاند(جمعه، د حمل ۱۸مه) په افغانستان کې د ترکیې سفیر وايي چې په خوست او هلمند ولایتونو کې هم افغان ترک ښوونځي جوړوي.

ترکیې چې شاوخوا درې لسیزې پخوا د افغانستان په شمال کې افغان ترک لېسه جوړه کړې وه، په تېرو دوو لسیزو کې یې په کابل، هرات او کندهار کې هم لېسې جوړې کړې.

حاضردمه ترکیه د افغانستان په ۸ ولایتونو کې ۴۵ تعلیمي مرکزونه لري.

د ترکیې سفیر د طالبانو د حکومت د پوهنې له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ویلي چې هیواد یې غواړي چې په افغانستان کې پر موجودو لېسو سربېره په خوست او هلمند ولایتونو کې هم افغان ترک ښوونځي جوړ کړي.

افغان ترک لېسې د درس د کیفیت له نظره د افغانستان تر ټولو بریالۍ لېسې ګڼل کېږي.

د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په کتنه کې د ترکیې – افغانستان ښو اړیکو ته په اشارې په افغانستان کې د ترکیې د تعلیمي خدمتونو ستاینه وکړه.

تېر کال د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې د ترکیې ایدیف خیریه موسسه د افغانستان په پنځو ولایتونو کې مدرسې جوړوي. خو تازه په دې اړه څه نه دي ویل شوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب